سپورټ نړیوال کرکټ

په څلورم پړاو پي ایس ایل کې د کولېن اېنګرام ریکارډ

د کراچۍ کېنګز لوبډلې بهرنی لوبغاړی کولېن اېنګرام د خپلې لوبډلې لپاره هېرو شو.
کولېن اېنګرام د سهیلي افریقا کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، چې سږ کال پاکستان سوپر کرکټ لیګ کې له کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېږي.

کولېن اېنګرام او په زړه پورې لوبه یې
د پي ایس ایل سیالیو پنځلسمه لوبه د کراچۍ کېنګز او د لیګ مخکښې لوبډلې کوېټې ترمنځ ترسره شوه، دا لوبه د یکشنبې په ورځ وه، سیالي داسې وه، چې کوېټې لوبډلې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره د عمر اکمل د ۵۵ منډو او د ریلي روسوو د ۴۴ منډو په مرسته ۱۸۶ منډې وکړې.

د کراچۍ لوبډلې پیل په وېکټو لوېدو وشو، بابر اعظم چې د دې لوبډلې اوپنر و په صفر د سهیل تنویر له خوا اوټ شو، کولېن منرو ده سره بل اوپنر توپ وهونکی و، چې هغه هم په ۳ منډو وسوځېد.

ون ډاون توپ وهونکی اوېس شاه په ۱۹ منډو بهر شو؛ خو ټو ډاون توپ وهونکی کولېن اېنګرام لکه د دیوال ودرېد او لوبډلې ته یې د یو اتل رول ولوباوه، هغه په ډراماتیکه توګه لوبه راواړوله او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

اېنګرام ۵۹ توپونه ولوبول او ۱۲۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې؛ نوموړي ۱۲ څلوریزې او ۸ شپږیزې ووهلې.

هغه داسې شپږیزې ووهلې، چې ځېنې له مېدانه بهر واړولې.

کراچۍ په ۱۸ اعشاریه ۴ اورونو کې د کوېټې لوبډلې هدف چېس کړ او په ۶ وېکټو یې د لیګ مخکښې لوبډلې ته ماته ورکړه.

کولېن اېنګرام لومړی توپ وهونکی شو، چې د پي ایس ایل په تاریخ کې لوړې منډې کوي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې پاکستاني کيڼ لاسي اوپنر توپ وهونکي شرجیل خان ۱۱۷ منډې کړې وې او تر دې دمه ریکارډ د هغه و؛ خو د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۲۴ نېټه دا ریکارډ کولېن اېنګرام مات کړ.

اېنګرام په ۳۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله او له هغې وروسته یې د سلیزې لپاره ملا وتړله، په راتلونکو ۱۶ توپونو یې بله نیمه سلیزه هم جوړه کړه، چې په دې ډول یې په ۵۹ توپونو ۱۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پي ایس ایل سیالۍ او د نومرو جدول
کوېټه لوبډله د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري، د دې لوبډلې لوبډلمشر پاکستانی سرفراز احمد دی، دې لوبډلې په ۵ لوبو کې ۴ ګټلي او همدا یواځېنۍ لوبه یې کراچۍ لوبډلې ته وبایلله.

پېښور زلمي لوبډله د نومرو په جدول کې دوهم ځای لري، دې لوبډلې په پنځو لوبو کې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

اسلام اباد یونایټېډ لوبډله چې تېر کال د دې سیالیو اتله پاتې شوې، د نومرو په جدول کې دریم ده، دې لوبډلې په پنځه لوبو کې درې ګټلي او دوه یې بایللي.

لاهور قلندرز لوبډله د نومرو په جدول کې څلورم ده، درې لوبې یې بایللي او دوه یې ګټلي دي.

پنځم بیا کراچۍ لوبډله ده، په پنځو لوبو کې یې دوه لوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.

او وروستۍ بیا ملتان سلطان لوبډله ده، دې لوبډلې یواځې یوه لوبه ګټلې او څلور یې بایللي دي.

د فبروري په ۲۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ اوولسمه لوبه کې لاهور او کوېټې لوبډلې لوبېږي او په همدې ورځ د لیګ په اتلسمه لوبه کې اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز لوبډلې مخ کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي