ټولنیز ژوند ژوند بڼه

پاچا او ترکاڼ – له پنده ډکیسه

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

پاچا خپل ترکاڼ ته وویل: سبا دې په دار ځړوم، ترکاڼ ونه شو کولای، چې هغه شپه ویده شي.

مېرمنې یې وویل: د نورو شپو په څېر ویده شه، الله (ج) یو دی او پرانیستې دروازې یې ډېرې : د مېرمنې خبرې یې سکون او آرامتیا ور وبښله، سترګې یې درندې شوې او ویده شو.

سبا سهار یې د سر تېرو د پښو غږونه واورېدل، په څېره کې یې له ډېرې وارخطایۍ بدلون را منځته شو او په ناهیلۍ، پښېمانۍ او افسوس یې خپلې مېرمنې ته وکتل او وې ویل: په تا باندې مې باور وکړ، په رېږدېدلو لاسونو یې دروازه پرانیستله او خپل لاسونه یې مخکې کړل، ترڅو سرتېري زولنې ور واچوي، دوو سرتېرو په حیرانتیا وویل: پاچا مړ شوی او له تا څخه غواړو، چې تابوت ورته جوړ کړې، د ترکاڼ په څېره کې له ورایه خوشالي ولیدل شوه او د بښنې غوښتلو په انداز یې خپلې مېرمنې ته وکتل، مېرمن یې مسکۍ شوه او وې ویل: د هرې شپې په څېر آرامه ویده شه، ځکه الله (ج) یو او خلاصې دروازې یې ډېرې دي.

عزت او سرلوړي یوازې په الله (ج) پورې تړاو لري. که چېرې موږ په خپل برخلیک کې له پټو رازونو څخه خبر وای، نو ټولې بدمرغۍ او مصیبتونه به زموږ لپاره آسانه شوي وو.

ولې خوشاله ونه اوسم، الله (ج) ډېر زیات مهربان دی.

کومه دروازه، چې بنده یې وتړي، بله دروازه خلاصه ده .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل