کلتور او هنر

ویرات کوهلي: زما میرمنې انوشکا، په زیرو کې سخت او غوره کار کړی

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلمشر او بهترینه توپ وهونکي په (زیرو) فلم کې د خپلې مېرمنې ښه کار ستایلی.

زیرو فلم د هندوستانۍ سېنما د بادشاه شاه رخ خان، کټرینا کیف انوشکا شرما ګډ فلم دی چې څو ورځې وړاندې د سېنما په پردو روښانه شوې.

په دغه فلم کې نوی والی دا دی چې انوشکا شرما په کې د یوې معلولې نجلۍ او شاه رخ خان په کې بیا د یوه ټيټ قد لرونکي سړي رول لوبولی دی.
خو د هندوستانۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په دغه فلم کې د خپلې مېرمنې انوشکا شرما رول سخت بللی او کاردګرګي یې ورته ستایلې.

د هندوستانۍ سېنما د رپوټونو له مخې، انوشکا شرما او شاه رخ خان په خپل نوي ریلیز شوي فلم کې سره یو ځل بیا جوړه راغلي، دغه نوي د سېنما په پرده روښانه شوي فلم د مینوالو د جلا جلا غبرګونونو سره مخ شوی.

ځينې د فلم د جالب والي او ښه والي کیسي کوي خو د ځينو نورو لخوا دغه فلم د نیوکو سره مخ شوی، خو د رپوټ له مخې زیرو فلم د فلم د نړۍ د کارکوونکو لخوا د نیوکو سره مخ شوی.

د فلم د لیدو وروسته هندوستان کرکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکي ویراټ کوهلي د خپلې مېرمنې انوشکا په صفت خوله پرانیستې او ویلي یې دي چې د زیرو فلم له لیدلو یې ښه خوند واخیست.

کولي زیاتوی په فلم کې ټولو کسانو ښه کار کړی خو په خبره یې چې انوشکا شرما کار ډېر د ستایلو دی ځکه چې ډېر سخت رول یې لوبولی دی.

نوموړي دغه خبرې په خپل ټوئټر اکونټ کړی.

بل لورته؛ د هندوستاني سېنما د فلم کارپوه نګارترن ادرش زیرو فلم ناکام بللی او ویلي دي چې نه دی توانېدلی مینوال په خپل لوري مات کړي او زیاته ګټه وټه وکړي.

ده زیاته کړي په رخصتیو کې یې هم هغه ډول چې تمه کېدل هاغسې بازار ونه کړ او ناکام شمېرل کیږي.

نوموړي په خپل ټوئټر اکونټ لیکلي: زیرو فلم په خپله لومړۍ ورځ ۲۰ کروړه، په دويېمه ورځ ۱۸ کروړه او په درېیمه بیا هم ۲۰ کروړه ګټلي چې مجموعي ډول یې ۵۹ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی