بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

 د مهربان اوسېدو ۱۰ قانع کوونکي دليلونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

تر ټولو دمخه د ځمکي د کرې پر مخ چي موږ له خورا زیاتو مهربانو اشخاصو سره مخامخېږو، هغوی زموږ مېندي دي. مېندي دي چي خپلو اولادو ته د مهربان اوسېدو زدکړه ورکوي چي له ژونده لا زیات خوند واخلي. خو د وخت په تېرېدو سره، ځیني وختونه زموږ هېرېږي چي باید مهربان اوسو او هومره په خپل کاري چاپېریال کي بوختېږو چي نور د لوړ عمر کسانو په منځ کي مهربان اوسېدو ته ځای نه پاتېږي. د څېړونکو وروستیو څېړونو ښودلي دي چي مهربان اوسېدل د صحت او سلامتۍ باعث کېږي.

مهربان اوسېدل کوم سخت او ستونزمن کار نه دئ د پیل له پاره ئې غوره ده چي کله د نورو سره مخامخ کېږئ، موسکا وکړئ او په ورین تندي ورسره خبري وکړئ. دوستانه او صمیمانه سلوک وکړئ، له ستونزو ئې خبر سئ او کوښښ وکړئ چي درک ئې کړئ او احساساتو ته ئې توجه وکړئ.

که مو خوښېږي چي یو مهربان انسان اوسئ او ټول مو په دې لقب وپېژني او درسره مینه ولري لطفاً لاندي ۱۰ خبري عملي کړئ:

۱ـ همېشه موسکا ولرئ او کوښښ وکړئ چي عصباني نه سئ.

۲ـ د نورو په مخ کي د یو چا غیبت مه کوئ.

۳ـ یوازي ځان ته خبري مه کوئ او په لوړ ږغ مجلس وکړئ او نور هم پرېږدئ چي خبري وکړي.

۴ـ د ملګرو او آشنایانو زېږېدکلیزي مو درسره یاداښت کړئ او د زېږدو د ورځي مبارکي ورکړئ. دا کار خورا فوق العاده اغېز لري.

۵ـ ملګرو او دوستانو ته مو وواياست چي هر وخت درته ښکلي ایسي او د هغوی ښېګڼي ور وښياست.

۶ـ د هیچا په مخ کي هم خپله غُسه او غم مه ښکاره کوئ. خلک خپله خورا زیات دردونه لري د نورو د درد اورېدو حوصله نه لري.

۷ـ فعاله غوږ نیوونکي اوسئ، د خپلو ملګرو د زړه دردونو ته مو غوږ ونیسئ خو ځان پکښي مه راچاپېروئ.

۸ـ همېشه خوش طبیعته اوسئ.

۹ـ خپلو موخو ته د رسېدو له پاره هڅي وکړئ، هغوی چي خپلو موخو ته رسېږي بریالي کسان دي او ټول د بریالیو انسانانو سره مینه لري.

۱۰ـ شوخ طبیعته اوسئ خو له ناخوښو او خپه کوونکو کلماتو استفاده مه کوئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي