خواړه خوندیتوب روغه سټه

هغه کسان چې سپورت کوي، دا خواړه دې وخوري

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

سپورټ يا ورزش د بې شمېره ګټو تر څنګ، د انسان عضلاتي مقویت او ارتجاعيت ته انکشاف ورکوي.

همدارنګه ورزش د زړه ، رګونو او تنفسي سيستمونو ته دوامداره پياوړتيا وربخــښي، يعنې د زړه ضربان او کاري ظرفيت زياتيږي او تنفسي لارې پراخيږي چې په نتيجه کې زړه او سږي د دې قابليت پيدا کوي، ترڅو خپل فعاليتونه د اوږدې مودې لپاره په ښه ډول تنظيم او اجرا کړي.

باید وویل شي چې هره ورځ حد اقل د ۳۰ دقيقو لپاره منډه وهل يو بهترين ورزش دی، همدارنګه لامبو وهل، قدم وهل، بيل وهل او داسې نور فزیکي کارونه کول د روغیتا لپاره ګټور دي.

د سپورت ترڅنګ د یوه سالم بدن لپاره د خوراک مناسب رژیم لرل ډیره اړینه خبره ده، په تیره بیا ورزشکاران باید مناسب خوراکي ژریم ولري ځکه هغوی بايد ډېره انرژي ولري، څو سپورت وکولای شي.

راځم دې ته؛ هغه کسان چې ورزش کوي باید دغه وخواړه وخوري:

۱- تازه غنم


تازه غنم ډېر مغز لرونکي ګټور مواد لري لکه B او E ویټامینونه. نو ورزشکارانو ته په کار ده چې له سپورت وروسته تازه غم وخوړي.

۲- کچالو یا الوګان


چې سپورت کوئ نو الوګان مه هېروئ، کچالو ډېر ویتامینونه، مغذي مواد او نور معدني مواد لري. تر ورزش وروسته جوش شوي کچالو او هګۍ ډېره ګټه لري.

۳- عدس


د نورو حبوبانو تر څنګه ژیړ، سپین او سره عدسونه ډېر پروتین لري. ښه ده چې دغه حبوبات تر ورزش وروسته وخوړل شي.

۴- وچه میوه

کله چې انسان ډېر ورزش وکړي، نو انرژي او معدني موادو ته یې اړتیا هم ډېرېږي. وچې میوې کولای شي چې د بدن د اړتیا وړمواد په ډېر اسانۍ پوره کړي، خو باید ډیرې و نه خوړل شي.

۵- اوبه
د ورزش پر مهال انسان ډېرې خولې کوي او د بدن اوبه له لاسه ورکوي. له دې کبله ورزشکاران باید د هر ساعت ورزش په بدل کې له نیم څخه تر یوه لیتره اوبه وڅښي.

۶- تازه ترکارۍ
خوراکي موادو د پخولو پر مهال په هغوی کې موجود ډېر ګټور مواد له منځه ځي له دې کبله د تازه سبزیجاتو خوړل ډېر اړین دي.

۷- د جرګ غوښه
د جرګ غوښته کم غوړه، خو ډېر پروتینونه لري. پروتینونه د نویو حجرو جوړولو او پخوانیو حجرو ترمیمولو په برخه کې ډېر ګټور دي.

۸- کب
کبان داسې غوړي لري چې د انسان بدن ورته اړتیا لري خو نه یې تولیدوي. له دې کبله نه یوازې ورزشکاران بلکې ټول خلک باید لږ تر لږه په اوونۍ کې یووار د کب غوښه وخوري.

۹- هګۍ
د چرګانو په هګیو کې ډېر پروتینونه موجود دي. هګۍ غوړ نه لري او کولای شي تر ورزش وروسته بدن ډیر ژر ورغوي. خو پام مو وي چې ډېرې هګۍ هم باید و نه خوړل شي، ځکه یوه هګۍ د ټولې ورځې د مصرف کلسترول تامینولی شي.

۱۰- کیله
کیلې مګنیزیم، پتاشیم او ډیر فیبرونه لري. د کیلو کاربوهیدرتونه په اسانۍ سره د هضمولو وړ دي. کیلې د ورزشکارانو د رژیم یوه ډېره مهمه برخه ده. له دې کبله د ورزش په جریان کې او یا هم تر هغه وروسته د کیلو خوړل ډیر ګټور دي.

۱۱- لبانیات


مستې او نور لبنیات په ټولیزه توګه د انسان په بدن کې کلسیم، فسفر، پتاسیم، سدیم او B ویتامینونه تامینوي. دغه مواد د هډوکو او عضلاتو په تقویه کولو کې مرسته کوي، نو ځکه د سپورت نه وروسته مستو او شېدو خوړل درنه پاتې نشي. باید وویل شي مستې او شېدې نه یوازې ورزشکارانو بلکه عادي وګړو ته ګټه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي