خواړه

د مالګینو کلچو پخول

لیکنه: الما افغان

زموږ په کورنیو کې ډیری غړي نه خوښوي چې خوږې کلچې وخوري، ځکه ځیني د خوږو کلچو خوړلو علاقه نلري، بلکې تروشې هغه خوښوي، نو ښه دی چې ورته پخې شي.

نن غواړم تاسو ته د داسې کلچو پخولو طریقه در وښیم چې د بورې پرځای پکې مالګه اضافه کړئ.

لازم مواد

۱. یو نیم ګیلاس سپین وړه

۲. یو قاشوغه پیکن پوډر

۳. غوړي د ضرورت په اندازه

۴.مالګه یوه قاشوغه

۵.میده کړي غوزان د ضرورت په اندازه

۶. بادام د ضرورت په اندازه

۷.شیدې یوه قطۍ

د جوړولو طریقه

لومړی اوړه راواخلئ او مالګه، لږه اندازه غوړي، پیکن پوډر او شیدو سره يې یو ځای لانده کړئ.

هڅه وکړئ چې اوړه نه ډیر نرم او نه ډیر کلک لانده شي، اوړو ته د شل دقیقو لپاره دمه ورکړئ.

ورورسته د شلو دقیقو دمې اوړه کوچنۍ، کوچنۍ پیړې کړئ او هر ډول ډیزاین چې غواړئ ور يې کړئ.

د ډیزاین شویو پیړو شاوخوا په میده شوو غوزانو وپوخئ او په منځ کې يې یو یو بادآم د ډیزاین په خاطر کیږدئ.

د دآش تبۍ نومې یا پتنوس راواخلۍ او المونیم کاغذ پرې هوار کړئ، کوښښ وکړئ لومړی د داش تبۍ ګرمه کړئ او وروسته په منظم شکل کلچې پکې کیږدئ او د څو دقیقو لپاره داش پسې سلو اور ولګوئ او پینځلس دقیقې ورته انتظار وباسئ. بیا یې نوش جان کړئ.

یادونه:

که په داش کې هرڅه پخوئ نو لومړی يې تبۍ توده کړئ، ځکه دا چاره مرسته کوي چې ستاسو غوړي ورپورې ونه نښلي.

بله خبره دا چې که چیرې تاسو غواړئ همدا مالګینې کلچې خوږې کړۍ نو د مالګې پرځای بوره واچوئ خو پام مو وي چې مالګه لږه او بوره ډیره استعمالیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده