ټولنیز ژوند زده کړې

له همدې شنبې یې پیلوم !

ژباړه: نوراحمد فضلي

‍ دا د انسانانو ترمنځ خورا یوه معمولي ځانګړنه ده چي د نن کار سبا او د سبا هغه بل سبا ته ځنډوي، که د بې پروایۍ او بې اعتنايۍ د دې پدیدې ریښې وانخیستلي سي؛ نه سو کولای دا پدیده لیري کړو.

نه علاقمندي او له نن څخه سبا ته د چارو کول د بشر د نننیو ستونزو څخه یوه ده او موږ ډېری د یادي ستونزي ښکار یوو. موږ یا خپله ددې ډلي خلکو څخه یوو یا په چاپېریال کښي د داسي کسانو سره مخامخ یوو چي بې پروا او بې اعتنا دي. ځیني وخت دې کار ته د ټنبلۍ یا بې مسئولیتۍ نوم ورکوو، خو ددې زیاتېدنه او خپرېدنه په یو لړ بېلابېلو لاملونو پوري اړه لري چي لومړی باید یاد لاملونه وپېژنو:

له ځانونو څخه دا دوه پوښتني وکړئ
ډېر وختونه داسي کیږي چي کله غواړی یو نوی کار مثلاً غذايي رژیم یا یو ورزشي فعالیت او… را پیل کړی د ځان سره ژمنه کوئ او ځان ته وخت ورکوی. د بېلګي په ډول: وایاست چي سر له سبا، یا د اونۍ د پیل سره سم او یا په دې میاشت کښي هغه کار را پیلوم. د دغسي شرایطو سره د مخامخ کېدو پر مهال وګړي باید له ځانونو څخه دوې بنسټیزي پوښتني مطرح کړي؛ لومړی دا چي آیا د بې اعتنایۍ او بې پروایۍ یا د نن و سبا کولو خاصیت زما له همېشنیو عادتونو څخه دی؟

یاني له کومه چي زما په یادیږي دا ځانګړنه زما سره ده یا لږ وخت کیږي چي په دې ډول بې اعتنایۍ اخته سوی یم؟ که په کارونو کښي ځنډ کول د کم وخت راهیسي په تاسو کښي پیدا سوی دی دا ستاسو په خټه یا مزاج پوري اړوند دي چي لیري به سي. یاني ددې احتمال لرئ چي د تېر په پرتله مو حوصله له لاسه ورکړې ده، ډېر کشمکشونه مو متحمل کړي دي یاهم و دي سي چي د ډیپرېشن ناجوړي لاندي کړي یاست او همدا لاملونه دي چي کار ته مو زړه نه کیږي؛ حوصله نه لری او د کارونو له پاره نور کسان موظفوی یا یې د نن څخه سبا ته ځنډوی.

خو که ډېر وخت کیږي چي په وجود کښي د نن څخه سبا ته کولو او بې پروایۍ ځانګړنه لری باید دې پیښې یا پدیدې ته له یوې بلي زاویې وګورئ. ځیني وختونه موږ کارونه ځکه ځنډوو چي غواړو هغوی په ډېره ښه توګه عملي کړو او دا چي فکر کوو بهترین او دقیق کار کول ډېر وخت ته اړتیا لري، نو کارونه ځنډوو. په داسي حالت کښي د ټال ورکولو دلیل ستاسو د کمال ته رسولو په ځانګړني پوري اړوند دی چي د یادي ځانګړني په وجه تاسو خوښوی چي کارونه په بهترین وخت کښي وکړی څو په ممکنه بهترین حالت کښي عملي کړل سي.

ځیني وختونه داسي هم کیږي چي د ټال ورکولو او ځنډولو دلیل د فرد وسواسي شخصیت وي. په ځانګړي ډول که د ټال ورکولو ځانګړنه له ډېر وخت څخه په فرد کښي شتون ولري دې ځانګړني ته د فرد د وسواسي شخصیت سره تړاو ورکوو. که دا بې پروایي او بې اعتنايي له خپل حد څخه واوړي؛ په فرد کښي د یوه ډول اختلال او زیان څرګندويي کوي.

ځیني خلک چي کله ځانو ته پاملرنه کوي، ګوري هغه ژور احساس او پایښت چي په دوی کښي سته تر ډېره خپګان او خوشحاله نه اوسېدل دي، ته به وايي چي په ژوند یې خوشحالي نه ده لیدلې. د دوی پر شاوخوا وګړي دوی د انسانانو د مزاج له لحاظه بې ثباته افراد بولي. دغه ډله کسان د دوی د غمګین طبیعت او مزاج په لرلو سره هم خپل کارونه د نن څخه سبا ته کوي.

د ورځنیو چارو د پلان په اړه یو بل مهم ټکی د سبانیو فعالیتونو له پاره د یوې برخي ځایول دي. غوره ده د هغو ورځنیو کارونو په پروګرام کښي چي غوره ده چي په ورځني پلان کښي هغه کارونه چي غواړی سبا یې وکړی؛ یاداښت کړی.

په یوه لاس کښي دوې هندواڼې مه اخلئ
د ورځنيو چارو په پلانولو کښي مهم ټکی دا دی چي هیڅکله دوه مهم او په عین حال کښي درانده ( د حجم له لحاظه) کارونه په یوه ورځ کښي مه پلانوئ. غوره ده چي چاري مو د دوی د سختوالي، اهمیت او بېړي پر بنسټ ووېشئ. د بېلګي په ډول: که د یوه کار عملي کول عاجل وي، باید هغه کار ته لومړیتوب ورکول سي او هغه کار چي عاجل او بېړنی نه وي؛ بل وخت ته وځنډول سي. په دې حالت کښي شوني دي یو فعالیت به د بل په نسبت ډېر مهم وي خو دا چي د وخت موضوع ډېر اهمیت لري نو لومړی باید هغه کار وسي چي د وخت له لحاظه باید ژر وکړل سي.

د فعالیتونو رش و کش مو کم کړئ
ورځنی، اوونیز او میاشتنی پلان باید په داسي بڼه طرح کړل سي چي د فعالیتونو فشار او تردد پکښي لږ وي. دې موضوع ته مو هم باید پام وي، که چیري مو په یوه خاصه ورځ کښي د یوه کار عملي کول پلان کړي وي نو حتمي باید په همدې ورځ یاد کار عملي کړئ او سبا ته یې و نه ځنډوئ. تر دې به ښه لا دا هم وي چي د یوه فعالیت وخت ته هم ټال ورنکړئ. د بېلګي په ډول: که د یوه کار عملي کول مو په سهار کښي پلان کړي وي هغه بیا ماپښین یا مازدیګر ته مه ځنډوئ.

کله چي مو په خپلو پلانونو کښي یو تغییر راوست یاد تغییر ستاسو د پلان په نورو برخو کښي هم په کار وړل کیږي او په پایله کښي پلانینګ نه سي کولای چي ستاسو د کارونو د ځنډ خنډ وګرځي.

په چارو کښي د ځنډ سره د مخامخ کېدني تکنیکونه
په بېلابېلو افرادو کښي د کارونو د ځنډ په اړه هغو توضیحاتو ته په پام سره چي وړاندي مو ذکر کړل، کولای سو چي پر بنسټ یې په چارو کښي د افرادو د بې پروايي او بې اعتنايي سبب ته هم متوجه سو. یاني کله چي د داسي کس سره مخامخ کیږو چي خپل کارونه په ځنډ سره کوي یا خپله غواړو چي په ځانونو کښي د داسي ځانګړني د لیري کولو له پاره کار وکړو، لومړی باید وګورو چي په کومه طبقه بندي کښي راځو څو پر بنسټ یې د یادي ستونزي حل را وباسو.

که د کارونو ځنډول زموږ په وجود کښي د یوه وسواس یا اختلال د شتون له وجي وي لازمه ده چي یوه ارواپوه ته مراجعه وکړو. د بې پروايۍ او بې اعتنايۍ په نورو شرایطو کښي که هم یوه متخصص ته ورسو د ستونزي لیري کېدو امکان به مو چټک وي. د کارونو ځنډولو په باره کښي چي موږ یو تکنیک په کار اچولای سو هغه لنډمهاله پلانینګ دی.

افراد د اوږدمهالو پلانونو پر ځای باید هڅه وکړي چي خپل پلان ورځ په ورځ د ځانونو له پاره ولیکي څو د هغه د کم حجم په وجه د هغه عملي کول د فرد له پاره آسان تر وي.

د ورځني پلان په ترتیبولو کښي لومړی باید ټول ضروري او مهم فعالیتونه لکه غذا خوړل، ورزش، استراحت او خوب ولیکي. تر دې وروسته دي د پلان پاته ځایونه د ورځي په هغو فعالیتونو سره ډک کړي چي غواړي همدا نن ورځ یې وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي