سپورټ فوټبال

لالیګا ۸۸م پړاو؛ د ریال ماډریډ تر ټولو بد فصل د بارسلونا په اتلولۍ پای ته ورسېدئ.

لیکنه: فضل الله فضلي

تېره اونۍ د هسپانیا فوټبال لیګ ۸۸م پړاوو د ریال ماډریډ په ماتي سره پای ته ورسېدئ.

د لیګ په وروستۍ اونۍ او لوبه کي ریال مارډیډ له ریال بیټیس څخه ۲ پر سفر ماتي وخوړل او بارسلونا له ایبار سره لوبه مساوي پای ته ورسول.

په دې فصل کي ریال بیټیس یوازنی کلب وو چي بارسلونا او ریال ماډریډ ته یې ماتي ورکړې، خو د اروپا راتلونکي اتلانو لیګ ته یې لاره پیدا نه کړه.

ددې لیګ تر ټولو غوره لوبغاړی لیونل میسي وټاکل سو.

بارسلونا په ۸۷ نمرو سره ددې لیګ لومړۍ لوبډله سوه او ترڅنګ یې اتلاتیک ومادرید، ریال مادرید او ولنسیا کلبونه د راتلونکي اروپا اتلانو لیګ لوبو ته لاره پیدا کړه.

ګټافې او سویلا کلبونو د پنځم او شپږم ځای په لرلو د اروپا لیګ سیالیو ته له هسپانيې څخه لاره پیدا کړه.

د لالیګا تر ټولو ډېره اتلولي ۳۳ ځله ریال مادرید ګټلې، خو د ۱۹۷۳م کال وروسته په لومړي ځل په دې لیګ کي ریال مادرید ۱۲ ځلي ماتي وخوړې او په لومړي ځل یاد کلب له خپل سخت حریف بارسلونا سره د ۱۹ نمرو په توپیر دا فصل پای ته ورسوی.
ددې لیګ په جریان کي رونالډو هم له یاد کلب څخه جلا سو.

بارسلونا کلب د لالیګا اتلولي ۲۶ ځله، اتلاتیګ ومادرید ۱۰، اتلاتیک بلباوو ۸، ولنسیا ۶، ریال سوسیداد ۲ او ډیپورټيو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلي ددې لیګ اتلولۍ ګټلي دي.

ددې لیګ راتلونکی ۸۹م پړاو د روان کال اګسټ میاشتي په ۱۷مه نېټه پېل او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د می میاشتي په ۲۴مه نېټه پاي ته رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې