کلتور او هنر

کرن جوهر له نیوکو سره بیا هم د سري دیوي کشره لور فلمي نړۍ ته راولي

بالیوډ کې تکړه فلم جوړونکی او فلم لارښود کرن جوهر په فلمي نړۍ کې د خپلولۍ په پاللو ډېر کله له سختو نېوکو سره مخ کیږي.

اوس بیا نوموړي راتلوونکي کال د مړې شوې اداکارې سري ديوي کشره لور او د جهانوي کپور کشره خور خوشي او د مزاحیه فلم ستوري جاوید جعفري زوی میزان جعفري د فلم نړۍ ته راولي او په خپل فلم کې به ورته چانس ورکړي.

کرن جوهر د هندۍ سېنما د یوې ستورې نیها دهوپیا سره په یوه ټلویزیوني پروګرام(نو فلټر نیها) کې په یوه مرکه کې روښانه کړې چې نوموړی به په ۲۰۱۹ کال کې خوشي کپور او میزان جعفري ته په یوه فلم کې موقع ورکړي.

هغه زیاته کړې چې په میزان کې د یوه لوی ستوري د جوړېدو ډېره زیاته وړتیا شته، هغه یو ډېر ښه نڅا ګر دی، په داسې حال کې چې خوشي کپور د ډېر زیات ښایست سره سره فیشن هم ښه پيژني.

خو د ځینو هندوستانۍ رسنیو د رپوټ له مخې، میزان جعفري به راتلوونکی کال د پدماوتي فلم د لارښوونکې سنجي لیلا بهنسالي لخوا فلم نړۍ ته ور وپېژندل شي او په لومړي فلم کې به کار وکړي.

د یادولو ده چې کرن جوهر روان کال د هندوستانۍ سېنما تکړه لوبغاړي شاهد کپور ورور ایشان کپور او سري دیوي مشره لور جهانوي کپور هم پوه یوه فلم (دهړک) کې معرفي کړه او فلم کې یې ورته چانس ورکړ.

تر دې وړاندې کرن جوهر په یو بل فلم( اسټوډنټ اف دي ائیر) کې په واسطه ورون دهون، سدهارتهـ ملهوترا او عالیه بهټ هم فلم نړۍ ته راوستي وه.

کرن جوهر عالیه بهټ د خپلې لور په شان منلې او لور ورته وایي، ویلي یې دي چې کله یې په فلم (راضي) کې د دې بهترینه اداکاري او تمثیل ولیده نو حیران شو او له سترګو یې ورته اوښکې لاړې.

د یادولو ده چې کنګنا رناوټ په ۲۰۱۷ کال کې فلم جوړونکي او فلم لارښود کرن جوهر په یوه حقیقي ټلویزیونی پروګرام (ریئلیټي شو) کافي ود کرن کې ګډون کړی وه او ویلی ول چې بالیوډ کې خپلوي پالل کیږي. هغې په کرن جوهر په دې سختې نیوکې کړې وې چې نوموړی دغه رواج ته زیاته ترجیح ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی