ټولنیز ژوند

د ژوند دروغجن ملګري/ملګرې سره څه وکړو؟

لیکنه: ياران

دروغ د انسان یوه طبیعي ستونزه یا اړتیا ده. ډېری کسان که هغه نارینه وي یا ښځينه حتا له خپلو ژوند ملګرو(د ماشومانو مور او د ماشومانو پلار) ته هم دروغ وایي.

په دې لیکنه کې هغو کسانو ته چې همداسې دروغ ویونکو کسانو سره ژوند ورله غاړې دی، ځینې سپارښتنې لرو:

دروغ ویل د خیانت حس پیدا کوي
که په کاروبار، ملګرۍ، سیاست یا نورو برخو کې څوک دروغ وایي، نه وایو چې ودې وایي ځکه دروغ هم د اسلامي او هم نورو انسانياو ټولنیزو ارزښتونو له مخې غلط کار دی.
خو په نورو برخو کې دروغ هغومره خطرناک نه تمامیږي لکه په ګډ ژوند کې.

په ګډ ژوند کې دروغ ویل د خیانت حس پیدا کوي. مېرمنه فکر کوي، چې د ماشومانو دروغجن پلار یې خاین دی، د ګډ ژوند اړیکه کې خیانت کوي.

د ماشومانو پلار فکر کوي، چې د ماشومانو مور یې د دروغو له وجې خاینه ده او له ده سره په ګډ ژوند کې خیانت کوي.

په ګډ ژوند کې دروغ ویل حتا که په ډېرو کوچنیو مسایلو کې وي بې باوري پیدا کوي، ژوند تریخوي، غوسې پاروي او بالآخره د دغه ګډ ژوند د پای ته رسولو سبب ګرځي.

خلک ولې دروغ وایي؟
دروغ ویل غالباً زموږ په وجود کې یو پلان شوی عمل دی. دا عمل له کم عمرۍ څخه پيلیږي، حتا یو دوه کلن ماشوم که پوه شي، چې دروغ ویل یې ګټه ور رسوي او نورو ته دا لوړ ښکاره کوي، صرفه به پرې ونه کړي.

دروغ ویل ارثي لاملونه لري، محیط هم تاثیر ورباندې کوي، ناسمه روزنه او نور ټولنیز او تعلیمي عوامل هم پکې خاص رول لري.

دا یوه طبیعي خبره ده، چې د دروغجن پلار او دروغجنې مور ماشومان به خامخا دروغ وایي، حتا له دوی نه به یې ډېر وایي، ځکه ورځ تربلې نوي نسلونه په هرهغه څه کې چې له خپلو والدینو یې زده کوي، پرمختګ کوي.

په ګډ ژوند کې دروغ ویل
بحث په دې و، چې كه د ژوند ملګرې/ ملګری مو ډېر دروغ وایي، څه باید ورسره وشي.

له دې نه مخکې به دا ووایو چې د ګډ ژوند لرونکي معمولاً په کومو حالاتو کې یو بل ته ډېر دروغ وایي.

یو حالت دا دی، چې نارینه یا ښځینه له کوره د وتو او بیرته راتلو له ټاکلي وخت څخه مخکې یا وروسته کورته راځي.

په دې حالت کې معمولاً یو پر بل ډېرشکمنیږي او فکر کوي، چې د کاسې لاندې کومه نېم کاسه شته.

د خپلو لګښتونو او عوایدو په اړه یو بل ته د غلطو معلوماتو ورکول، د یو بل مخکې د ټلیفون د زنګ نه ځوابول، یا د معمول خلاف د اړیکو زر پرې کول او د یو بل څارل، چې د ژوند ملګرې یا ملګری یې د خبرو عمق ته رسیږي کنه، دا ټول هغه موارد دي، چې په ګډ ژوند کې د دروغ ویلو او خیانت کولو شک زیاتوي.

د مخنیوي لارې
پښتو متل دی، چې ګومان د ایمان زیان دی. ډېروخت داسې هم کیږي چې د ژوند ملګری/ ملګرې مو له ډېر اخلاصه درته دروغ وایي.

یانې یا په دفتري کار، یا کور، یا اقتصادي او بله برخه کې سخت مشکل سره مخ وي، خو له ډېر ګرانښته درته سم حال نه وایي.

ته فکر کوې، چې د دروغو دسیسه په منځ کې ده، یا خیانت روان دی.

دا حالت انسان بدګومانوي او د بد ګومانۍ پروړاندې پر وخت نه اقدام او د موضوع یا شک نه څېړنه بیخي ګډ ژوند ته زیات زیان اړوي.

یو بل متل دی، چې وایي: جنګ شودیار، سرشودیار.

هیڅ کومه خبره چې پوهیږئ ستاسې د ګډ ژوند د اړیکې اساسات زیانمنوي، اوږدیدو ته مه پریږدئ.

دا غوره نه ده، چې د یوه ریښتیني یا شکمن دروغ ویلو نه وروسته له ژوند ملګري سره ټنډه تروه کړئ، یا یې څارونکي شئ، د تګ راتګ لاره، وخت، ټلیفون او نور مسایل یې وڅارئ.

غوره ده، چې په صمیمانه فضا کې له ژوند ملګري سره مو کینئ، په مناسب انداز خپل تشویشونه شریک کړئ، ټینګار وکړئ چې که دا کوچنی شک یا ناسم پوهاوی رفع نه شي، ستاسې په ژوند کې بې باوري پیدا کوي.

که پوهیدئ چې خبره ستاسې ترمنځ نه حلیږي، د مېرمنې/ خاوند له نیږدې یا ګډو دوستانو څخه مرسته وغواړئ، په ګډه رواني ډاکټر ته لاړشئ، داسې وښیئ چې تاسې ته کومه ذهني یا رواني ستونزه پيدا شوې، د خبرو په منځ ، منځ کې ډاکټر وپوهوئ، چې خبره مو د ګډ ژوند له ماحوله خرابه ده.

ډاکټران هم کولای شي ستاسې د ګډ ژوند ملګري ته په ماهرانه انداز داسې خبرې وکړي، چې ستاسې ترمنځ ستونزه حل او مهار کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران