سپورټ فوټبال نړیوال کرکټ

ویرات کوهلي: له رونالډو سره مینه لرم

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

شهرت په بېلابېلو لارو او د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې تر لاسه کیږي،هدف مو د سالم شهرت تر لاسه کول دي.

ویرات کوهلي هغه نوم، چې نیږدې هر کس یې پېژني، اکثریت خلک یې مینوال دي، اما ځینې به یې له لوبې متاثر وي،خو نور یې بیا د لوبې پر وخت له سټایلونو کرکه هم لري.

دا چې هر انسان یو انتخاب (فیورېټ) لري، نو دا هم د لوستو ده، چې ویرات کوهلي څوک خوښوي او ولې؟

د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي له فیفا ډاټ کام سره په مرکه کې خپل د خوښې فوټبال لوبغاړی په ګوته کړی دی او د هغه یې ستاینه کړې ده.
کوهلي وایي:

“زما لپاره کریسټاینو رونالډو یو شخصیت دی،هغه پوره خواریکښ لوبغاړی دی،تاسو هم د ده لوبه او کار په خپله ګوری،رونالډو یو بشپړ او پوره لوبغاړی دی.”

هندی لوبډلمشر د فوټبال د نړۍ دوهم نوم هم اخلي او وایي؛ لیونل میسي هم یو غوره لوبغاړی(فوټبالر)دی،هم دا چې ایم باپي د فوټبال په ډګر غوره نوم دی.
کوهلي زیاتوي:

“زما په نظر رونالډو نور چیلېنجونه او هم لاس ته راوړنې لري،د نورو په پرتله زه د هغه لوبه بیخي په شوق ګورم،خلک هم پوهیږي،زه فکر کوم، چې هر څوک هم دومره لاس ته راوړنې نه لري.هغه یو مشر (لیډر)دی او زه ورسره مینه لرم،په وقعیت سره مینه.”

Virat-Kohli-and-Ronaldo.jpg
سره له دې،چې کوهلي د کریکټ نړۍ ستر نوم او پیاوړی لوبغاړی دی، له کریکټ وراخوا فوټبال لوبه هم پوره خوند ورکوي او دا دوهم ځل دی،چې له رونالډو سره خپله مینه ښکاره کوي.

د معلوماتو له مخې کوهلي وړاندې تر دې چې کریکټ لوبه په پلان سره مخکې یوسي، همدا فوټبال لوبه یې کوله او بیا یې مسیر کریکټ ته بدل کړ.

images.jpeg-1.jpg
ویرات کوهلي دا وخت د ویسټینډیز په سفر له هندۍ کریکټ لوبډلې سره مل او لوبډلمشر دی،چرته به چې،هند له کوربه سره درۍ شل اوریزه،درۍ یو ورځینۍ او هم دوه ټېسټ لوبې تر سره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی