کلتور او هنر

کنګانا په فلمي ډاریکټر د جنسي ځورونې تور پورې کړی

لیکنه: یاران هنر

د هندوستان د سینما مشهورې او زړورې ستورې کنګانا راناوټ په فلمي ډاریکټر ویکاس باهل د جنسي ځورونې تور پورې کړی.

له انډیا ټوډی سره کنګانا په خبرو کې ویلي، چې د (ملکه) فلم پر مهال دې ته فلمي ډاریکټر ویکاس ازار ورکړی او دې يې شرمینده کړې.

کنګانا وايي:

“کله به چې هم موږ یو بل سره ولیدل، نو د ټولنیز نزاکت له مخې موږ یو بل ته ستړې مشي کوله. هغه (ویکاس) به زه کلکه په غیږ کې ونیولم؛ خپل مخ به يې زما په غاړې پورې ومږلو. راته به يې ویلې، کنګانا، ستا د وجود په بوی مین یم. ما په ډیر زحمت د هغه له غیږې ځان خلاصوه.”

ملکه Queen فلم د کنګانا راناوټ او راج کمار ګډ فلم دی، چې ویکاس باهل ډاریکټ کړی. فلم د کنګنا یو له کامیابو فلمونو څخه ګڼل کیږي.

کنګنا وايي؛

“هغه وخت (۲۰۱۴ کال) ویکاس تازه واده کړی و. نوموړي به چې هره شپه د خپلې ښځې سره سیکس کولو، موږ ته به يې په اړه غږیدو. دا کار د هغه عادت نه بلکې مرض جوړ شوی و. کله به چې د شپې مجلس او پارټي وه، زه به وختي خپلې خونې ته تلم او ویده کیدم. دې کار باندې به يې زه سپکولم او ماته به يې ویل، چې ته د ملګرتیا جلۍ نه يې.”

د یادونې ده، چې ویکاس باهل د فانټوم په نوم د فلم جوړونې کمپنۍ شریک او کارکوونکی هم و. ددې کمپنۍ مشر انوراګ کشپ په یو ټویټ کې د فانټوم د کاروبار د جلا کیدو خبر ورکړی. د کتونکو په باور، چې د نجونو سره د ویکاس د بدتمیزۍ او ځینو نورو داخلي ستونزو له امله ددې کمپنۍ شریک باڼي سره بیل شول.

کنګنا وايي، له کله يې چې ویکاس ته د هغه بدتمیزي وریاده کړې، له دې سره خبرې نه کوي او نه يې هم دې ته د کوم فلم وړاندیز کړی.

نوموړې د ټولنې له نورو خلکو هم غوښتي، چې ددوی سره یوځای شي، او د ښځو په وړاندې تیري کوونکو ته د خپل عمل سزا ورکړي. کنګنا نارینه و ته د ډار پیغور ورکړ، چې ددوی سره د تیري کوونکو په وړاندې نه ودریږي.

د یادونې ده، چې ویکاس تازه د هرتیک روشن سوپر۳۰ فلم ډاریکت کړی، چې د کنګنا د فلم، مني کرنیکا سره به په یوه ورځ (د جنوري په ۲۵ مه) خپور شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر