ټولنیزې مسالې سیاسي شننې عمومي

د کونړ کونده‌سوار چارواکي – شهرت ننګيال

سرخط ورځپاڼه

د پېريانو، شيشکو په ليکو کې يو بل ډاروونکي مخلوق ته يې کونده‌سوار ويل، داسې ګڼل کېده که څوک څلوېښت شپې ورځې بې‌اوداسه په جنابت کې تېرې کړي، د لرګي په غټه کونده يا ټمبه له سپرېدو په هوا د الوتو تر څنګ د خارق العاده شيطاني ځواک په تر لاسه کولو پر ډېری بدو او ناوړه چارو بر لاسی کېدای شي.

جوګيانو هم د جوګ په پخولو د الوت دغسې يوه مخه موندلای شوای، زموږ په سيمه کې يو ځای ته پل‌جوګي وايي چې د وخت جوګي د څه شېبې په مخه هورې ناسته کړې وه.

د اورادو د پخولو بيا ځانګړې طريقه ده چې له امله يې پېريان د انسان تابع کېدای شوای. په ځينو عصبي ناروغانو او لېونيانو پسې ويل کېدل چې په اورادو کې د بې‌قاعده‌ګي يا بې‌احتياطي له امله دغسې يو حالت پرې راغلی چې د دغو چارو جانبي عوارض بلل کېدل.

په دې توګه څلوېښت شپې ورځې ناولتيا د شيطاني او په اوداسه څيله لګول او رياضت د رحماني قوت سرچينه بلل کېده.

ځينې زړې کلاګانې او هديرې هم درنې بلل کېدې او د پېريانو، شيشکو، او کونده‌سوارو کيسې، نکلونه پسې تړل شوي وو. موږ په ماشومتوب کې له مازديګره وروسته له دغسې ځايونو نه يوازې نه‌شوای تېرېدای، له مشرانو سره مو هم د کلمو په تکيه پل اخيست.

اوس پر ډېری دغسې کلاګانو او نړېدلو مېنو دنګې ماڼۍ درېدلې، مانا پېريان، شيشکې ټول په کډه کولو اړ شوي دي.

زموږ د لومړني ښوونځي يوازېنی چپړاسي پشو غلام جان د شيشکو، کونده‌سوارو د ډاروونکيو کيسو هغه راوي و چې په د دغسې نکلونو په تلوسه کې به يې له موږ د تفريح پر وخت له ځان سره وړې يوه څپړ ډوډۍ ووهله.

پشو غلام جان د شيشکو، کونده‌سوارو په جعلي کيسو کې ښه مهارت درلود، ده هغه تنده په ښه وړتيا را برسېره کولای شوای چې د شپې يې ورسره په مخامخېدو ترې خپل ځان ژغورلای وای.

داسې ګڼل کېده چې پر کوندو او ټمبو د سپرېدو دوران پای ته رسېدلی، سياسي، جنګي او مافيايي کونده‌سوارانو نور پر لنډکروزو پښه اړولې ده.
په دې سربېره څلوېښت ورځې څه چې يوه اوونۍ هم څوک له غسله پرته نه‌شي تېرولای. د کابل د ککړې هوا او دوړو له امله ښايي چې د ورځې يو منګی اوبه پر سر واړوي.

په يوويشتمه پېړۍ کې څوک د لاس غوټه په خوله نه پرانيزي، اوس په لوکسو، سپينو جامو او روښانه څېرو هم پر کوندو او ټمبو د سپرېدو مخه موندل کېدای شي.
ځکه خو ځينو په سوتره او او مينځلي وجود د سلف او خلف دغه اړيکه تر پخوا زياته ټينګه ساتلې، پخوا خلکو د ظاهر په پرتله د باطن پاکي پام‌وړ بلله، خو اوس د ظاهري پاکي او باطني چټلي په مټ په کوندو او چارتراشو د خپلو ناروا ګټو سفر لنډولای شي، له همدې امله کونده‌سواران خپلې جامې سوتره ساتي، هره جمعه نوکان اخلي، جومات ته ځي، خو دننه يې څوک نه ګوري چې د درغليو او فساد لوخړو تک تور ګرځولي دي. دوی دننه کونده‌سواران دي.

جنرال مشرف، نواز شريف هغه طالب باله چې ږيره يې دننه په سينه کې ختلې ده. د باطني کونده‌سوارانو د اوج و موج په زمانه کې يوه پښه پر لنډکروزر او بله پر چارتراش اړول شوې وي.

پر کونؤ د خپل ښايست اور پورې او خپلې ښکلا د کونده‌سوارو په شر اړولی دی.

که هر څو د کونړ د سرکار مخې ته د لنډکروزر ليکه غځېدلې، خو د کوندو، ټمبو او چارتراشو له سورلي زړونه نه‌شي صبرولای، ځکه خو په کونړ کې يو ځل بيا چارتراش سواران ډګر ته راوتلي. امنيه قومانداني، والي، ولايتي شورا، د ولسي جرګې وکيلان ټول پر کوندو او چارتراشو د سپرېدو هوس اخيستي دي.

کله چې سرخط پر چارتراشو د کونړ والي د سپرېدو رسوايي ته تم شو، ما ته د کونده‌سوارو هغه هيولا مخې ته ودرېده چې کلونه په کليو او بانډو کې د وېرې، ډار او نفرت سيمبول ګرځېدلی و.

د شيشکې او پېري تر څنګ کونده‌سوار هغه نامريي حقيقت ګرځېدلی و چې ځواک يې ناپاکي او ګناه ګڼل کېده، اوس دغه چټلي او ګناه د خينو دننه د ودې مخه موندلې او له دننه يې د ناپاکي او ګناه دغسې يو شيطاني ځواک چمتو کړی دی.

ولايتي شورا او په ولسي جرګه کې د کونړ استازي وايي، د کونړ د ځنګلونو مالکان دوی دي، والي دې پنځه واړه ګوتې په خوله کې نه ننباسي، والي له بلې سيمې راغلی د څو ورځو نابللی مېلمه دی، د بې‌کيفيته سړکونو او ودانيو قراردادونه يې بس دي.

والي وايي؛ له مرکزه د وهل شويو چارتراشو د لېږد حکم ده راوړی، ځکه خو بايد خپله ونډه ښه چاغه تر لاسه کړي.

د وهل شويو يا زمه کړيو چارتراشو لېږد مازې پلمه ده چې د لسم ځل له‌پاره يې د کونړ د ځنګلونو لوټ تالان ته مخه پرانيستې. لکه د زړو پيسو په سوځولو کې چې هر کال ميلياردونه افغانۍ د ځينو جېبونو ته لوېږي.

څو ورځې وړاندې د ملي اردو هغه قطعه چې د ځنګلونو په ساتنه لګېدلې وه، د ولسي جرګې د وکيل په چارتراشو بار لارۍ ودرولې. وکيل د قطعې له قوماندانه د لاريو د پرېښودو غوښتنه وکړه، د پيسو وړانديز يې ورته وکړ، خو چې و نه منل شو، ۲۴ ساعته لا وتلي نه وو چې د قطعې د قوماندان د برطرفي مکتوب له کابله کونړ ته ورسېد.

اوس به تاسې ته ثابته شوې وي چې په وردګو، لوګر، کونړ او… کې د فساد جرړې له کابله اوبه خوري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */