لاهور لس ورځو کې دویمې چاودنې ولړزوه، د ۳۷په شا او خوا کې مرګ ژوبله

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د پنجشنبې په ورځ د لاهور ښار د ښار د ډیفینس سیمې د یو مارکیټ په رسټورانټ کې شوې ده. ځینو رسنیو د مړو شمیر اوه تنه او د ټپیانو ۳۱ تنه ښودلی دی.

د پنجاب یو چارواکي رسنیو ته ویلي، هغه ودانۍ چې دا چاودنه په کې شوې هلته د بیارغونې کار روان و.

پاکستاني رسنۍ په لاهور کې د بیړنیو مرستو او ژغورنې د ادارې د چارواکو له خولې وايي، تر اوسه پورې یې د شپږو کسانو جسدونه موندلي او دیرش نور ټپیان دي چې د څلورو ټپیانو روغتیايي وضیعت نازک دی.

د ژغورنې د کیمټې د مشر ډاکتر رضوان له خولې ویل شوي چې د ژغورنې عملیات بشپړ شوي او د چاودنې له کبله د ودانۍ یو چت غورځیدلی دی،

له چاودنې وروسته د بمونو شنډونکې ډله او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د ادارې چارواکي د پېښې سیمې ته ورغلي دي.

د لاهور د پولیسو چارواکو ویلي، دم ګړۍ نه شي ویلی چې ددې چاودنې علت څه و، او په دې چاودنه کې د ترهګرو ډلو لاس لرل نه شي ردیدلی.

د هغې ودانۍ شا او خوا چې چاودنه په کې شوې ، موټرو او کورونو ته هم زیان رسیدلی دی، او د ګڼو هندارې ماتې شوي دي.

دا په تیرو لسو ورځو کې په لاهور کې دویمه او په پاکستان کې اومه چاودنه ده چې درنه مرګ ژوبله اړوي.

په عین حال کې پاکستاني پوځ د چارشنبې په ورځ د چاودنو د زیاتیدو په وړاندې د ” رد الفساد “ په نوم د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */