اقتصاد ټولنیز ژوند خوندیتوب سیاست طبیعت

تدریجي ځان او ټول وژنه؛ د اوبو د کموالي لاملونه او حل لارې

لیکنه: ياران
اعلان

د شیرین آغا غورځنګ لیکنه

خپله ځان نه ملامتوي؛ خو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه چې ښکته تللې ترې شکایت کوي او وایي چې: ((د فلاني لالا څاه وچه شوه، ولا وچ کالي ده، باران او واوره نه کیږي.))

دا جملې د کوم چا په تړاو را یادې شوې چې څو ورځې وړاندې یې په یوه مجلس کې خلکو ته ویلې وې؛ دوی له اقتصادي پلوه ښه ژوند لري؛ اته وروڼه دي، هر ورور ځان ته انګړ لري، هر یوه انګړ کې د ګلانو او ترکاري خړوبولو لپاره ژوره څاه کیندلې، دوی د لمریزې او ارزانه بریښنا په وسیلې، له ژورې څاه څخه له لمر ختو تر لمر پرېوتو هره ورځ اوبه را وباسي. ممکن د دوی ترکاري او ګلان په اوونۍ کې له درېوو تر څلورو ساعتونو اوبو ته اړتیا ولري؛ خو چې ترکاري خړوبه کړي، د اوبو مخه د کوڅې لښتي ته کړي او دلیل یې دا وي پرېږده یې خوشې اوبه دي، د کوڅې خاورې خزلې به د کلي خوړ ته یوسي، څو وارې پدې اړه پوه خلکو ورته وویل چې ستاسو دا کار د اوبو کچه ښکته بیایي؛ خو دوی بابېزه وګڼله او د تمسخر په توګه به یې وویل، ځئ بابا دا خبرې لا اوس تاسو راوکاږلې. نو اوبه به ولې نه کمېږي؟!

د مني له پیله یې په ټنونو سکاره وپېرل، ځکه چـې اته وروڼه په شمار څلویښت د سکرو بخاریو ته اړتیا لري تر څو خپلې خونې او ګل خانې پرې ګرمې وساتي. د اته وروڼو په کور کې درې څلوېښت هغه نارینه دي چې عمر یې تر اتلس کلونو ډېر دی، دوی هر یو دولتي او خصوصي دندې لري او یا داسې ځای کې زده کړې کوي چې له موټر پرته ورتګ ورته ګران دی؛ هر یو خپل دفتر، ښوونځی، پوهنتون او یا کار ته خپل موټر کې ځي؛ خو د هوا له ککړتیا شکایت کوي. هوا به څنګه پاکه پاته شي؟!
دا بېلګه هغه ژوندی مثال و چې ما لیدلې او تاسو ته مې در په ګوته کړه. موږ ډېر کله له هغه څه شکایت کوو چې موږ یې لامل یو او پرې پوه هم یو.

رسنۍ پدې اړه کله کله د عامه پوهاوي تاوده بحثونه کوي، د بحث پایله دا وي چې خلک باید د اوبو په مصرف او هوا ته د مضره ګازاتو په لېږدولو کې کنجوس واوسي، ځکه د ځمکې اقلیم بدلېدونکی دی او د اقلیم د بدلېدو لامل هم هوا ته د مضره ګازاتو لېږدول دي، ځمکه له یوه کاله بل ته ګرمېږي؛ خو هیچا ونه ویل، هغه خلک چې لدې پېښېدونکي حالته خبر دي او بیا هم اوبه له اړتیا پرته مصرفوي او له اړتیا پرته هوا ته مضر ګازات لېږدوي څه باید ور سره وشي؟!

پوهان وایي تولیدي کارخونې، حمامونه، موټر، د کورنیو له خوا سکاره، پلاستیک، کارېدلي موبلاین… د سون توکو په توګه کارول، په جګړه کې چاودنې او تر دې چې ستاسو په لاس کې موبایل او یا ستاسو مخې ته ایښی کمپیوټر… د هوا د ککړتیا لامل دي. له جګړې پرته نور د هر شي استعمال د ژوند برخه ده او لدې پرته شرایطو ته په کتو ژوند ناممکن او یا سختیږي. پداسې حال کې باید یا د شته امکاناتو بې ضرره بدیل وي چې د وخت اړتیاوې پوره کړي او یا همدغه امکاناتو ته داسې لوری ورکړل شي چې یا یې ضرر له منځه لاړ شي او یا لږ تر لږه راکم شي. د چارو پوهان باور لري چې تر دې دمه داسې بدیل ندی وړاندې شوی چې ضرر له صفر سره ضرب کړي؛ خو د شته امکاناتو په مټ د ضررونو کچه را کمېدای شي چې موږ یې په څو کرښو کې ځینې برخې ویلای شو.

1 ـ جګړې ته د پای ټکی کېښودل:
که جګړه ختمه شي د هغه مضره ګازاتو مخه به ونیول شي چې د چاودنو له امله هوا ته خپریږي، حکومت به د امنیت له برکته په ټول هیواد کې نافذه قوانین په ټولو یو شان تطبیق کړي او پدې ترتیب به نه څوک بې قانونه ژوره څاه کیني او نه به داسې مواد په کار خونو… کې کاروي چې له امله یې هوا ککړیږي.

2 ـ د عامه پوهاوي تر څنګ سر غړونکو ته باید د قانون له مخې جزا هم ورکړل شي:
مخکې مې یادونه وکړه چې رسنۍ ډېر کله پر عامه پوهاوي ټینګار کوي؛ خو ټولنه کې داسې خلک شته چې له موضوع خبر دي، په ضرر یې هم پوه دي، لدې سره سره، بیا هم په اړه یې بې باکانه چلند کوي. که داسې قانون نافذ شي چې له مخې یې هغه کارخونې، کورونه، دفترونه… داسې د سون توکي استمعال کړي چې هوا ته له معیاري اندازې څخه زیات مضره ګازات خپاره کړي او یا څوک له حده ډېرې اوبه استعمال کړي، په نغدي جریمه او یا په لنډ مهاله بند محکوم شي. د عامه پوهاوي غوښتنو ته ژمنتیا اخلاقي اصل دی او زموږ ټولنه کې اخلاقي اصولو ته ژمنتیا د جګړې له امله نده کلتوري شوي.

3 ـ د وړو او لویو بندونو جوړول:
زموږ هیواد د ځمکې په سر د اوبو له پلوه د سیمې په کچه غني هیواد دی؛ خو د تاریخ په اوږدو کې حکومتونو د مختلفه لاملونو له امله اوبه ندي مدیریت کړي، شرایطو ته په کتو حکومت باید له امنیت وروسته، د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه وکړي که داسې وشي، اړتیا به نه وي چې خلک تر ځمکې لاندې اوبه راوباسي، ځکه چې د ځمکې پر سر دومره اوبه شته چې تر هر کور، پټي او لښتي ورسیږي او دومره بریښنا تولید شي چې د خلکو ټول ضرورتونه به پوره کړي، بیا به څوک مجبور نه وي چې د خونې او ګل خانې ګرم ساتلو لپاره سکاره، لرګي، پلاستیک او نور… وکاروي.

4 ـ هیواد ته که سون توکي د نړيوال معیار له مخې را وارد شي او یا په کور دننه، له هغه کارخونو، کورونو… سره قانوني چلند وشي چې کارول شوي موبلاین، پلاستیک… کاروي.
هیواد ته له بهره سون توکي له کومې جدي څارنې او نړيوال معیار پرته بازار ته عرضه کیږي او کله چې کار خونې، کورونه، موټر او نور… یې وکاروي؛ د ټیټ کیفیت له امله له ټاکلې اندازې څخه زیات لوګی تولیدوي، لوګی د هوا د ککړتیا اصلي لامل دی. همدارنګه د ډېرو ماشینونو د کارونې وخت پوره شوی وي او له کاره لوېدلي دي؛ خو له بیا ځلي ترمیم وروسته یې خاوندان کاروي چې له اندازې زیات لوګی او نا خوښونکی غږ تولیدوي. ځینې کار خونې د لږ لګښت او ډېرې ګټې په خاطر په بټيو کې کارول شوي موبلاین یا پلاستیک سوځوي چې دا هم د ډېر لوګي د تولید لامل کیږي. هېره د نه وي چې ځینې کورونه د اقتصادي ستونزو له امله خپلې کوټې په کارول شویو موبلاینو، پلاستیکونو… ګرموي او یا پرې پخلی کوي، د دې کارونو مخنیوی د حکومت دنده ده، ځکه دا کار چې څوک کوي ډېری یې ښار میشتي دي او ښارونو کې حکومت له اطرافه ځواکمن دی؛ نو په اسانۍ یې مخه نیولای شي. خلک هم پړه دي، ځکه چې خپل ژوند خپله تباه کوي؛ خو مخکې مې یادونه وکړه چې ښاري ژوند سره بلدتیا، د ښاري ژوند اصولو ته ژمنتیا او له شخصي ګټو ملي ګټې غوره ګڼل او دېته ورته نور احساسات له بده مرغه له موږ څخه جګړې اخیستي دي.

5 ـ هغه صنعت ته وده ورکول چې د هوا د ککړتیا مخنیوی کوي:
څو ورځې وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې هرات کې کوم چا داسې اله جوړه کړې چې د حمامونو لوګي له منځه وړي. که دا او دېته ورته سیستمونه جوړ شي او د داسې سیستم جوړونکي د حکومت، خصوصي سکټور او خلکو له خوا وستایل شي، یو خوا به ټولنه کې نوښتونه رامنځ ته شي او بل خوا به د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی وشي.

6 ـ له حده ډېر د ژورو څاګانو کیندلو مخنیوی:
مخکې مې یادونه وکړه چې اته وروڼو اته ژورې څاګانې کینلې وې چې د دوی لپاره یوې څاه بسنه کوله. که د څاګانو کینل د حکومت له لوري په معیاري توګه تر سره شي د خپل سریو مخه به ونیول شي او هم به حکومت ته د مالیې سرچینه شي. دا کار ایران کې کلتور شوی او ښه پایله یې هم ورکړې.

د وچ کالۍ او د هوا ګرمېدو ستونزه د ټولې نړۍ لپاره ګواښونکې ستونزه ده؛ خو نور ملتونه ورته تدابیر لري. افغانان لکه د نورو برخو په څېر دلته بې تدبیره روان دی، د خدای د توکل تر څنګ تدابیرو او وقايې ته هم اړتیا ده، ځکه چې خدای تعالی خو موږ له پخوا څخه خبر کړي یو: « وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ یعني خپل ځان پخپله مه تباه کوئ! » اوس که موږ په لوی لاس ځان او ټول ملت د تدریجي مرګ خولې ته تړو، دا به زموږ په بې باکۍ دلالت کوي.
راځئ د دې ټولنیزې ستونزې په وړاندې تر خپل وسه مبارزه وکړو، ګنې ځان، ټولنې او په یقیني توګه راتلونکي نسل ته په لوی لاس قبر کنو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران