ژوند او ژواک

خوب ؛ ساینس او اسلام یې په اړه څه وايي؟

الله تعالی شپه د خوب لپاره پيدا کړې ده.د ځينوحيوانات د خوب وخت نامعلوم وي اوشپږ مياشتې خوب کوي خو د انسان د خوب وخت شپه ده او لکه څرنګه چې د ژوند ټولې چارې بایدپه سنت طریقه برابرې وي نو دغه شان خوب هم بایدپه سنت طريقه سم وي، که د يوانسان عمرشپيته کاله وي نو دېرش کاله يې په خوب کې تېرېږي او که چېرې همدا انسان په سنت طريقه وېده شي نو دغه ديرش کاله يې هم عبادت کې حسابېږي. الله تعالی فرمایلي دي:

ترجمه:او هغه د هماغه الله تعالی ذات دی چې شپه يې ستاسې لپاره جامه او خوب يې د ارام او ورځ يې د پاڅېدوخت وګرځوه. (الفرقان:۴۷)

همدارنګه په بل ځای کې الله تعالی فرمایلې:

ژباړه: او ستاسې خوب مو د ارام باعث ګرځولی دی. (النبا:۹)

الله تعالی د دماغي، روحي او بدني راحت لپاره شپه پيدا کړې ده او دا وخت يې د خوب او راحت لپاره ټاکلی دی، په دې کې ډېر لوی حکتمونه او رازونه پراته دي چې معاصر پرمختللي طب (۱۴۰۰)کاله وروسته د قران او احاديثو خبري تائیدوي او داسې وايې:

د انسان په دماغ کې داسې وړې مغزي حجرې دي چې په دماغ کې د انسان د ادراک او بېدارۍ مسؤلیت لري، کله چې د شپې لخوا خوب کوو او چراغ يا برق مړکړواوکوټه تپه تياره شي، دا وړې حجرې پخپله بندېږي، نوکله چې دا وړې حجرې بندې شي، انسان ژر دخوب او راحت احساس کوي.

ځکه چې دا ادراک اوبېداري ولاړه وي او له فعاليته غورځېدلې وي،اما که د ورځې له خواخوب وکړو،د کوټې پردې ښکته کړواوکوټه تپه تياره هم شي، دا وړې حجرې هېڅکله هم نه بندېږي او خپل فعاليت نه پرېږدي، بلکې خلاصې وي اوخپل فعاليت کوي، نوهمدا لامل دی څومره چې د ورځې له خوا انسان خوب وکړي اوکله چې د خوب نه راپاڅېږي، بيا هم د ستړیااحساس کوي او د خوب نه خوند نه اخلي.

دا چې انسان څوساعته خوب وکړي؟ چې ارام دماغ ولري، ذهن يې قوي شي، او روحي تکليف سره مخ نه شي، زموږ د شريعت اصل دا دی چې د ماسختن لمونځ څخه وروسته انسان وختي ويده شي اوسهار وختي راپاڅېږي، چې مشخص ساعتونه يې نه دي ټاکل شوي، اما معاصر طب په دې اند دی:

کوم ماشوم چې تازه نړۍ ته راځي، تريوکلنۍ پورې ۱۶-۲۰ساعتونو پورې خوب ته اړتيا لري،ترڅو د جسم جوړښت ته وده ورکړي او هغه ماشوم چې د ابتدايي ښوونځيواومدرسوشاګردان دي، نو۹-۱۱ ساعته خوب ته اړتيا لري اومشران له ۸-۷ ساعتونو پورې په ۲۴ساعتونوکې خوب ته اړ دي.

معمولاًهغه کسان چې په ځنډ وېده کېږي، خوب يې ډېرکم وي، نو داسې کسان د حافظې ضعف اوکمزورتيا سره مخ کېږي.

يوطبي عالم په دې اند دی: کافي خوب د انسان د سالم صحت په برخه کې خورا ارزښتناک دی او کوم کسان چې کافي خوب نه لري، د ذهني،فکري او داسې نوروکمزوتياوو سره مخ کېږي.

الله تعالی فرمايلي چې شپه د خوب لپاره ښه وخت دی او ورځ د پاڅېدو لپاره، نن ساينس او طب د قرآن کريم ويناوې تائيداو د هغوحقانیت یې ثابت کړ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */