کلتور او هنر

د کپیل شرما تلویزوني خپرونه بیا پیل شوه؛ ډیسمبر ۲۹ مه يې لومړۍ خپرونه ده

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان د وتلي کومیډن کپیل شرما تلویزوني خپرونه The Kapil Sharma Show یو ځل بیا له سوني ټلویزون څخه پیل شوه.

د کپيل شرما دا تفریحي تلویزوني خپرونه له اوږدې مودې راهیسې بنده شوې وه. د خپرونې د ځنډ څو لاملونه وه؛ خو عمده لاملونه يې د کپيل شرما او د کومیډن مشهور ګلاټي (سونیل ګرور) ترمینځ لانجه او ورپسې د کپیل شرما ناجوړ روغتیايي وضیعت بلل شوی.

له ځنډ وروسته لومړۍ خپرونه، چې د روانې ډیسمبر په ۲۹ مه به خپره شي، پکې میلمانه رنویر سنګ، سارا علي خان او روهیت شیټي.

رنویر سنګ ویلي:

“کپیل شرما بیا راغی. تمه ده، چې دا کال به مو له خوښیو ډک وي.”

نوموړي کپيل ته په خطاب کې ویلي، “ته نه پوهیږي، چې زموږ څومره یادیدې. تاسې د میلونونو خلکو ترمینځ خوښي ویشئ او زه تمه لرم، چې تاسې په همدې ډول ادامه ورکړئ.”

سوني ټلویزون هم په خپله ټویټر پاڼه د کپیل شرما د بیا ورتګ او د کپيل شرما د خپرونې د بیا پيلیدو خبر تائید کړی.

کپيل شرما یوه اوونۍ وړاندې (ډیسمبر ۱۲مه) له خپلې پخوانې ملګرې سره واده وکړ. د لومړې خپرونې لپاره يې له واده څو ورځې وړاندې شوټینګ بشپړ کړی و.

په خپرونه کې رنویر سنګ او سارا علي خان ورسره ده. سارا علي خان د سیف علي خان لور ده، چې په هندي سینما کې يې لومړی شوټینګ سږ کال د (کیدرنات) فلم لپاره د سوشانت سینګ راجپوت سره یوځای پیل کړ؛ خو هغه فلم لږ څه وځنډیده. اوس يې د رنویر سنګ سره په (سیمبا) فلم کې کار وکړ، چې د ډیسمبر په ۲۸ مه به خپور شي.

دا د سارا علي خان لومړی فلم دی او په داسې مهال خپریږي، چې یواځې څو ورځې وړاندې (ډیسمبر ۲۱ مه) ترې د شارخ خان تر ټولو قیمتي فلم (زیرو) خپریږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین