خوندیتوب کورنی ژوند

ماشومان اوبو ته نژدې څنګه له ډوبیدو خوندي وساتئ؟

لیکنه: ياران

 

د افغانستان په شمول په نړۍ کې د ماشومانو په حادثاتي مړینو کې په اوبو کې لاهو کیدل یا ډوبیدل، د دوی د مړینو یو لوی سبب دی. ښايي میندو پلرونو ته دا خبره مهمه ښکاره نه شي خو که په کور کې د حمام د ټب یا د اوبو د لوی تشت شا او خوا هم د ماشوم لپاره د خوندیتوب د تدابیرو غم ونه خوړل شي، خدای مه کړه د ماشوم لپاره په یوې ناوړې حادثې تمامیدلی شي.

د ژوند له خطر ور اخوا کې د اوبو، سیندونو، نهرونو، ویالو، ډنډونو او د لامبو د معاصرو حوضونو شا او خوا د کوچنیانو خوندیتوب ته پام ونه شي، ددوی د سخت ټپي کیدو، په ککړو اوبو د ناروغه کیدو او نور خطرونه ورسره ملګري دي.

نو میندو پلرونه ته پکار ده چې کله یې ماشومان اوبو ته نژدې کیږي دوی باید پرې خبر او د خوندیتوب لپاره یې تدابیر نیولې وي.

له اوبو څخه د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې دې څو ټکیو ته پام پکار دی.

ممکن خطرونه وپیژنئ

دا یوازې د لامبو حوضونه یا د سیندونو غاړي نه دي چې تاسو باید په کې د خپلو ماشومانو د خوندیتوب خیال وساتئ. په کور کې د حمام ټب یا یو لوی تشت او یا له اوبو یو ډک ستل او یا د اوبو ډک بیلر، یوه څپانده ویاله، د باران د اوبو له کبله جوړ شوی ډنډ، په باراني موسم په کوڅه کې راوتلې اوبه او ګڼ نور موارد شته چې په کې اوبه د ماشومانو روغتیا او ان ژوند ګواښلی شي.

په خپل کور کې په لویو لوښو کې داسې اوبه مه ساتۍ چې د ماشومانو د خوندیتوب تدابیر مو ورته مخکې له مخې نه وي سنجولی. همدارنګه د نورو مواردو په اړه هم تل باخبره اوسئ.

تل ماشومان تر نظر لاندې ساتئ په ځانګړې توګه اوبو ته نژدې

هیڅکله ماشوم له څارنې پرته اوبو ته نژدې مه پریږدئ. ان که ستاسو ورته پام هم وي هڅه مه کوئ چې ډیر اوبو ته څیرمه ولاړ شئ. ماشوم د سترګو په رپ کې ډیر څه کولی شي.

په نړۍ کې د لامبو په عصري حوضونو کې له همدې کبله تل یو ژوند ژغورنکی ( لایف ګارډ) ټاکلی وي څو تل پر حوض نظر وساتي او په کې د ماشومانو د ډوبیدو مخه ونیسي. هلته چې دا ژوند ژغورنکي نه شته تاسو خپله د خپلو ماشومانو د مصونیت مسول یئ. کله چې هم ستاسو ماشومان اوبو ته نژدې وي، ډاډمنه کړئ چې تاسو ورسره بیخي څنګ په څنګ اوسئ. او تل دې ته چمتو اوسئ چې په بیړنۍ حالت کې که ماشوم اوبو خواته ځي یا اوبو ته غورځیږي څه کوئ. هڅه وکړئ ټول پام مو ماشوم ته وي په موبایل یا بل څه کې ځان مه بوختوئ.

د باران، سیل او نورو اوبو په اړه ماشومان پوه کړئ

ماشومان پوه کړئ چې په کوڅه کې روانې د باران اوبه، د سیل اوبه او ککړ ډنډونه له میکروبونو ډک دي او په کې ګرځيدل، غورځیدل، منډې او ساعت تیري، په ډوبیدو سربیره په ګڼو میکروبي او جلدي ناروغیو د اخته کیدو سبب کیږي. ماشومانو مه پریږدئ چې د باران، سیل او د کوڅې او کور په نورو چټلو اوبو کې لوبې وکړئ. په نرمه یې منعه کړئ. او په کوم مثبته لوبه یې یا بل څه یې بوخت وساتئ.

په لومړنیو مرستو ځان پوه کړئ

لومړنیو طبي مرستو باندې پوهیدل د هر چا لپاره اړین دي. ډوبیدونکي کس ته د څارد، اوږدې لښتې، پړې، هوا لرونکي ټیوب او نورو داسې وسایل په ور رسولو او ورغورځولو هغه سره مرسته کولی شئ. خو ډاډمنه کړئ چې خپل خوندیتوب په خطر کې وانه چوئ، که خپله مو لامبو نه وي زده نو که اوبه ډیرې وي په ډوبیدونکي کس پسې ټوپ مه وهئ، ځکه په دې صورت کې تاسو نه یوازې مرسته نه شئ کولی بلکې خپل ژوند هم خطر کې اچوئ.

هغه کسان چې له ډوبیدو وروسته ، وژغورل شي او د اوبو خوندي غاړې ته یوړل شي نو پر نس یې فشار راوړئ چې مرۍ او نس کې تللې اوبه یې له مرۍ ووځي او ساه واخیستلی شي.

ماشوم سره اصول وټاکئ

رډیکا کانواکر د کور یوه میرمن او یوه مور ده چې درې کلن زوی لري. هغه وايي، کله هم چې داسې کوم ځای ته ځي چې ورڅیرمه ولاړې یا روانې اوبه وي، نو خپل ماشوم سره مخکې له مخې درې اصول ټاکي. هیڅکله به اوبو ته نه نژدې کیږې! بل څوک به اوبو ته نه ټیله کوې! زما له سترګو به نه ورکیږي!

کله چې ته په اصولو کلک یې نوې د پېښو د رامنځ ته کیدو احتمال تر ډیره راکمیږي.

د خوندیتوب جاکټونه واخلئ

هغه کورنۍ چې د سیندنو غاړو ته د میلې، چکر او یا کار لپاره له خپلو ماشومانو سره ځي. یا خپل ماشومان لامبو ته بیايي ورته ښه ده چې د ماشومانو لپاره له بازاره په اوبو کې د خوندیتوب ځانګړې جاکټونه واخلي. دا جاکټونه په اوبو کې یا اوبو ته څیرمه ماشوم ته واغوندۍ چې په اوبو کې د ډوبیدو په مخنیوي کې ډیره مرسته کوي.

ماشومان پوه کړئ

اوبو ته څیرمه ځایونو کې ماشومان د شا او خوا په اړه پوه کړئ او د خطر ځایونه ور وښيئ. که په حوض کې یې لامبو ته بیایئ د حوض ډوب، او ناډوب ځایونه او همدارنګه خطرناک او هغه ځایونه چې ستاسو د ماشوم لپاره بې خطره وي وروښيئ.

که کور مو د سیند ، نهر، ویالې یا د اوبو ډنډ ته نژدې وي، له ماشومانو سره یې په اړه پرلپسې د ډوبیدو د خطر په اړه خبرې وکړئ او هغوۍ سره اوبو ته د نه نژدې کیدو ټاکلي او نه ماتیدونکي اصول وټاکئ. همدارنګه میندې پلرونه باید ماشومانو ته وروښيي چې اوبو نه نژدې ځان څنګه خوندي ساتلی شي. هغوی ته وښيئ چې څنګه یو بل وڅاري او د خطر پر مهال څه وکړي؟

ایا پوهیږئ؟

څیړنې ښيي هغه ماشومان چې د لامبو رسمي روزنه ورکړل شوي، د ډوبیدو خطر یې ډیر کم دی. خو دا لامبو روزنه باید ماشومانو ته د مسلکي روزونکي له خوا ورکړل شي او په دې خطرناکه چاره کې هر عام سړی ماشوم نه شي روزلی او که هڅه وکړي خطرناک کار دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران