untitled

د نومبر لومړۍ نیټه د غزل د شاهنشاه خیال محمد اونۍ لمانځل کیږي

په پېښور کې میشت فرهنګیانو پتیلې ده چې د نوموبر په لومړۍ نیټه د پښتو موسیقۍ او غزل د شاهنشاه استاد خیال محمد اونۍ ولمانځي .

ددې اونۍ تنظیمونکو لومړۍ غوښتل چې دا اونۍ په پېښور او نورو پښتنو سیمو کې د درې ورځو په مخه په غونډو کنسرټونو او د موسیقۍ په محفلونو ولمانځل شي خو وروسته ځینې ستونزې ددې سبب شوي چې یوازې یوه ورځ په پېښور کې په ځانګړو مراسمو استاد خیال محمد اونۍ ولمانځل شي .

په پېښور کې ددې اونۍ تنظیمونکي ژورنالیست او لیکوال فاروق فراق په دې اړه وايي :

” زما ګرانو پښتنو ملګرو څلیریشتم اکتوبر څخه مو د پښتو د ستر هنرمند شنهنشاه غزل استاذ خیال محمد اوونۍ اعلان کړې وه اؤ پائیلې مو وه چې د لراؤ بر ټول پښتانه به په څلیریشتم اکتوبر پیښور ته راټولوؤ خو متاسفانه چې د خپلو وروڼو رابللو ته هاغه چا پرې نښودم چې زمونږ یووالی پرې بد لګي ، د پروګرام په راجوړولو کې یې راته ډیر مشکلات راولاړ کړل ، خو د ډیر زړه چاودون اؤ ستړو نه وروستو مو پریکړه په دې وکړه چې اوس به پیښور کې د نومبر په لمړۍ نیټه د دریوؤ ورځو پځایې د یوې ورځې ښه لویې سیمینار په خیال محمد استاد کوؤ اؤ د شپې به نشترهال کې د موسیقۍ محفل راجوړو ، د پروګرام نیټه مو ځکه یوه اوونۍ په شا بوتله چې دغو خلکو هیڅ تیارۍ ته نه وؤ پریښي ، اوس به دې یوه اوونۍ کې کخیري ټول کار راټوولو ،د یو پښتون په توګه راته ځان ملامته هم ښکاري چې په دغه پروګرام ته به د خپل لویې کور وروڼه راونه غوښتی شم ، خو دخپلو ټولو روڼو نه مې خواهش دی چې د لمړي نومبر نه د خپل وس مطابق پخپلو خپلو سیمو کې د خیال اوونۍ ونمانځي اؤ زمونږ د یووالي په مخکې خنډانو راپورته کوونکو ته په چغه ووایي چې. “

 

ښاغلي فراق چې د استاد خیال محمد په نوم یې ددې اونۍ د تنظیمولو نوښت کړی پر خپله فیسبوک پاڼه زیاته کړې :

” دا هر ورځ چې ویر کوؤ ، ژړاګانې اؤ ماتم کوؤ ، جنازې سمبالوؤ ، پخپل حالت ژاړو، د دښمن په دسیسو فریادونه کوؤ ، د خپل قام په بې علمۍ اؤ بې اتفاقۍ اوښکې توئیوؤ خو راځئ کنه چې د نومبر د لمړۍ نیټې نیټې نه لږې خوشحالۍ هم وکړو ، د خیال محمد استاد د اوونۍ په ویاړ به خپلو خپلو سیمو کې غونډې اؤ محفلونه راجوړ کړو ، سندر غاړي به ورته راوغواړو هغوئ به راته د استاد خیال محمد خوږې خوږې سندرې اؤ غزلې ووایي ، دانشوران اؤ شاعران به راوغواړو هغوئ به مو د خپلو اتلانو د تاریخ نه خبر کړي ، شاعران به راوغواړو هغوئ به راته د مینې نغمې، د ورورولۍ اؤ امن درس راکړي ، مړو راځئ یارانو دښمنان خو راباندې خوشحالۍ هسې هم نه پیرزو کوي مونږ خو دې پخپله لږ تر لږه پخپله ځانته د خوشحالو دغه شان وړې ، وړې موقعې برابر کړو. “

 

استاد خیال محمد په ۱۹۴۶ م کال کې په کوزه پښتونخوا کې زیږیدلی او د خپل هنري عمر په اوږدو کې یې په زرګونو سندرې ویلي دي . استاد خیال په ځانګړې توګه د پښتو غزل روایت بدل کړ او د غزلو ازانګې یې پر کوزه او بره پښتونخوا سربیره د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیدې . د نوموړې سندریز کمپوزونه پر پښتو سربیره د ګاونډیو ژبو سندرغاړو هم کارولي دي . او تر اوسه هم ګڼ سندرغاړې د نوموړې سندریز ترنمونه تکراروي .

استاد خیال محمد ته د خپل عمر په اوږدو کې د پښتنو د نورو سندر غاړو په څیر پاملرنه نه ده شوې او هسې چې پکار ده درناوی یې نه دی شوی .

په پېښور کې د نوموړې د اونۍ تنیظمونکي د استاد خیال محمد له ټولو مینه والو غوښتي چې په خپلو سیمو او خپلو امکاناتو دې دا اونۍ ورسره هر چیرې چې وي ولمانځي .

نو راځئ چې د هغه چا لپاره چې یوه اوږده موده یې موږ د سندرو په ټال زنګولي یوو د نومبر په لومړۍنیټه یو څه وخت وباسو او د پېښور له فرهنګیانو سره په ګډه د استاد خیال محمد اونۍ په یو ډول نه یو ډول ولمانځو .

افغان لیکوال او ژورنالیست ظفر کریمي وايي، د خیال محمد مینه والي چې هر چیرې وي کولی شي ددې اونۍ په لمانځلو کې برخه واخلي :

” پښتونخوا وطن او ددې نه بهر اوسیدونکي پښتانه کولی شي چې د خیال اوونۍ د مشاعرواو هنري پروګرامونو په ترسره کولو ونمانځي او خیال لاله چې نن سبا یې صحت ډېر ښه هم نه دی، به خوشاله شي. که چاته د دغسې پروګرامونو موقع نه وي نو لږ تر لږه په فیسبک یو پوسټ د خیال مامد لپاره په خپل وال کولی شي. په دې توګه به خیال لاله هم خوشاله شي او فاروق فراق او د هغه مرګري هم، چاچې دې ستړې ته ټټر وهلی دی.“