ټولنیز ژوند خوندیتوب له نړۍ

د تېزاب پاشلو له حملې، د ژغورنې مېک اپ جوړ شو

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

په نړۍ کښي پر ښځو باندي د بې رحمه نارینه وو له لوري د تېزاب شیندلو پېښي کمې نه دي. په افغانستان کښي هم موږ ډېری وختونه د داسي پېښو شاهدان پاته سوي یوو. خو نن سبا د ورته پېښو لړۍ تر غربي هیوادونو هم رسېدلې ده. په دې اړه یوې ماهري ښځي داسي مېکپ تیار کړی دی چي د یاد مېکپ په لګولو سره د تېزابو د تاثیراتو مخه نیول کېږي. په برطانیه کښي هم د تېزاب شیندني څو پېښي ثبت سوي دي. له دې وروسته ډاکټر الماس احمد یو داسي مېکپ تیار کړ چي په لګولو سره یې ښځي د داسي خطرناکو حملو څخه بچ کېدلای سي.

۳۲ کلنه الماس احمد وايي چي پر برطانوۍ ماډلي باندي د تېزاب شیندلو وروسته ددې مېکپ اهمیت نور هم زیات سو. نوموړې د A Career په نوم یو مرکب جوړ کړ چي د تېزابو سره تعامل نه کوي. د الماس په وینا چي یاد مېکپ په ډېري آسانۍ سره په کریمونو، لوشنونو او لمرضد کریمونو کښي شاملېدلای سي. الماس زیاتوي چي د تېرو لسو کلونو راهیسي یې پر یاد مېکپ کار کاوه څو ښځي له داسي بې رحمانه پېښو څخه وژغورلای سي. نو ځکه یې د لومړي ځل له پاره داسي یو فونډېشن جوړ کړ او وايي چي له دې وروسته بې په لوشن او لمرضد کریم کښي هم ګډ کړي.

ډاکټره الماس احمد وايي چي یاد کیمیاوي مواد تر ۴۰۰ سانټي ګراډ درجو پوري تودوخه زغملای سي. د یاد مېکپ په تیارولو کښي نوموړې له خپله ځانه په لکونو پيسې مصرف کړي دي. او نوموړې په دې هیله ده چي د مجازاتو اداره به یې د استعمال اجازه ورکړي.

یاده دي وي چي په لندن کښي هم د تېزاب شیندلو واقعې د ۲۰۱۴ په پرتله ډېري سوي دي؛ یوازي په ۲۰۱۶ م کال کښي ۴۵۰ د تېزاب شیندني پېښي ثبت سوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي