ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د ښځینه و د ځورولو ستونزه باید اساسي حل شي

لیکنه: ياران

لیکنه: شیرین آغا “غورځنګ”

که څه هم د څوارلس ثانیو خبره په خواله رسنیو کې آوازه وه؛ خو لدې ستونزې سترګې نشو پټولای، هره ورځ لس ګونه نجونې او مېرمنې ښونځي، پوهنتون، پلورنځي… ته د تګ پر مهال فزیکي او رواني ځورول کېږي؛ که جګړه نه وای، کورنیو به د ډېر اولاد زېږولو پر ځای، د اولاد زده کړې او تربیې ته پام کاوه. د زده کړې له برکته به خلکو انسانیت یاد کړی وای، بیا به د ځان او نورو انسانانو ارزښت ور معلوم و؛ دومره وړتیا به یې لرله چې که د نورو له لوري وځورول شي، څومره درد لري، هغه درد چې پر ده دی، نور خلک که آزار شي، هغه درد به هغوي څنګه وزغمي؟! اوس چې هېواد کې جګړه روانه ده، ټول انساني او اخلاقي ارزښتونه له پښو لاندې شوي، کورنیو ته د زده کړې او تربیې ارزښت چا ندی یاد کړی، له همدې امله هغوي ته د اولاد تربیه لومړیتوب نه، بلکې د ډېر نارینه اولاد زېږول ورته لومړیتوب لري چې که لوی شي سبا به له فلاني او بستاني سره پرې تربګني وکړي او کور ته به د پیسو راوړلو وسیله شي مهمه نده چې له مشروع او که له نامشروع لارې یې راوړي.

له همدې روحیې سره تقریباً هره کورنۍ له شپږو څخه تر لسو پورې نارینه اولاد زېږوي چې د دې موخې پوره کولو لپاره په همدومره شمېر کې نجونې هم زېږوي، ځکه چې د اولاد زېږولو پر مهال کورنۍ د انتخاب واک نه لري، که داسې وای افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو به د نجونو انتخاب بیخي نه کاوه؛ ځینې کورنۍ چې تر کوم وخته یې مېرمن د اولاد زېږولو جوګه وي، پرې زېږوي یې، ممکن شمېر یې له شل تنو څخه هم واوړي. نارینه اولاد چې لوی شي د پیسو ګټلو په لالچ کې هر حد ماتوي، د نورو حقونه خوري، عزت یې لوټي، انسانان له فزیکي او رواني پلوه ځوروي، شکنجه کوي یې او تردې چې وژني یې هم. بل خوا د کریمینالوګانو په اصطلاح د مقاومت قوه ” انساني کرامت ته درناوی او بل انسان ته د انسان په توګه کتل” یې نه وي پیاوړې شوې، محرومیت او هوس لیوني کړي وي، هر انسان په ځانګړې توګه میرمنې او نجونې جنسي ځوروي او که چاپیریال د جنسي تېري لپاره مناسب وګڼي، دا حد هم ماتوي، ځکه له یوې خوا ځوانان نشي کولی چې د ولور لګښت د بې کارۍ له امله پوره کړي، بل خوا اجباري ودونه د ځوانانو احساسات زیانمنوي، مېرمن له خاوند او خاوند له مېرمنې څخه خپلې غوښتنې نشي پوره کولی، له همدې امله نارینه نجونو او ښځو ته ګوري او ممکن ښځې یا نجونې نارینه وو ته وګوري.

تاریخ شاهد دی چې نارینه په مېرمنو تیری کوي، د هغوي حقونه نه ورکوي، د کار پر وړاندې یې خنډ دي، وړتیا ته یې په سپکه ګوري او ځینې نارینه داسې انګېري چې مېرمنې د دوي د غوښتنو پوره کولو لپاره پیدا شوي، معنا د نیمګړي انسان په توګه یې پېژني او ځینې خو ښځو ته د انسان په توګه هم نه ګوري.

دغو لاملونو ته په کتو حکومت یو داسې قانون ټولنې ته وړاندې کړ چې که نارینه پردۍ مېرمن یا نجلۍ ته له څوارلس ثانیو څخه زیاد وګوري په معینه اندازه نغدي جریمه به محکوم شي. له ښه مرغه موږ د سیمې په کچه ښه قوانین لرو؛ خو له بده مرغه که ښه قوانین تطبیق نشي، تر ټولو بد قوانین ګڼل کېږي، ځکه چې څوک ورته درناوی نه لري.

۱ ـ د ټولو ستونزو حل سوله کې دی، که سوله راشي افغان ټولنه به هم د نورو متمدنو ټولنو په څېر خپلې ستونزې حل او یا کمې کړي، ځکه چې ارزښتونه به معلوم وي او پالل کیږي به.

۲ ـ که کورنۍ د زوی او لور تر منځ توپیر ونه کړي، د دواړو جنسونو تعلیم او تربیې ته مساوي او جدي توجه وکړي، د دواړو جنسونو تعریف شوي حقوق په ښه توګه ور وسپاري او دواړو ته د پوره انسان په توګه وګوري ستونزه حل او یا کمېږي.

۳ ـ واده د کورنۍ جوړولو او انساني نسل بقا لپاره اساسي شرط دی او د هر مکلف او په شرایطو برابر انسان مدني حق دی؛ حق هغه مهال حق شمېرل کیږي چې انسان یې په منلو کې خپل واک وي او که حق په زور په انسان وتپل شي، هغه حق نه، بلکې جبر دی او د حق په قاموس کې ځای نه لري. واده چې د یوې جوړې لپاره په ټوله کې د ژوند تر پایه معامله ده، باید د مېرمن او خاوند پوره رضایت په کې وي، د جوړې دواړه خواوې خپلې ستونزې، عادتونه، معیارونه… یو بل سره شریک کړي او له منلو وروسته د واده تړون لاس لیک کړي. که واده له پوره غور او خوښې سره سم تر سره شي، ممکن د ټولنې افرادو کې د جنسي لوږې او محرومیت ډېرې ستونزې له منځه لاړې او یا کمې شي.

۴ ـ قیمت هغه څه ته ورکول کېږي چــې بدیل ولري، انسان بدیل نه لري؛ نو قیمت هم نه لري. که د ولور په نوم شته لانجه له منځه لاړه او یا یې اندازه را کمه شي، د افرادو تر منځ محرومیت او جنسي لوږه له منځه ځي، ځکه چې ځوانان به ژر او پخپله خوښه واده وکړي.

په پای کې د یوې داسې ټولنې په هیله چې ښځینه وو ته هم د پوره انسان په توګه وکتل شي او له وړتیاوو یې د هیواد په رغولو کې ګټه واخیستل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران