کلتور او هنر

لعل قلندره قبول مې کړه سوالونه؛ پاکستان د لعل قلندر تلین غونډې ته چمتووالی نیسي

لیکنه: یاران هنر
اعلان

لیکنه: صادق طارق

دا پښتو سندره به مو د نورو سندرغاړو او په خاص ډول د رحیم شاه په غږ حتماً اوریدلې وي:
سوالي راغلی یم کومه فریادونه
لعل قلندره! قبول مې کړه سوالونه

خو لعل قلندر څوک دی؟
ولې ورته سندرې ویل شوي؟
خلک دومره ارادات ولې ورته لري؟
او پاکستان یې تلین غونډې په څنګه مراسمو نمانځي؟
په دې لیکنه کې به په همدې اړه معلومات در کړو:

لعل قلندر څوک و؟
لعل شهباز قلندر د پاکستان او سیمې یو نوموتی صوفي، شاعر او فیلسوف و.
د هغه اصلي نوم سید عثمان مروندي و. دی په ۱۱۷۷ میلادي کې دې نړۍ ته راغلی او تر ۱۲۷۴ پورې یې ژوند کړی.

لعل شهباز قلندر په سهروردیه کې د تصوف په اړه پراخې زده کړې کړې وې.

نوموړی له مړینې وروسته د پاکستان د سند ایالت په سیهون سیمه کې خاورو ته سپارل شوی، چې له مزار سره یې لوی دربار جوړ شوی او ګڼ صوفیان او مریدان یې پکې لنګر چلوي.

لعل شهباز قلندر د اسلامي نړۍ د مشهورو او سرلارو صوفیانو شیخ بهاالدین زکریا ملتاني، شیخ فرید ګنج شکر، شمس تبریزي، سید جلال الدین سرخ بخاري او ورته نورو هم نسله او هم دورې صوفي و.

د لعل شهباز قلندر تلین غونډې
د لعل شهباز قلندر تلین غونډه هر کال د شعبان له اتلسمې تر شلمې د درې ورځو لپاره په ځانګړو مراسمو نمانځل کیږي.

سږ کال د نوموړي ۷۶۷ تلین غونډه کیږي، چې زرګونه تنو ورته د ګډون تیاری نیولی.

دا تلین غونډه هرکال په ډېر جمع و جوش نمانځل کیږي.

غونډې ته هرکال د پاکستان د مشهورو سیاستوالو ترڅنګ لسګونه زره خلک ان له لیرې ایالتونو او کله له بهرنیو هېوادونو ورځي.

په دغو غونډوکې د ویناوو او علمي برخو ترڅنګ د صوفیانه موسیقۍ او نڅاوو مراسم هم کیږي.

دا غونډه پاکستانیانو ته څو ورځینۍ مېله ده، چې په خاص شوق ورته ځي.

خلک د خوشالۍ او سرګرمۍ ترڅنګ دعاګانې کوي، نذرونه مني، نذرونه ورکوي او لعل شهباز قلندر ته د عقیدت پېروزینې وړاندې کوي.

امنیتي چمتووالی
سږ کال پاکستاني چارواکو د امنیتي ننګونو له زیاتوالي سره سند ایالت ته دوه نیم زره پولیس ځواکونه او تر ۴ سوو پورې د پوځ خاص سرتېري استولي.

د دې ترڅنګ یې ۵۵۰ امنیتي کامرې ځای پرځای کړي، چې د احتمالي ګډوډيو د مخنیوي لپاره کار ترې واخلي.

د تلین نمانځلو پرمهال ځانګړي او بیلابیل مراسم ترسره کیږي

د صوفیانو په اړه
اسلامي علما د اسلامي تصوف په اړه ښه نظر لري، خو د صوفیانو او مریدانو دا ډول دربارونه او مراسمو ته یې په ښه سترګه نه ګوري.

د صوفیانو پلویان بیا وایي د دوی ځینې کارونه که ډېرې اسلامي ریښې نه هم لري، په افغانستان او ټوله کې اسلامي نړۍ لپاره په دې خاطر ښه دي، چې د نورو ډېرو اسلامي ډلو برعکس تشدد نه خپروي او بې غرضه خلک دي.

د ځینو په باور په افغانستان او سیمه کې د همداسې غیرمتشدوو جوړښتونو له څنډې ته کیدو سره اسلامي افراطیت ته د ودې موقع مساعده شوې او که په افغانستان کې هم دا ډول صوفیانه مراسم عام او مطرح شي، د افراطیت په کنټرول کې به ونډه ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر