سپورټ نړیوال کرکټ

له شاهد افریدي وروسته ویرات کولي ته خپلې خبرې غم شوې !

دا چې هندۍ کرکټ لوبډله د ډېسمبر په میاشت کې اسټرالیاسره لوبلړۍ لري؛ نو ویرات کولي په یو خبري کنفرانس کې خبرې کړي، چې اسټرالیا خپلو لوبغاړو ته ښه پلان ورکوي او ښه یې چمتو کوي. نو باید د هندوستان کرکټ بورډ هم ښه تیاری ونیسي او پلان ښه ترتیب کړي.

هغه د نومبر په ۱۷ مه نېټه د هندۍ لوبډلې په مشر روزونکي او غوراوي کمېټې مشر ریوي شستري نیوکې هم کړې وې.
کولي ویلي وو، چې ریوي شستري تر اوسه د لوبډلې د راتلونکو سیریزونو په اړه هیڅ پلان نه دی نیولی. ویرات کولي ریوي شستري منفي بللی و. د ویرات کولي دې څرګندونو ریوي شستري غوسه کړی هم و. په ۲۰۱۷ م کال کې هم د ویرات کولي او ریوي شستري ترمنځ لانجه پېښه شوې وه.


ویرات کولي اوس د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی.

ویرات کولي ته د یو هندي مینه وال خبرې:
کله چې ویرات کولي د انګلستان او اسټرالیا صفتونه کړي دي؛ نو یو ننداره کوونکي په واټس اپ او موبایل ورته ویلي، چې ته څنګه هندی یې؟ اوسېږې هندوستان کې او مینه اسټرالیا او انګلستان سره کوې؛ ته باید په هند کې ونه اوسېږې!
له دې وروسته د ویرات کولي دا خبرې ډنډوره شوې او د رسنیو سرلیکونه وګرځېدې. که څه هم د ویرات کولي په هکله د هندوستان کرکټ بورډ دا ادعاوې رد کړي. خو عام خلک وایي ویرات کولي باید ډېر عاجزه او نرم و اوسي.

د هندوستان د کرکټ بورډ د اجراتو کمېټې له ویرات کولي غوښتنه کړې، چې تل باید د یو ښه لوبډلمشر په توګه نرم خویه او عاجزه و اوسي. دا خبرې ویرات کولي په ممبي ښار کې کړې وې، چې اوس ترې کیسه جوړه شوې ده.

راپور خپرېدل:
په رسنیو کې د نومبر په ۱۷ مه راپور خپور شوی و، چې سرلیک یا عنوان یې داسې و.
ویرات کولي عاجزه اوسه او خپل اخلاق سم کړه!
له دې وروسته د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې د لوبډلې له اداري غړو سره ناسته وکړه او د رسنیو راپورونه یې بې اساسه وبلل.

هندوستانۍ لوبډله ډېری کورني او باندني مینه وال لري؛ دې سره ، سره ویرات کولي هم د نړۍ او هم د خپل هېواد په کچه خورا زیات مینه لري.
خو ځېنې وختونه سړی ځانته پوه نه شي او د رسنیو هغه جنجالي پوښتنه چې د یو چا خوله راسپړي او خبرې ترې وباسي؛ په درست ډول شرحه نه شي او ګونګوالی پکې موجود وي، چې بیا همدغه خبرې اترې ستونزه جوړوي.
لکه څنګه چې د ویرات کولي خبرو اوس سرخوږی جوړ کړی دی.

ویرات کولي څنګه کولای شي د خلکو انتقادونوته ځواب ووایي؟
که څه هم په ویرات کولي خپل ځېنې مینه وال د خبرو له امله په قهر دي؛ خو هغه به د اسټرالیا خلاف په درې شل اوریزه، درې یو ورځنیو او څلور ټېسټ لوبو کې خپله وړتیا وښيي او که سیریزونه وبایلي او دی هم ښه توپ وهنه ونه کړي لا به د خلکو تر پام بد شي او په هغه پسې به ملنډې زور واخلي.

تر ده وړاندې په همدغې نومبر میاشت کې شاهد افریدي په یو تلویزیوني چېنل کې د کشمیر په اړه څرګندونې کړې وې؛ هغه ویلي وو چې پاکستان خپلې څلور صوبې نه شي ساتلای نو باید کشمیر پرېږدي. چې بیا دا مسله د خلکو د انتقادونو وړ شوه او له افریدي څخه یې شرحه وغوښته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې