ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د خوښ او نېکمرغه ژوند راز

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ډېری خلک کله چې غواړي د خوښۍ او نېکمرغۍ په اړه خبرې وکړي، نو د تېر زمان د کړو وړو يادونه کوي. څو ځلې به مو له ملګرو څخه اورېدلي وي چې وايي: که ما داسې کړي وای، نو داسې به وم. خو خوشحالي، موقعيت نه دی چې تاسو ورته انتظار وکړئ.
خوښي، د اوسني يا حال ژوند څخه رضايت دی. هېڅوک نشي کولی چې تاسو خوښ او نېکمرغه کړي؛ پرته له تاسو. خوښي يو لړ هغه موارد دي چې تاسو بايد پرې کنټرول ولرئ. دا منو چې خوښۍ ته رسېدل او پيدا کول دومره اسانه کار نه دی، خو تاسې کولی شئ چې د يو لړ ستونزو په ګاللو سره ورته ورسېږئ.

هغه بد تصورات چې زموږ خوښي او نېکمرغي له منځه وړي
د ډېری خلکو د ناراحتۍ او بدبختۍ دليل په څه کې دی؟ ولې زموږ ډېری خلک پرته له دې چې خپلې اصلي ستونزې پيدا او د حل لپاره يې لاس پکار شي، تل شکايت کوي؟ دا ټول د هغوی غلط تصورات دي چې بايد د حل لپاره يې همدا اوس لاس په کار شي، اوس هم ناوخته نه ده!
په دې برخه کې به د دوه ډوله غلطو تصوراتو په هکله يادونه وشي چې ډېری خلک يې لري:

لومړی تصور/ د دې لپاره چې خوښ پاتې شئ يو بل کس ته اړتيا لرئ
ښايي د نړۍ ترټولو لوی درغ همدا وي، خو له بده مرغه چې ډېری خلک په دې مسئلې باور لري. ايا هغه څوک چې تاسو ته ډېر ښاغلی دی او ستاسو په زړه کې ځانګړی ځای لري، که تاسو سره نږدې پاتې شي؛ نو خوشحاله به شئ؟ نه، هېڅکله هم نه. هيله دې زموږ له دې خبرې غلط برداشت ونکړئ. دا سمه ده چې هر هغه څوک چې تاسو ورسره مينه لرئ، که تاسو سره يوځای پاتې شي، خوښ به شئ.
که تاسې د داسې يو چا په لټه کې ياست چې تاسو يې په ژوندانه کې نشتون او خلا احساسوئ او که پيدا يې کړئ؛ نو دومره خوښ او نېکمرغه به نشئ او بيا به هم د ناهيلۍ احساس کوئ.

دويم تصور/ که وشم کولی واده وکړم، هرڅه به سم شي
ښايي دا هم يو لوی او غلط تصور وي چې ډېری خلک يې لري. فکر کوئ چې ۲ مغزه به د ۱ مغز په پرتله ښه کار وکړي؟ که داسې وی، نو ټولې ستونزې به د واده په کولو له منځه تللې. خو ښه په دې پوهېږو چې داسې نه ده. ستاسو د ژوند راتلونکی ګډ شريک/شريکه په يوه افسانوي جادوګره نه وي چې په راتګ سره يې ستاسو د ژوند ټولې ستونزې حل شي. ښايي د واده لومړنۍ شېبې تاسو لږ غافله کړي او دا خوښۍ مو د ماه عسل تر مودې دوام پيدا کړي؛ خو له هغې وروسته مو حقيقت په انتظار کې دی.

واقعيت دا دی، هر هغه څوک که هرڅومره بشپړ او پوره هم وي، نشي کولی چې تاسو په پوره توګه خوښ کړي. نېکمرغي او خوښي يو فردي امر نه دی، بلکې نېکمرغي؛ د اوسني حال څخه خوند اخېستل، له خپل کاري چاپېريال څخه خوند اخېستل، د کورنۍ او د ادارې د غړو سره مو د اړيکو او چلند څرنګوالی، ستاسو فکر، کړه وړه … دي. البته دا د خوښۍ خبر دی چې تاسو نور د خپلې نېکمرغۍ لپاره منتظر نه پاتې کېږئ، همدا اوس لاس پکار شئ او خپل ځان مو خوښ کړئ.

د خوښۍ لومړی پړاو
که په ژوندانه کې خوښ نه ياست، همدا اوس مناسب وخت دی؛ چې لاملونه او عوامل يې پيدا کړئ.
ولې خپه او ناخوښ ياست؟ ايا يوازې او ناهيلي ياست؟ له څه څخه ډار لرئ؟ د وروسته پاتې والي او بې ارزښتۍ احساس کوئ؟ غوسه او خپګان له تاسو څخه چاپېر دي؟ ذهن مو تل مغشوش او ستړی دی؟
د يوې شېبې لپاره خپلو دروني احساساتو ته پاملرنه وکړئ! ډاکتر فيل مک ګرو وايي: تر هغې چې يو څه درک نه کړئ او په اړه يې بشپړ مالومات ونلرئ؛ نو په دې به ونه توانېږئ چې بدلون پکې راولئ. ښايي اوس د دې وخت رارسېدلی وي چې هغه څيزونه تشخيص کړئ چې ستاسو د رنځ او خپګان لامل کېږي.

لاړ شئ، په يو ارامه ځای کې کښېنئ، له هر ډول برېښنايي وسايلو سره مو اريکه پرې کړئ او د يو څو شېبو لپاره د خپلو اړيکو، نعمتونو، کورنۍ، کارځای، زده کړو، د کورنۍ غړو، نيمګړتياو، وړتياو… په اړه ښه ژور فکر وکړئ. که مو احساس وکړ چې په يوازيتوب سره دا کړنه نشئ ترسره کولی، نو د يو صميمي ملګري په لټه کې مو شئ؛ کېدای شي دا ملګری مو حتی د ژوند شريکه/ شريک وي. که مو واده تر دې دمه نه وي کړی، يو رښتينی او صميمي ملګري سره مو کښېنئ او دا ټول موضوعات ورسره شريک کړئ. البته داسې ملګری چې ستاسو هېڅ څه له هغوی څخه پټ نه وي او د هغه هېڅ څه له تاسو څخه پټ نه وي. داسې ملګری، چې تاسو په واقعيت سره مو درک کړي او پوه وي.

لومړی بايد خپل ځان سره مينه ولرئ
خوښۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره يوه لنډه لار دا ده چې بايد له ځان سره په رښتيا هم مينه ولرئ. که د ځان په اړه مو مثبت نظر لرئ، بايد د ژوندانه د ستونزو سره د مبارزې لپاره بايد لا ډېر چمتووالی ولرئ. که ستاسو پر نفس د اعتماد کچه ټيټه وي، لومړی کار چې تاسو يې بايد وکړئ، هغه دا دی چې هېڅکله د نورو د ژوندانه څخه کورکورانه تقليدونه مه کوئ. په خپل نفس د بشپړ اعتماد په لرلو سره بايد هغه ځای ته ولاړ شئ چې زړه مو غواړي او هغه کار ترسره کړئ چې ترې خوند اخلئ او خوښېږي مو. که تاسو د خپل ژوندانه د امورو د تنظيم لپاره ډېری وخت د ځينو کسانو لکه: پلار، مور، مدير… لارښوونو او امرونو ته منتظر ياست، دا بيا د دې مانا ورکوي چې د خپل ژوند لويه برخه واک او اختيار مو د نورو په لاس کې دی.

زموږ ارزښتونه زموږ د شخصي چلندونو څخه مشخص کېږي، د چلندونو لپاره مو ارزښت قائل شئ؛ ترڅو نور هم ستاسو احترام وکړي. د دې لپاره چې په خپل نفس مو باور ډېر شي، ډېره اوږده لار مو په مخ کې پرته ده او دا هم ممکنه ده چې ښايي پخواني ټپونه مو سفر ناشونی او ناممکن کړي.

کله مو چې ځان سره مينه ولرله او ځان ته مو ارزښت قائل شوئ، دا نو بيا هغه موقعيت دی چې کولی شئ پکې خپل فردي او ټولنيز برياليتوب ته ورسېږئ. تاسو چې کله دې پړاو ته ورسېدئ، کولی شئ چې ځان لپاره مو د ژوند مناسب شريک/شريکه ومومئ. يوازينی کس چې کولی شي ستاسو راتلونکی تضمين کړي، هغه تاسو ياست. په همدې اساس، که غواړئ پاتې عمر مو په خوښۍ سره تېر کړئ؛ همدا اوس د دې لپاره هڅه پيل کړئ چې دروني ارامښت او سکون ومومئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی