کلتور او هنر

کرشمه کپور ۶ کاله وروسته بیا فلمي نړۍ ته راځي

د بالیوډ پخوانۍ اداکاره کرشمه کپور کلونه وروسته بېرته فلمي نړۍ ته د راګرځېدو پرېکړه کړېده.

په وروستیو کې د هندۍ سینما هغه ښځینه ستورې چې د ډېرو وخت راهیسې یې په فلمونو کې کار نه و کړی یو ځل بیا دغه هنر ته مخه کړې.

کرشمه کپور هم یو له ښځینؤ فلمي ستورو ده چې په وروستیو څو کلونو کې د سینما له پردې لرې پاتې شوې ده.

تازه هندۍ رسنۍ وایې چې ټاکل شوې نوموړې به کلونه وروسته یو ځل په یوه فلم کې کار وکړي.

د رسنیو د رپورونو له مخې ۶ کاله وروسته کرشمه کپور د سینما پر پردې کار کولو ته زړه ښه کړی دی.

نوموړي په تېر کې یو له ښایسته ترينو فلمي ستورو وه چې په وروستي ځل یې په ۲۰۱۲ کال کې په یوه فلم [ډینجرز عشق(Danger’s Ishq)] ښکاره شوه او له هغې وروسته یې ۶ کاله په کوم فلم کې کار ونه کړ، خو اوس یې بیا نیت کړی تر څو په یوه فلم کې چې ورته انتخاب شوی کار وکړي.

د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې، کرشمه کپور به د ایکتا کپور په پروډيوسرۍ کې جوړیدونکي فلم ویب سریز کې راښکاره شي.

کرشمه کپور په یوه مرکه کې فلمي نړۍ ته د خپل راتګ په تړاوو خبرې کولې ویلي، چې د مور مسؤلیت یې په ښه توګه اداء کړی او په دې ډېره خوشحاله هم ده.

نوموړې وایي چې د اوږد وخت لپاره د فلم نړۍ ته د راتګ نیت هم نه وه او د خپلې خوښې مناسب فلم پروژه یې هم نه وه موندلې، چې هم یې د فلم کارکوونکي او هم د فلم کیسه د دې په زړه وي.

دا وایي اوس یې نور انتظار ختم شوی او د دې د خوښې په فلم کې ورته د کار کولو نیت ورکول شوی.

نوموړې وایي، د خپل راتلوونکي فلم ویب سریز کیسې په تړاوو اوس هېڅ نه وایي، خو چې نوموړې وایي ژر ده چې فلم به یې د سینما پردې ښکلې کړي او د دې د مینوالو د ډېرې زیاتې خوښې وړ به وګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی