ادبیات ټولنیز ژوند کلتور او هنر

کوه قاف

لیکنه: یاران هنر

ليکوال: محمد ياسين اديب

قاف د يوه غره نوم دی، خو دا غره له نورو غرونو سره ډېر توپير لري. کولی شو ووايو چې د قاف غره د نورو وړو غرونو مور ګڼل کيږي.

د دغه غره د موقيعت په هکله راغلي، چې د نړئ په اخری سرحد کې چې « له هغه اخوا نور هېڅ نه دي او د نړۍ اخر دی» پروت دی يعنی قاف د دنيا په پای کې پروت دی.

وايي ددې غره لوړوالی دومره ده، چې د انسان د ونې په اندازه پاس اسمان دی. يعنی دومره لوړه ده چې که د دې غره د پاسه انسان ودريږي؛ نو کولای شي په خپلو لاسونو اسمان لمس کړي. د قاف غره له نورو ټولو غرونو څخه لوړه ده او ټوله نړۍ يې په خپله محوطه کې رانيولې او د خاورينې نړۍ څخه راچاپېر شوی غر دی.

ټول غرونه معمولا له ډبرو جوړ وي، خو د دې غره په اړه ويل کيږي، چې له زمرود «يو ډول لوړ بيه ډبره ده» جوړ دی، چې قاف ته يې زرغون رنګ ورکړی دی او شاوخوا يې اوبه ولاړې دي. د اسمان شينوالی هم د همدې غره له اغيزې دی. په اصل کې اسمان سپين رنګ لري، کله چې د قاف سيوری پرې لويږي؛ نو اسمان هم شين ښکاری. استاد غضنفر پخپل کتاب ( جادوګر هنر) کې راوړي دي( بله خبره چې د قاف د غره په اړه مشهوره ده هغه دا چې لمر هم له همدې غره طلوع کوي او بېرته غروب کوي.)

ايا په دې غره کې څوک اوسيږي؟
د دې پوښتنې ځواب موږ ته پخوانۍ افسانې او کيسې راکوي او وايي، چې د قاف په غره کې ديوان او پيريان اوسيږي او د يو بل روايت له مخې ويل کيږي، چې د عنقا په نامه يو مرغه چې بل نوم يې (سيمرغ) دی هم په دې غره کې اوسيږي. د سیمرغ مرغه په اړه عطار په خپل منطق الطير کې چې د جادوګر هنر ليکوال يې نقل کړی دی وايي:
عطار د هدهد( ملاچرګک) له قوله وايي:
هست مارا پادشاهې بې خلاف
در پس کوهې که هست آن کوه قاف

نام او سیمرغ سلطان طيور
عنقا د نورو الوتونکو پادشاه ګڼل کيږي او وايي، چې نور الوتونکي ده ته نه شي رسیدلای اما هغه موږ وينې او موږ ته نږدې دي.

په پښتو او د نورو ژبو په ادبياتو کې د قاف نوم په صراحت سره ليدلی شو. شاعران زياتره وخت په تخيل کې دومره پرمختګ کوي، چې ان د خپلې محبوبې حسن د قاف غره له ښاپېريو سره تشبیه کوي او معمولا قاف د ښکلو د ټاټوبي په حيث يادوي. په د غو شاعرانو کې يوهم علم ګل سحر دی چې د قاف غره يې په خپل کلام کې ياد کړي دي په يو نظم کې وايي:
د کوه قاف ښکلې مې وليدلې
خو ستا جلوې نه وې په کې

شاعر په خيال کې دومره لوړ پرواز کوي، د دې له پاره چې د خپلې محبوبې ښایست ورته وښيي کوه قاف ته ځي او د هغه ځای ښکلي ګوري، چې د هغوی ښایست هم د ده محبوبې ته نه رسیږي. د کوه قاف ښاپېرۍ د ښايست سمبول دی.

يو بل بیت کې هم شاعر د خپلې محبوبې ښايست د کوه قاف له ښاپيريو سره يوشان ګڼي او وايي:
ستا د حسن به څه وايم که کوه قاف ته چېرته لاړې
دا مې واوره درسره به ښاپيري کور ته راځي

داسې نور شاعران هم شته چې د قاف د پيريانو او ښاپېريو يادونه يې پخپلو اشعارو کې کړي دي.

د قاف د ديوانو په اړه په افسانو او اسطورو کې ډېرې کیسې راغلي او دا يې انځور کړي دي، چې د قاف د غره ديوان څومره داړونکي او خطرناکې دي. که د کومې کیسي اتل وغواړي، چې له کوه قافه ښاپېرۍ راولي؛ نو دی بايد له ديوانو سره مبارزه وکړي.

د کوه قاف په اړه بله مشهور خبره داده چې د حيات چينه هم دغه غره کې موقيعت لري، خضر (ع) چې له دغې چینې نه اوبه څښلي دي او تل پاتې ژوند يې په برخه شوې ده.

د ذوالقرنين پيغمبر په اړه هم راغلي دي، چې کوه قاف ته تللی و او معجزه يې وه ، چې غر د الله په قدرت له ذوالقرنين سره په خبرو راغلی و. غر ذوالقرنين ته وويلې چې زه له خاورينې دنيا راتاو يم او دا نور غرونه زما رګونه دي او چې کله خدای وغواړي چېرته زلزله وکړي، زه په هغه ځای کې خپل يو رګ خوځوم ( جادوګر هنر)

د بلخ مولانا ويلي دي:
رفت ذوالقرنين سوی کوه قاف
دید او را کز زمرد بود صاف

د منځنيو پېړيوپه حماسو او رومانونو کې د اتلانو په اړه ويل شوي دي چې د هغو رومانونو اتلان به دومره قوي او زورور وو، چې د قاف له غره نه به يې ښاپېرۍ له ځانه سره راوستلی شوای. د قاف له غره د ښاپېرۍ راوستل يو نا اشنا کار دی؛ خو د دغو اتلانو د زړورتوب د ثبوت له پاره دغسې يادونې کړي دي، چې دومره لرې ځای چې د دنیا اخر دی او د ديوانو د اوسېدو ځای دی، تګ او له هغه ځای نه د ښاپېرۍ راوستل د لوستونکو ذهن کې له وېرې سره زور او قوت هم د اتل له پاره انځورول.

قاف په نړۍ کې تر ټولو لوړ غر دی، او وايي د دنيا په اخر سر کې پروت دی، دغه غره کې دېوان او پيريان اوسيږي. په افسانو، کيسو او زياتره شعرونو کې د دې غره يادونه په ډېر صراحت سره ليدلی شو. ښکلي دې خوشحاله وي چې د قاف له ښاپېريو سره تشبيه شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر