ټولنیز ژوند

له نورو سره د بریالۍ اړیکې ۷ رازونه

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ټول اړیکه ټینګوي، خو دا چې وپوهېږو، څنګه ښه اړیکه ټینګه کړو، مهارت ته اړتیا لرو. د دې لپاره، چې په کار او سوداګرۍ کې بریالي شو، یا د ژوند په بله برخه کې، نو باید وکولای شو، چې د اړیکو مهارتونه په ښه توګه زده کړو. د ځینې کسانو لپاره اړیکه ټینګول ډېر آسانه کار دی، ځینې په ذاتي توګه په اړیګه ټینګولو کې استادان دي او د دې کار لپاره په ځان باندې ډېر زیات باور لري، خو نور یې څنګه زده کولای شي، چې له نورو سره اړیکه ټینګه کړي؟ په دې ځای کې د بریالۍ اړیکې د رامنځته کېدو لپاره په اوو تګلارو باندې رڼا اچوو:

۱ ـــ په ځان باندې باور ولرئ:
د خلکو ښه مهارتونه په ځان باندې په بشپړ باور سره پیلېږي، کله چې کوم څوک په ځان باندې باور ولري، نو ډېر ښه معلومېږي، په ځان باندې باور د مقناطیس په څېر دی، چې نور ستاسو خواته را کاږي او چلندونه مو دا څرګندوي، چې د وخت د مصرفولو او هڅې ارزښت لرئ. کله چې د ځان په اړه ښه احساس ولرئ، په ډېره چټکه توګه له هغو کوچنیو خبرو څخه، چې له کوم چا سره یې لرئ، تېرېږئ او فرصت ستاسو په واک کې راځي، چې وکولای شئ د وخت له ضایع کېدو څخه پرته د اړیکې زړه ته لاره پیدا کړئ.

کله چې غواړئ، اغېزمنه اړیکه ولرئ، یو له مهمو قوانینو څخه، چې باید مراعت یې کړئ، دا دی، چې باید په مستقیمه توګه د مقابل لوري سترګو ته وګورئ، هغه کسان، چې په ځان باندې کافي باور نه لري، د سترګو له اړیکې څخه ډډه کوي، د سترګو له اړیکې څخه ډډه کول، د نه لېوالتیا او نه رښتینولۍ ښکارندویي کوي. کله چې دوه کسان له یو بل سره د سترګو اړیکه ټینګوي، نو اغېزمنه اړیکه را منځته کېږي، د سترګو اړیکه هغو خبرو ته هم چې کوئ یې اعتبار ور بښي.

۲ ـــ نورو ته اعتماد ور وبښئ:
ډېری کسان دا تېروتنه کوي، چې د خپل ځان په اړه ډېر زیات غږېږي، هېڅ څیز د ځان په اړه د باټو وهلو په پرتله اړیکه نه خرابوي، یوه له غوره تګلارو څخه، د دې لپاره، چې زده کړئ، له نورو څنګه اړیکه ټینګه کړئ، دا ده، د دې پرځای، چې هغوی اړ کړئ، ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي، له هغوی څخه وغواړئ، چې د ځان په اړه وغږېږي، دا کار د دې سبب ګرځي، چې مقابل لوری مو د آرامتیا او هوساینې احساس وکړي او په ځان باندې باور یې زیات شي، دغه راز داسې څه رامنځته کېږي، چې مقابل لوری مو له تاسو سره ورته چلند وکړي او خبرو ته مو غوږ ونیسي.

۳ ـــ په ډېر هنر او مهارت سره پوښتنه وکړئ:
د سکوت او خاموشۍ د قفل ماتولو لپاره، یوه تر ټولو چټکه او آسانه لاره، د هغو پوښتنو پوښتل دي، چې وکولای شو، په هو او نه سره ځواب ورکړو. د هغې پوښتنې په پوښتلو سره، چې یو ځواب او ډېرو جزئیاتو ته اړتیا ده، مقابل لوری باید لا ډېر توضیحات وړاندې کړي او هغه معلومات، چې لري یې ستاسو په واک یې درکړي. د بریالۍ اړیکې یوه بله برخه د دې زده کول دي، چې داسې پوښتنې مطرح کړئ، چې مقابل لوری فکر کولو ته اړ کړي، یو څه په بل څه پای ته رسېږي او لنډه موده کې د دواړو لورو ترمنځ کیسې یو بل ته لېږدول کېږي او د اړیکې یخ ماتېږي.

اوبه او هوا هېره کړئ او بحث له سیاست او مذهب څخه لرې کړئ، د هغو جامو په اړه خپل نظر وړاندې کړئ، کومې چې ستاسو مقابل لوري اغوستې دي، البته باید هڅه وکړئ، چې مقابل لوری مو په پوښتنو بمبار نه کړئ، که چېرې داسې وکړئ، نو دا د دې سبب ګرځي، چې مقابل لوری مو ستړی او په تکلیف شي، ژر تر ژره یې تکرار کړئ، په لوړ غږ د یوه نوم تکرارول، مرسته کوي، چې په حافظه کې مو پاتې شي، د خبرو اترو په اوږدو کې د مقابل لوري له نوم څخه ګټه واخلئ او مسکا کول مو هم هېر نه شي.

۴ ـــ دوه ځلې غوږ ونیسئ او یو ځل خبرې وکړئ:
الله (ج) د یوه دلیل له مخې تاسو ته دوه غوږونه او یوه خوله درکړې ده، دلیل یې دا دی، چې باید دوه برابر غوږ ونیسئ او یو برابر خبرې وکړئ. د خلکو د مهارتونو په تړاو، دا یانې کله چې مقابل لوری مو خبرې کوي، نو باید خپل ټول پام هغه ته ور واړوئ، نباید په دې فکر کې ډوب شئ، چې له دې وروسته به تاسو څه ووایئ، یا له دې وروسته څه پېښېږي او یا بل هر بې تړاوه او بېځایه فکر. تمرکز وکړئ، هغه معلومات، چې وړاندې کېږي، جذب او د هغه د خبرو د څارلو لپاره یوه لاره او د موضوع په تړاو یوه پوښتنه پیدا کړئ.

له کومو څیزونو سره، چې مقابل لوری مو مینه لري، لېوالتیا څرګنده کړئ او که چېرې د بحث موضوع داسې یو څه وي، چې تاسو نه پرې پوهېږئ، نو کولای شئ، له هغې څخه د خپلې ګټې لپاره کار واخلئ او د هغې موضوع په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړئ. په دې باندې اعتراف وکړئ، چې تاسو له دې موضوع سره آشنایي نه لرئ او له هغه څخه وغواړئ، چې د یادې موضوع په اړه له تاسو سره لا ډېرې خبرې وکړي. د خلکو دا خوښېږي، په کومو څیزونو باندې چې پوهېږي، له نورو سره یې شریک کړي او دا د هغوی په ځان باندې باور لا پسې زیاتوي. کله چې د مقابل لوري د خوښې وړ موضوع مو پیدا کړه، نور به هېڅ ستونزه شتون ونه لري.

۵ ـــ هر څوک چې ډېر پوه دی، نو ډېر ځواکمن دی:
بریالۍ او اغېزمنه اړیکه په علم و پوهې سره پیل شوې او پای ته رسېږي. هغه کسان، چې په سفر ځي، مطالعه کوي او د ورځې له حالاتو څخه خبر دي، نو د خبرو اترو لپاره غوره کسان دي، هرڅومره چې کوم کس له ژوند څخه ډېرې تجربې ولري، نو په ښه توګه کولای شي، له نورو سره اړیکه ټینګه کړي.

هغه کسان، چې سفر کوي، د دې وړتیا لري، چې نور خلک او فرهنګونه په غوره توګه درک کړي او هغه کسان، چې ډېره زیاته مطالعه کوي او د ټولو موضوعاتو په اړه، د بحث کولو لپاره کافي معلومات لري، نو کولای شي، چې په هر ډول خبرو اترو کې ګډون وکړي. هغه کس چې په بېلابېلو فعالیتونو کې ګډون لري، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې کولای شي، له نورو خلکو سره د ګډون ونډه پیدا کړي او خبرې اترې پیل کړي.

۶ ـــ خطره منونکي واوسئ:
د خپل ځان درنښت هم په ځان باندې د باور په مانا ده، له لېرې کېدلو او رد کېدلو سره سره د یوه شخص په درنښت کې هېڅ بدلون نه رامنځته کېږي. ډېری وخت افراد د دې لپاره، چې رد او لرې نه شي ډار لري، له فرصتونو څخه ګټه نه اخلي. رد کېدل د دې سبب ګرځي، چې افراد د حقارت احساس وکړي، په حقیقت کې رد کېدل د فرد درنښت ته بدلون نه شي ورکولای، تاسو هماغه فرد باقي پاتې کېږئ، په هماغه اندازه ارزښتمن او مهم، چې د خبرو اترو له پیل څخه مخکې وئ.

هېڅوک نه شي کولای، چې له تاسو څخه مو درنښت واخلي، یوازې خپله یاست، چې کولای شئ، دا کار ترسره کړئ. رد کېدل، ترڅو چې نه وي پېښ شوي، یو وهم او اندېښنه ده، خپل وخت ولې په دې اندېښنې سره، که چېرې داسې وشي او یا هغسې وشي، بربادوئ؟ له فرصت څخه ګټه واخلئ او د هغه څه لپاره، چې غواړئ، په هڅو لاس پورې کړئ او د اړتیا په صورت کې خطره هم نالیدلې مه نیسئ، یوازې له نورو سره د اړیکه ټینګولو یوازینۍ لار، د تمرین کولو له لارې شونې ده.

۷ ـــ لږ لږ یې پیل کړئ:
د دې زده کړه، چې څنګه له نورو انسانانو سره اړیکه ټینګه کړئ، وخت ته اړتیا لري او هرڅوک په خپلې ځانګړې چټکتیا سره پرمختګ کوي، لږ لږ یې پیل کړئ؛ هڅه وکړئ، چې هرځل یو له دې ټکو سره آشنا شئ، په پای کې، یوه ښه اړیکه په ځان باندې په بشپړ باور سره پیلېږي او دا هغه مزی دی، چې ټول څیزونه له یو بل سره نښلوي، هره آشنایي مو له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په ځان باندې باور مو زیات شي او بېلابېلې تجربې تر لاسه کړئ. د دې مهارتونو د تمرین کولو لپاره، تر ټولو غوره ځای، کار ځای دی، کله چې وکولای شئ، له خپلو همکارانو سره په آرامه او هوسا توګه خبرې وکړئ، نو هڅه وکړئ، له لوړ رتبه کسانو لکه: مدیر او رییس سره خبرې وکړئ، په لنډ وخت کې، هغه مهارتونه مو چې زده کړي دي، په تاسو کې به نفوذ وکړي، نور نو فکر کولو ته اړتیا هم نه لرئ.

هیچا نه دي ویلي، چې له خلکو سره خبرې کول، آسانه کار دی، د ځینو لپاره، د خبرو اترو د پیلولو لپاره په ځان باندې د باور زیات ول، یو ستر ګام بلل کېږي، ښایي دا د کار تر ټولو سخت او ستونزمن پړاو وي، خو که چېرې لومړی ګام مو واخیست، نو بل ګام به په ډېرې آسانۍ سره پورته کړئ. په ځان باندې باور ولرئ او په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د مقابل لوري په اندازه ارزښت لرئ.

بریالۍ او اغېزمنه اړیکه هغه مهارت دی، چې باید ټول یې ولري، ځکه د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې، پرمختګ او بریا ته د رسېدلو راز، همدا مناسبه او اغېزمنه اړیکه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران