کلتور او هنر

انوشکا وايي، د مصروفیت له امله خپل خاوند کوهلي ته هم وخت نه ورکوم

د بالیوډ مشهوره اداکاره انوشکا شرما وایي د خپل فلمي ژوند د مصروفیت له امله نشي کولی خپل خاوند ته هم وخت ورکړي.

انوشکا شرما او ویراټ د ملګرتیا اوازې له ډېره وخته وې او څو ځله یې د ملګرتیا د اړېکې ماتېدل د رسنیو سرټکي ول خو بیا هم دواړو تېر کال واده وکړ.

تر اوسه یې د ژوند د ستونزو په تړاوو راپورونه نه دې ورکړل شوي، خو تازه هندۍ رسنۍ وایي چې انوشکا شرما ویلي د فلمي مصروفیت له امله نشي کولی حتی خپل خاوند ته هم وخت ورکړي.

د هندوستاني رسنیو د رپوټ له مخې، مشهوره فلمي ستورې انوشکا شرما د خپل نوي ژوند په تړاوو خبرو کې ویلي، چې د خپل ژوند ډېره برخه د فلم په نړۍ کې تېره کړې او لا هم نیت لري چې همدغه شان خپل فلمي سفر ته ادامه ورکړي.

نوموړې ویلي، چې د ۱۵ کالو راهیسې کار کوي او وروسته له واده به هم خپل کار ته دوام ورکړي.

دا وایي تر اوسه یې د کور د ښځې او یا کور کې د کیناستلو احساس نه دی کړی او کله به یې هم ونه وکړي.

نوموړې په مرکه کې د خپل خاوند او د هندوستان د کرکټ د ستوري ویراټ کوهلي په تړاوو ویلي چې د مسلسل کار کولو او فلمي مصروفیت له امله یې هغه ته هم په زیات وخت ورکولو نه ده توانېدلې.

انوشکا شرما په داسې حال کې دا خبرې کوي چې تازه یې د یوه داسې فلم ټریلرز خپور شوی چې یې په کې د کور د مېرمنې په توګه رول ادا کړی.

دغه فلم [ Sui Dhaaga(سوئی دهاګه)] نومیږي چې د انوشکا شرما سره پکې مرکزي رول د هندوستان تکړه اداکار ورن دهون لوبولی.

ټاکل شوې همدغه فلم چې انوشکا په کې د کور مېرمن ده، سپټمبر د میاشتې په ۲۸ نېټه د سینما په پرده خپور شي.

د یادولو ده چې انوشکا شرما په یوه بل فلم (زيرو) کې چې تازه یې د شوټینګ ( صحنو ډکولو) چارې ختمې شوي.

په همدغه فلم کې د دغه فلمي ستورې سره د بالیوډ کینک خان یا شارخ خان کار کړي او ټاکل شوې همدغه (Zero) فلم به د ډسمبر د میاشتې په ۲۱ نېټه د سینما په پردو روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی