افغانستان سیاست

خلیلزاد نیویارک ټایمز سره: د طالبانو سره د یو توافق پر چوکاټ سلا شوی دی

لیکنه: ياران
اعلان

د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن استازي زلمی خلیلزاد وايي، امریکایان او طالبان په اصولو کې د سولې د یو توافق پر چوکاټ سلا شوي دي. زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کې ویلي، په دې چوکاټ کې طالب وسلوال سلا شوي چې نړیوالو ترهګرو ته به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي. د خلیلزاد په وینا طالبان به اوربند کوي او افغان حکومت سره به مخامخ خبرې پیلوي چې په بدل کې به یې امریکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي .

خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په کابل کې نیویارک ټایمز ته ویلي، موږ د یو چوکاټ مسوده جوړه کړې چې مخکې له دې چې په یو توافق بدل شي باید اصلاح شي.

د نوموړې په وینا طالبانو کلکه ژمنه کړې چې ډاډمنوي څو افغانستان بیا د نړیوال ترهګرو سازمانونو او اشخاصو پر پټنځای بدل نه شي.

خلیلزاد ویلي، سره له دې چې پر مهمو مسلو له طالبانو سره سلا شوی خو شوی چوکاټ بیا هم نور کار او اصلاح ته اړتیا لري.

نیویارک ټایمز وايي، له طالبانو سره په تیرو نهو کلونو کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې وې، او له دې ډلې سره د امریکايي هیت له خوا پر یو چوکاټ سلا کیدل، ددې جګړې د پای ته رسولو پر لور یو لوی پرمختګ دی.

یو بل لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله او او د قطر له مزاکراتو خبر و، نیویارک ټایمز ته ویلي : طالبانو هییت د وخت غوښتنه وکړه څو د امریکا د هغو دوو غوښتنو په اړه چې اوربند به کوي او افغان حکومت سره به مخامخ خبرې پیلوي، له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي.

ددې چارواکي په وینا کله چې پر دې مسلو هوکړه وشي دا توافق به نهايي کړي.

دې امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي، دوی طالبانو ته دا روښانه کړې چې هغه مسلې چې پرې بحث شوی ټولې د یوې بستې ( پکیج) په توګه خپلو کې له یو بل سره تړلي او له یو بله جلا کیدای نه شي. نیویارک ټایمز وايي، دا خبره د ځینو طالب سرچینو له او لویدیځو ډیپلوماټانو له خوا هم تایید شوې ده.

که څه هم طالبانو ویلي چې د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه پر پخو جزییاتو موافقه شوې ده خو نیویارک ټایمز د امریکايي سرچینو په حواله ویلي ددې جزییات لا نهايي شوې نه دي.

ښاغلي خلیلزاد دیکشنبې په ورځ کابل کې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت لوړ پوړي چارواکي وکتل، هغوی ته یې د قطر د خبرو جزییات ورکړل.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د دوشنبې په ورځ په یوه وینا کې سره له دې چې د سولې لپاره یې د خپل حکومت پر نیت او هڅو ټینګار وکړ خو په دې برخه کې یې پر بیړه شک څرګند کړ. نوموړې وویل سوله غواړي خو په تدبیر یې غواړي. د ولسمشر غني په وینا پر تدبیر ځکه ټینګار کوي چې د افغان ولسمشر په توګه د سیمې له حالاتو خبر دی او نه غواړي د ډاکتر نجیب د واک د پای ته رسیدو او د کورنیو جګړو د پیلیدو تاریخ تکرار شي.

نیویارک ټایمز وايي، د دوحې د خبرو پرمهال طالبانو خپل جدیت هغه مهال وښوده چې د طالبانو یو پخوانی مقتدر مشر ملا عبدالغني برادر یې د سولې د خبرو لپاره د خپل هییت مشر وټاکه.

سره له دې چې امریکايي او افغان چارواکي وايي، ملا برادر د دوحې په خبرو کې په هیڅ یوه غونډه کې ګډون نه درلود، خو داسې تمه کیږي چې په راتلونکې کې به هغه د خبرو اترو مشري په غاړه واخلي.

نیویارک ټایمز د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي له خولې وايي، د دواړوو خواوو ترمنځ په لوړه سطحه نوې مذاکرات به بیرته د فیبروۍ په پای کې پیل شي، خو دې چارواکي ویلي، تر دې مخکې به د دواړو غاړو له خوا ټیمونو پر تخنیکي جزییاتو کار کوي.

دوشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز سره د زلمي خلیلزاد خبرې لومړی ځل دی چې امریکايي چارواکي د طالبانو سره د یو توافق د بڼې رامنځ ته کیدل تاییدوي.

خلیلزاد نیویارک ټایمز ته ویلي، په هغه چوکاټ کې چې سلا پرې شوې لومړی ټکی دادی چې طالبانو پخه ژمنه کړې افغان خاوره به د القاعده په څیر د نړیوالو ترهګر شبکو د کارونې څخه خوندي ساتي او دا یې هم منلې چې د خپلې دې ژمنې د ساتنې لپاره ضمانتونه ورکوي او د عملي کیدو مکانیزیم به یې برابروي. دا د امریکايي لورې د اوږدې مودې غوښتنه ده چې افغانستان دې بیا د داسې ترهګرو ځاله نه شي چې په امریکا او اروپا کې بریدونه کوي.

امریکايي چارواکي چې په دې خبرو کې ښکیل و، نیویارک ټایمز ته یې ویلي، د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د منل شوي چوکاټ دویم اقدام دا دی چې امریکا موافقه کړې چې ټول جنګي سرتیري به له افغانستان څخه وباسي خو یوازې په هغه صورت کې چې طالبان اوږدمهاله اوربند ومني او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.

نیویارک ټایمز وايي، افغان حکومت سره اوربند او د مستقیمو خبرو پیل هغه څه دي چې طالبانو یې په وړاندې د اوږدې مودې راهېسې مقاومت کړی او لا هم روانه پروسه له خنډ سره مخ کولی شي. په قطر کې طالب هییت ویلي، دوی غواړي چې په دې مسلو له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي.

نیویارک ټایمز وايي، سره له دې چې په دوحه کې د بحثونو ابتدايي موارد په عمومي توګه لوړپوړو افغان چارواکو منلي خو داسې اندېښنې شته چې افغان حکومت لا هم له خبرو یوې ډې ډې ته ساتل شوی. ولسمشر غني ته یوې نژدې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي، ولسمشر غني په ځانګړې توګه په دې اړه اندېښنه لري چې امریکایان ښايي له طالبانو سره په مهمو توافقاتو خبرې وکړې چې افغان چارواکي به یې برخه نه وي په ځانګړې توګه له انتخاباتو پرته د یو موقت حکومت جوړول. ولسمشر غني پرلپسې ټینګار کړی چې داسې جزییات یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې د بحث وړ دي.

د دوشنبې په ورځ خلیلزاد ټینګار وکړ چې هڅه کوي طالبان چمتو کړې چې دا ټکي دې په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره خبرو کې بحث کړي. نوموړې نیویارک ټایمز ته ویلي” ډیر راپورونه شته چې موږ په دوحه کې پر موقت حکومت خبرې کړي دي. نه ما هیڅ په دا ډول مسلو باندې بحث نه دی کړی. “ خلیلزاد ویلي” طالبانو غوښتل چې ما سره پرې خبرې وکړي خو ما پرې خبرې نه دي کړي.“

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران