بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د الله (ج) اړیکه (له پنده ډکه کیسه)

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یوه ورځ یو نارینه له کار څخه کور ته راغی او له خپلې مېرمنې څخه یې پوښتنه کړه د مازدیګر لمونځ دې ادا کړ؟
مېرمنې وویل: نه، خاوند یې ترې پوښتنه وکړه: ولې؟

مېرمنې وویل: ډېره ستړې یمه، نوې له کاره راغلمه، لږ آرام مې وکړ.

خاوند وویل: سمه ده، مخکې تر دې، چې ماخوستن شي، ځه لاړه شه د مازدیګر او ماښام لمونځونه دې ادا کړه!

د هغې ورځې په سبا خاوند یې د یوه سوداګریز سفر په نیت له کور او ښار څخه بهر شو، مېرمنې له الوتنې ( پرواز ) څخه څو ساعته وروسته له خپل خاوند سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه، ترڅو د حالت پوښتنه یې ترې وکړي، خو خاوند د خپلې مېرمنې اړیکې ته ځواب ورنه کړ، څو ځله یې په پرله پسې توګه زنګ وواهه، خو هېچا غوږی پورته نه کړ، مېرمن ورو ورو اندېښمنه شوه او هر ځل یې، چې زنګ واهه او ځواب یې نه ترلاسه کاوه، نو اندېښنه یې لاپسې زیاتېده، په ذهن کې یې ډېرو فکرونو او خیالونو تګ راتګ کاوه، چې خدای مه کړه، له کومې بدې پېښې سره نه وي مخ شوی، ځکه خاوند به یې، چې په هر سفر لاړه، نو دا چې خپل مقصد ځای ته به ورسېده، نو هرومرو به یې له خپلې مېرمنې سره اړیکه ټینګوله، خو اوس یې ولې دا کار ونه کړ؟

ډېره وېرېدلې وه، غوږی یې را پورته کړ او اړیکه یې ونیوله، په دې هیله، چې د خپل خاوند غږ واوري، خو دا ځل یې ځواب تر لاسه کړ او خاوند یې غوږی پورته کړ.

مېرمنې یې په لړزېدلي غږ پوښتنه وکړه: آیا په خیر ورسېدې؟

خاوند یې ځواب ورکړ: هو الحمدلله روغ رمټ ورسېدم.

مېرمنې یې پوښتنه وکړه: څه وخت ورسېدې؟ خاوند وویل: څلور ساعته مخکې، مېرمنې یې په ډېرې غوسې وویل: څلور ساعته مخکې ورسېدې او ماته دې یو زنګ هم ونه واهه؟

خاوند یې په ډېره سړه سینه وویل: ډېر ستړی وم او لږ آرام مې وکړ، مېرمنې وویل: مګر مړ کېدی، چې څو دقیقې دې مصرف کړې وای او ماته دې خبر راکړی وای؟ لکه چې زه درته مهمه نه یمه؟

خاوند یې وویل: ولې نه، ګرانې ته ډېره راته مهمه یې.

مېرمنې یې وویل: لکه چې د ټیلیفون غږ دې نه اورېده؟ خاوند وویل: اورېده مې. مېرمنې وویل: ولې دې ځواب نه راکاوه؟

خاوند وویل: پرون تا هم د الله (ج) زنګ ته ځواب ورنه کړ، په یاد دې دي؟ چې د الله (ج) اړیکه ( اذان) دې بې ځوابه پرېښوده؟

د مېرمنې سترګې له اوښکې ډکې شوې او له لږ سکوت وروسته یې وویل: هو په یاد مې دي، ډېر ښه ټکي ته دې اشاره وکړه، بښنه غواړم ګرانه!

خاوند وویل: نه ګرانې له ما نه بښنه مه غواړه، ځه لاړه شه، له الله (ج) څخه د بښنې غوښتنه وکړه. زه له دې نړۍ څخه بل څه نه غواړم، یوازې دا غواړم، چې د جنت له ماڼیو څخه په یوې ماڼۍ کې یو د بل ترڅنګ خپل حقیقي ژوند پیل کړو.

له هغې ورځې وروسته، مېرمنې یې هېڅ لمونځ بې وخته نه ادا کاوه او هېڅ یو لمونځ نه پرېښوده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل