سینما او موسیقي

د کرینه کپور دوه کلن زوی تیمور خان یوه فلم کې په یو کروړ روپۍ لوبیږي

د بالیوډ سینما د ښکلې اداکارې کرینه کپور او مشهور فلم ستوري سیف علي خان وړوکی زوی تیمور علي خان فقط په دوه کلنۍ عمر کې د یوه فلم لپاره غوره شوی دی.

تیمور علي خان د خپل پیدایښت وروسته د خبرونو سرټکي و او په ټولنیزه مېډیا کې یې هم ویډیو ګانې خلک ډېرې خوښوي او همدا لامل دی چې د وخت په تېرېدو د هغه مینوال لا هم زیاتیږي.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، د دغه فلم جوړې ښکلی ۲ کلن زوی د مشهور فلم جوړونکي کرن جوهر په پروډکشن کې جوړېدونکي فلم لپاره غوره شوی چې د خپلې مور کرینه کپور ترڅنګ به د اکشي کمار سره په فلم کې راښکاره شي.

جیونیوز د هندي رسنیو له قوله لیکلي، چې د اکشي کمار او کرینه کپور فلم (ګوډ نیوز) لپاره یو نوي ماشوم ضرورت وه چې له ډېر تلاش وروسته تیمور خان د دغه فلم لپاره غوره شوی.

نوموړی به په دغه فلم کې اکشي کمار او کرینه کپور زوی وي.

د رپوټ له مخې تیمور علي خان رول لنډ دی چې به په کې یوازې ۱۰ دقیقي کار وکړي.

د معلوماتو له مخې، چې د تیمور علي خان د ماشوم اداکار د لومړي فلم په توګه د انتخابېدو په مقابل کې بیه یو کروړ روپۍ انتخاب شوې ده.

د یادولو ده چې فلم (ګوډ نیوز) کې د اکشي کمار، تر څنګ کې دلجیت دوسانچ، کیا ایډواني به هم راښکاره شي او دغه فلم به د روان کال په ۶ د سپتمبر د سینما پر پردو نندارې ته کېښودل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی