له نړۍ

اکرایني سړي په خپلو غاښونو ۶۷۷ ټنه وزن لرونکي کښتۍ کش کړه !

یوه اکرایني سړي د ۶۷۷ ټنه مال څخه بار کښتۍ په خپلو قوي او مظبوتو غاښونو باندې په لسګونه فوټه کش کړې.

دغه اکرایني سړي خپل دا کارنامه په د ریکاډونو په نړیوال کتاب کې هم ثبته کړې.

نړیوالې رسنۍ وایي، دا سړی اسکیویچ نومیږي او ۴۰ کاله عمر لري، نوموړي په داسې مهال دغه د دروند وزن لرونکې کښتۍ په خپلو غاښونو کش کړې چې په زیاته اندازه خلکو د دغه جالب منظر ننداره کوله.

د رپوټ له مخې، اسکیویچ د ۶۷۷ ټنه مال څخه بار کښتۍ په خپلو مظبوتو غاښونو باندې ۵۲ فټه کش کړې او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی.

د اکراین حکومت د اسکیویچ د دغه ریکارډ جوړولو په مقابل کې هغه تقدیر کړی او دغه کارنامه یې ستایلې.

۴۰ کلن اسکیویچ د ریکارډونو په نړیوال ریکارډ ګنیز بک اف ورلډ د خپل دغه عمل د ثبتولو لپاره زیاته خوارې کړې وه او بلاخره وتوانېده څو په ډېر کوښښ سره دغه کامیابي تر لاسه کړي او خپلې موخې ته ورسیږي.

تر دې وړاندې یې د ۲۱،۵ ټن وزن لرونکي ټرام ۲۲،۳ فټه کش کړی، خو اوس یې د هانا پیئو هغه ریکارډ هم مات کړ چې په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې یې جوړ کړی و.

اسکیویچ یاده کامیابي خپل مور او پلار ته ډالۍ کړې او د هغوی په نوم یې کړې ده ویلي یې دي چې د هانا پيئو د ریکارډ ماتول یې یو خوب وه چې اوس پوره شو خو د دې لپاره یې زیاته خواري کړې وه او ستړیاوې یې لېدلې وې.

د یادولو ده چې هانا پيئو په نوم کس په کال ۲۰۰۱مېلادي کې ۶۳۵ ټنه مال لرونکې کښتۍ ۵۰ فټه کش کړې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی