خواړه روغه سټه

د کورکمن ۵ جالبې ګټې چې ښايي تر اوسه ترې خبر نه وۍ

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

کورکمن په چینايي، هندي او یونايي درملو کي په زیاته پیمانه کاریږي. خو اوس څېړنو ښودلې ده چي په کورکمن کي سته سرکیومن د سرطان، د بدن خارښت او د زړه مرضونو له پاره ګټور دي.

د حجرو ساتنه او حفاظت کوي
سرکیومن حجرې د خرابېدو څخه ساتي او مرضونه نه پرېږدي چي بدن ته داخل سي او فعالیت وکړي. سرکیومن سربېره پر دې چي د حجرو حفاظت کوي د انټی بیوټیک خاصیت هم لري.

د بدن خارښت کموي
کورکمن د بدن د سوزش په کمولو کي بې حده مرسته کوي او د بدن خارښت د نوو مرضونو پیل دی. په کورکمن کي سته سرکومن د حجرو ساتنه کوي او د سرطان غوندي خطرناکو مرضونو څخه یې ساتي.

کورکمن سرطاني حجرې وژني
په کورکمن کي سته سرکومن د سرطاني حجرو د جوړېدو، خپرېدو او پايښت مخنیوی کوي. سرکومن د سږو سرطان له پاره هم ګټور بلل سوی دی. یوه څېړنه چي پر حیواناتو باندي عملي سوې وه، وښودل چي سرکومن د هر ډول سرطاني حجرو د خپرېدو څخه مخنیوی کوي. نو کورکمن مو په طبیعي ډول د سرطان غوندي خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري.

کورکمن د زړه او بندونو د درد له پاره هم ښه دي
کورکمن ته د زړه ملګری هم ویلای سو. دا ځکه چي کورکمن د ویني فشار کنټرولوي، د ویني غوړ کموي او زړه روغ ساتي. په شیدو کښي د کورکمن څښل د بندونو درد آراموي.

د کورکمن چایو جوړولو طریقه
۴ ګیلاسه اوبه راواخلئ او یوه یا دوه کاچوغي کورکمن پکښي واچوئ او بیا یې د لسو دقیقو له پاره وایشوئ- وروسته ئې یوڅه یخي کړئ او بیا یې وچښئ! که چیري یې خوند ښه نه و نو کولی سئ چي یوه اندازه عسل یا شات هم پکښي واچوئ او تور مرچ وراچول هم ګټور دي.
په دوامداره توګه د کورکمن چای چښل مو د ډیرو ناروغیو څخه ژغوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي