ژوند بڼه کورنی ژوند

مینه او ادب؛ د نیکمرغه کورنۍ راز بلل کیږي

لیکنه: ياران

لیکنه: حضرت عثمان نوري

نېکمرغه کورنۍ او خوشحاله ژوند د هر انسان اولنۍ هیله/غوښتنه وي، دا چې څنګه کولای شو، یوه نېکمرغه کورنۍ او هوسا ژوند ولرو، اړ یو چې یوازې او یوازې دوه کلمې په خپل ژوند کې عملي کړو. دا چې دا دوه کلمې کومې دي او تر شاه یې راز څه دی؟ دې لنډه لیکنه کې یې درته وایو:

مینه څنګه او له چا سره وکړو؟ ددې سوال ځواب دلته په یوې حیرانوونکې جمله کې روښانه کوو: (که مرګ د مینې او محبت له وجې ختمېدی، نو مور به د خپلې غېږې بچی نه ورکولی.) دا چې مور له خپل لور/زوی سره څومره مینه کوي؛ له پورته جملې یې تاسې ښه درک کولای شئ. مور ته خپل اولادونه د زړه غوښې وي، په درد یې بې حده دردیږي او برعکس په کوچنېو لاسته راوړنو او بریاوو یې بیا د تندي ګونځې هواریږي، پر شونډو یې مُسکا خپریږي او د خوښۍ احساس کوي. که برعکس اولادونه هم د مور او پلار حقونه پر ځای کړي، د آومرو پیروي یې وکړي، پر وړاندې له ښه چال چلند څخه کار واخلي، زړه یې ور مات نه کړي، دوستان او ملګري یې خوشحاله وساتي، ورسره تګ راتګ وکړي او پر هغو چارو تمرکز وکړي چې د ټولنې د دود دستور او د اسلام مبارک دین سره اړخ ولګوي، نو لرې نه ده چې یوه کورنۍ دې نېکمرغه ژوند ولري.

لقمان حکیم رحمه الله څه ښه وايي: (ما ادب له بې ادبانو زده کړ.) دا چې مؤدبانه او هوښیار خلک څنګه خپلې چارې مخته وړي، لومړی يې ښه سنجوي او بیا پرېکړه کوي. د عیسی علیه السلام اړوند راځي چې ده به فرمایل: (زه مړي ژوندي کولای شم، خو کم عقل نه شم هوښیارولی.)

دغه راز پوهان وايي: چې پټه خوله د کم عقل لپاره پرده ده او د هوښیار لپاره جمال (ښایست) دی. دا چې د اسلام مبارک دین په دې ټينګار کړی: (څوک چې پر الله تعالی او پر ورځ د اخرت باندې ایمان او یقین لري، نو یا دې ښې خبرې وکړي او یا دې چوپ اوسي.)

په پای کې په لنډ ډول ویلای شو چې “مینه” او “ادب” دوه هغه زړه وړونکي کلمې دي چې انسان کولای شي، ورته په پاملرنې یوه نېکمرغه کورنۍ ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران