اقتصاد

کورني مصارف ښځې ته وسپارئ!!

ښځه د کورنيو لګښتونو د مسئولې په توګه، د کورني اقتصاد د ټینګښت مهم عامل ګڼل کیږي.

په ډېری هغو کورنیو کې، چې پر ښځو بازار او دوکان ته د تګ بندیزونه نه شته، د ورځنیو توکو د پېرنې مسوولیت ښځو ته سپارل کیږي. ښځې د توکو په پېرنه کې تر نارینه وو ډېرې دقیقې او په همدغه ترڅ کې سپموونکې دي.

یو سړی پلورنځي ته ننوځي، پر هر څیز یې، چې سترګې لګیږي، پیري یې. په پلورنځي کې پر بیو ډېر نه غږیږي. کومه بیه، چې ور کول کیږي، یوازې دومره وايي، چې مراعات په کې وکړئ!!

سړی په سیمه کې پېژندل شوی. مدیر دی، رییس او یا په ورته بل پوسټ کار کوي. په قیمتونو کې له دوکاندارانو سره ډېر لږ چیړ کوي. ډېر ځله پرې د پنځو افغانیو توکی په لسو افغانیو پلورل کیږي.

ډېر نارینه ددې لپاره، چې غرور یې مات نه شي، یا دوکاندار خفه نه شي داسې څه پېري، چې هېڅ یې اړتیا نه وي. برعکس ښځې دا کار نه کوي. که د دوکاندار زړه هم وچوي، له اړتیا پرته یو څیز نه پیري.

سړی یې خپله ګټي او په مصرف کې یې هومره باک نه کوي.

ښځې د نارینه وو برعکس د توکو په پېرلو کې لازمې چنې وهي. یو جوړ بوټ، چې په ۲۵۰ افغانیو پلورل کیږي، ښځې یې پر دې بیه قناعت نه کوي. غږ کوي: « دا څومره قیمت دي»، « هغه بل دوکاندار یې په ۱۵۰ خرڅوي»، وروسته خپلخوښی قیمت ورکوي: « که په ۱۲۰ یې راکوې، اخلم یې»!!. په دا ډول بیو کې کله کله زیان هم کوي، خو ډیر ځله ګټه کوي.

د سبو او نورو ترکاریو په پېرلو کې د ښځو رول تر نارینه مهم دی. هغوی پوهیږي، چې څومره او څنګه ترکاري وپېري. هغوی د جنس او توکي په پېرلو کې خورا دقت کوي او لس ځله یې سره اړوي او را اړوي، چې څه نیمګړتیا پکې نه وي. نارینه ډیر ځله، چې توکي پیري، پوره درجن، چارک، کڅوړه او ….په دې کې ډیره برخه ضایع کیږي، خو ښځې، چې څه شی پیري اندازه او اړتیا یې په پام کې نیسي. نارینه ممکن اضافي ترکاري پر دویمه ورځ وغورځوي، خو ښځې چکني ترې جوړوي
.
د ښځو او سړیو ترمنځ یو بل فرق دادی، چې سړي ډیری ستړي او ستومانه وي. په ټوله اوونۍ کې یوه ورځ رخصتي لري او هغه په بازار کې د توکو په پیرنه تېروي. ستړیا هغوی ډیر کم دې ته اړ باسي، چې یو توکی دې درې څلور ځایه بیه کړي. ښځې، چې په کور ایسارې وي، بازار ته تګ یو ډول تفریح ګڼي او په یوه توکي پسې لس دوکانونه هم پلټي. همدا لامل دی، چې هغوی تر نارینه وو ارزانه توکي پیدا کوي.

ډیر کسان ښځې په ډیر مصرف تورنوي، خو حقیقت دادی، چې ډیر مصرف پخپله نارینه کوي.

ښځې واړه توکي پیري. د سترو توکو پیرلو ته زړه نه ښه کوي. هغوی هیڅکله هم په اتیا افغانۍ انرژي نه څښي. دوی د لسو افغانیو جوس اخلي، خو نارینه په هره پیرنه کې انرژۍ او او نور توکي پیري. نارینه میرویس میدان ته ځي او سبزي پیري. توکي یې، چې ډیر شي یو لس افغانۍ په پلاستیکي کڅوړو ورکوي، چې پکې انتقال یې کړي، خو ښځې له کوره کڅوړې وړي. هغوی، چې له کوره وځي د همدې لسو افغانیو پر سپما فکر کوي.

البته د ښځو یو مشکل محسوس دی، چې کله یوشی اخلي، د کور ټولو غړو ته یې اخلي. وریرې ته بوټان، وراره ته واسکټ، دې ته بنګړي، هغې ته جراب او…. پر دې سربېره که په لاره کې لړمون، کباب او کوم بل خوندور شی هم تر نظر ورشي اخلي یې او کور ته یې راوړي. له دې ستونزې یې ځان نه شئ خلاصولی، خو په وړو سوداوو کې د ښځې اقتصادي رول مهم دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */