روغه سټه ژوند او ژواک کورنی ژوند

خپل ماشومان څنګه په خبرو راولئ؟!

ژباړه: شاهین
د ماشوم په پالنه کې د مور او پلار رول پرته له شکه چې ډیر مهم دی؛ خو ماشوم ته خبرې ورزده کول يې یوه له اساسې دندو څخه ده.

ماشوم سره خبرې کول هغه سره مرسته کوي، څو ژر په خبرو راشي او د کلماتو زخیره يې ډیره شي.

هغه ماشومان چې زر خبرې نه کوي په وړکتون او لومړیو ټولګیو د خپل ښونکي او ټولګیوالو سره په پوهاوي کې ستونزې لري او دا یې بیا تر ځوانۍ پورې زده کړې اغیزمینوي.

موږ په دې لیکنه کې تاسې ته (۶) لارې چارې درښایو، څو تاسې سره مرسته وکړي، چې ماشومان مو ژر په خبرو راشي.

۱ـ ډیر اوریدل ورزده کړئ.

له هر څه وړاندې خپلو ماشومانو ته د ډیرو اوریدلو اجازه ورکړئ. هغوې ته داسې زمینه برابره کړئ، چې هغوې وتوانیږي، ډیر څه واوري. څومره چې ستاسې ماشومان اوري، هومره ډیر زده کوي.

۲ـ کتابونه ورته ولولئ.
خپلو ماشومانو ته څومره چې ژر کولای شئ، هومره ژر ورته کتاب لوستل شروع کړئ. کوښښ وکړئ، له تصویري کتابونو يې ورته پیل کړئ او بیا ورور د کیسو په لوري ورشئ.

کتاب لوستل د ماشوم د لغاتو ذخیره زیاتوي، چې ورسره ماشوم ژر او په منظم ډول په خبرو راځي.

۳ـ څومره چې کولای شئ، ورسره وغږیږئ.

خپلو ماشومانو ته کافي وخت ورکړئ او ورسره وغږیږئ. ماشومانو سره خبرې کول د هغوې د خبرو کولو ځواک ډیروي. کله چې تاسې خبرې کوئ، ستاسې ماشومان په اتومات ډول د خبرو کولو مرستندویه کلمات جذبوي.

۴ـ د خپل ماشوم دلچسپې ولټوئ.
پیدا کړئ، چې ستاسې ماشومام د څه شي سره ډيره مینه لري. د مثال په ډول، که چیرې هغه د کتاب سره مینه لري، له کتاب سره يې بوخت کړئ او تاسې ورته د هماغې په باره کې مالومات ورکړئ که له لوبو سره مینه لري هڅه وکړئ داسې لوبې ورسره وکړئ چې هغې کې خبرې د لوبې یوه برخه وي. کوښښ وکړئ، چې خپل ماشومان تشویق کړئ، چې د خپلې خوښې څیز په باره کې ډیرې پوښتنې وکړي. تاسې هم ورته په جزیاتو سره ځوابونه ورکړئ.
۵ـ ماشوم ته د ټلویزون لیدل کم کړئ.
که تاسې په دې تمه يې، چې ممکن ستاسې ماشومان له ټلویزون څخه خبرې زده کړي، نو دايې ښه لاره نه ده. ځکه په ټلویزون کې شته کرکټرونه ستاسې د ماشوم له ‌‌ذوق او دلچسپۍ سره سم نه غږیږي. کوښښ وکړئ، خپل ماشوم سره په مستقیم ډول خبرې وکړئ.

۶ـ د خپل ماشوم د غوږنو خیال وساتئ.

ډاډمنه کړئ چې ماشوم مو په اوریدو کې ستونزه نه لري. که ستاسې ماشوم د غوږنو څخه شکایت کوي، غوره ده، چې په وخت يې غلاج وکړئ. ځکه څومره چې ستاسې د ماشوم د غوږونو مشکل دوام مومي، هومره د خبرو په زده کولو کې ځنډ رامینځ ته کیږي.

د خپل ماشومانو خیال وساتئ. هغوې ته سمه روزنه ورکړئ او د هغوې ته په خبرو ورزده کولو کې خپل وخت او انرژي ولګوئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */