د افغانستان پوهنتونونه زده کړې

د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهـنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د کونړ پوهنتون چې د سیدجمال الدین افغان په نامه یادیږي، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې تاسیس شوی. پنځه پوهنځي (شرعیات، کرنه او مالداري، اقتصاد، کمپیوټرساینس، ښوونه او روزنه) لري. دغه پوهنتون ۴۵۰۰ محصلین لري چې د ۸۵ استادانو له خوا یې د تدریس چارې پرمخ بېول کېږي. دغه پوهنتون په ۱۳۹۲ لمریز کال کې لومړۍ دوره فارغین ورکړل. په لومړي سر کې دغه پوهنتون یوازې درې پوهنځي (ښوونه او روزنه، کرنه او شرعیات) درلودل. د سید جمال الدین افغان پوهنتون رییس پوهنیار میر احمد حامد وایي، اړتیاوو ته په کتو او له ډېرو هڅو وروسته پر دې وتوانېدل چې د دغه پوهنتون لپاره دوه نور پوهنځي(کمپیوټر ساینس او اقتصاد) هم منظور کړي. دی وایي، د سید جمال الدین افغان پوهنتون اوسمهال پنځه پوهنځي، شل ډیپارټمنټونه او ۴۵۰۰ محصلین لري چې په بېلا بېلو برخو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. د دغه پوهنتون د رییس په خبره تېر کال یې د ۴۵۰۰ محصلینو په ډله کې ۸۰ نجونې وې، چې ۲۵ تنه یې فارغې شوې او پاتې نورې یې لا پر زده کړو بوختې دي.

د ښاغلي حامد په خبره، د ښوونې او روزنې پوهنځی اته ډیپارټمنټونه (کیمیا، ریاضي، فزیک، تاریخ او جغرافیه، پښتو، عربي، اروا پوهنه او بیولوژي)، زراعت پوهنځی څلور ډیپارټمنټونه (اګرانومي، کرنیزه پراختیا، حیواني علوم او ځنګلونه)، اقتصاد پوهنځی دوه ډیپارټمنټونه (ملي اقتصاد او تشبثات او منجمنټ) او همدا راز کمپیوټر ساینس پوهنځی بیا دوه ډیپارټمنټونه (نېټورکېنګ او پروګرامېنګ) لري.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون اوسمهال ۸۵ استادان لري چې له دې ډلې ۵۰ تنو یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې کړې دي او ځینې نور یې لا هم پر ماسټرۍ اخیستو بوخت دي. د دغه پوهنتون رییس وایي، د دوی د پلانونو له مخې به ډېر ژر پاتې کسانو ته هم د دې زمینه برابره کړي چې په کور د ننه او یا بهر کې ماسټري وکړي. د یادونې وړ ده چې کونړ پوهنتون تر اوسه پورې کومه ښځینه استاده نه لري.

د پوهنتون ودانۍ

د سیدجمال الدین افغان پوهنتون له جوړېدو څخه تر اوسه پورې ۹ کاله تېریږي. د پوهنتون رییس وایي، د ادلونونو او بدلونونو له کبله د دوی ځینې پلانونه لا هم نه دي عملي شوي. دی وایي، موخه یې دا وه چې په دغه پوهنتون کې د طب او انجنیرۍ پوهنځي هم تاسیس کړي، خو په دې اړه یې لا هم هڅې روانې دي. ښاغلی میر احمد حامد وایي، دا چې پوهنتون ډېر ځوان دی او لا د پرمختګ په حال کې دی، نو تر اوسه پورې پکې د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته، خو د ده په خبره چې د اړینو شرایطو له پوره کولو وروسته به ارو مرو په دغه پوهنتون کې د نورو پوهنتونونو په څېر په ځینو برخو کې د ماسټرۍ زمینه برابره کړي.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون رییس وایي، دوی د افغانستان د پوهنتونونو په کچه تر ټولو فعاله او منظمه لیلیه لري چې اوسمهال پکې نږدې ۱۰۰۰ تنه محصلین ژوند کوي او د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي. د ښاغلي میر احمد حامد په خبره، هغه کسان چې په شرایطو برابر دي، خو په لیلیه کې ورته د اوسېدو امکانات نشته، هغوی ته د بانک له لارې بدل اعاشه ورکول کېږي چې د پیسو په ورکړه کې یې تر اوسه پورې هېڅ ځنډ او خنډ نه دی راغلی.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون رییس وایي، دا چې کتابتون د هر پوهنتون لپار ه خورا اړین دی، نو دوی هم هڅه کړې ده چې د پوهنتون د محصلینو او استادانو د علمي سویې لوړولو، مطالعې او څېړنې لپاره کتابتون جوړ کړي. دی وایي، که څه هم د کتابتون لپاره ځانګړې ودانۍ نه لري، خو یوه اضافي خونه یې ورته ځانګړې کړې ده چې محصلین او استادان ترې په ورځني ډول ګټه اخلي او مطالعه او څېړنه پکې کوي. دی وایي، د کونړ پوهنتون د کتابتون لپاره یې ۱۲ ام بي انټرنېټ هم برابر کړی چې پر کتابونو سربېره محصلین او استادان کولی شي په انلاین بڼه کتابونه ډانلوډ کړي.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون رییس وایي، دا چې د تدریسي ودانیو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، نو دوی خپلو محصلینو ته د ورځې په دوو وختونو کې زده کړې ورکوي چې نیمایي محصلین یې د سهار له اتو تر دوولسو بجو پورې راځي او نیمایي نور بیا د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر ۴ بجو پورې د زده کړو لپاره راځي. ښاغلی حامد وایي، د پوهنتون د استادانو لپاره یې د ترانسپورت زمینه هم برابره کړې ده تر څو وکولی شي په ټاکلي وخت د تدریس لپاره حاضر شي.

د دغه پوهنتون رییس وایي، له هغه پرمختګ سره سره چې دغه ځوان پوهنتون یې لري، تر څنګ یې ګڼې ستونزې او اړتیاوې هم لري چې باید په پام کې ونیول شي. سپورتي لوبغالي، شنه ساحه، لاربراتوارونه، تدریسي ودانۍ، جومات، د کتابتون لپاره ودانۍ او د لا ډېرو محصلینو د لیلیې لپاره ودانۍ هغه څه دي چې اوسمهال یې دغه پوهنتون نه لري. دی وایي، له افغان حکومت او لوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتنه دا ده چې له دغه پوهنتون سره په اړوندو برخو کې مرسته وکړي. دی وایي، په تېرو څو کلونو کې یې د دغه پوهنتون لپاره د طب او انجنیرۍ پوهنځیو د منظورۍ غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه پورې یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.