ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د ښاري فرهنګ پيژندنه؛ څنګه یې وساتو؟

لیکنه: ياران

د نرګس حسنزۍ مومند لیکنه

انسانان د هغه وخت راهیسې چې نوی ژوند پيل کړ؛ نو مدنیت یې پيل شو او مدني شول چې بیا ورو په ورو د انسانانو تر مینځ قوانین او فرهنګونه هم رامنځه شول، ددغو فرهنکونو په ډله کې یو هم ښاري فرهنګ دی:
ښاري فرهنګ په ښار کې دننه د نظم او ډيسپلین لپاره رامنځته شو ترڅو د دغه قوانینو په پام کې نیولو سره انسان وکولای شی په ښار کې خپل مسولیتونه په سمه توګه ادا کړي.

مخکې تر دې چې دې ښآري فرهنګ اصطلاع ته ورتمه شم اړینه بولم؛ چې د انسانانو د مدني کیدو په اړه لنډه توضیع ورکړم؛ انسانان په لومړي سر کې د خپل دې ژوند په پيل کې تیت او پاشلي په غرونو او ډاکونو کې اوسیدل چې د وخت په تیریدو سره او د نفوس په زیاتیدو انسانان د خپل د ژوند د لومړي حالته وار تر بله وتل پيل ک‌‌ړل او د خلکو تر مینځ په مدني او ټولنیز ژوند په پيلیدو پل کیښوده، د لومړی ځل لپاره د مدني کلمه د حضرت محمد په وخت کې کله چې رسول اکرم دې مکې نه یثرب(مدینې منورې) لورې ته تله مدنیت کلمه وکارول شوه او د انسانانو د ژوند په ادبیاتوو کې هم دې همغې وخت راهیسې دننه شوه، او دا په دې مانا چې لومړی ځل د همغې وخت راهیسې انسانانو خپل مدني ژوند را پيل کړ چې ورو په ورو همدا فرهنګ په ډيرو نورو ګاونډیو هیوادونو کې هم رواج ومونده، نو ویلای شو چې تر ټولو پخواني متمدن خلک په نړۍ کې مسلمانان وه.

ښاري فرهنک د هغه قوانینو او مقرراتو مجموعه ده چې په ښار کې دننه دې نظم او ډیسپلین د پیدا کیدو لامل ګرځي.

ښاري فرهنګ په ښار کې د ژوند کولو او په د ښار دپاک ساتلو ته ویل کیږي.

څنګه چې موږ انسانان د نورو ټولو مخلوقاتو ترمنځ خدای اشرف المخلوق پيدا کړي د نورو ګڼ شمیر توپيرونو ترڅنک یو تر ټولو لوی توپیر د موږ ټولنیزوالی دی چې موږ ټولنیز پيدا شو يوو او هیڅکله هم نشو کولای چې په ټولنې کې په یوازې توګه ژوند وکړي تل یو ټولنیز ژوند ته اړتیا پيدا کوه او دا اړتیا د موږ د خپلو فطري غوښتنو په اساس رامنځته ته شوې ده تر څو په ښار کې متمدن ژوند وکړو؛ نو په ښار کې ژوند کولو لپاره د نورو قوانینو په لړ کې تر ټولو مهم او اساسي قاعده دې ښاري فرهنک دي ځکه ښاري فرهنک کې ناکامي ښاري ژوند د ناکامۍ څو چنده خطرناکه ګڼل شوی خو له بده مرغه چې ښاري فرهنګ کلمې سره زیاتر خلک بالکل نابلده دي او دې ښاري فرهنګ په نوم خو اصلا څه نه پيژني او که ځینې ورباندې پوه هم وي ځان نا پوه اچوي او یا هم دا ټول د دولت مسولیت ګني حال دا چې دا دې دولت او د ولس ګډ مسولیت دی نو موږ انسانان چې په ښار کې ژوند کوو اړینه ده چې په ښار کې د ژوند کولو په قوانینو ځان خبر کړو ترڅو په ښار کې د هیڅ ډول بې نظمي باعث ونه ګرځو.

ځینې خلک د ښاري فرهنګ د اصطلاع څخه یوازې د ښار د پاک ساتلو مانا اخلي حال دا چې ښاري فرهنګ یو کلي مفهوم دي چې نورې هم ضیمني اړخونه پکې پراته دي د دغو اړخونو په لړ کې ټر ټولو اساسي اړخ په ښار کې د ژوند کولو اړخ دي د خلکو سره راشه درشه، رفتار او کردارڅخه مقصد دی چې د ښاریانو سره څنګه چلند باید وشي چې د خلکو د ازار او د زورولو باعث ونه ګرځي مثال د موسیقۍ د اوریدو وخت کې باید د موسیقي غږ دومره لوړ ونه نیول شي چې وګرځي د ښي او د کیڼ لاس دې ګاونډیو د تنګولو باعث وګرځي، همداسې پسې په سړګ ګې دې موټر چلولو وخت کې ترافیکي پيښې په پام کې نیول پلي ځایونو څخه سمه استفاده کول، بې ځایه په قهه قهه خندا کول، خلکو ته ازار ورکول نجونې پتنګول ورپسې ښکنځلې کول همداسې … باید دا ټکي په پام کې ونیول ښي تر څو په پوره مانا په ښار کې اوسیدونکی ښارول یو متمدن او دې پرمختللي ټولنې انسان وګڼل شي.

خو له بده مرغه د تیرو دریو لسیزو جګړه د موږ ټولو د ژوند په طرز، له یوبل سر په چلند ډير ناوړه اغیز کړې او همدا شان د سواد تیټه کچه د همدې ستونزو و لامل شوې چې موږ د ښاري کلتور کلمه بیخي هیره کړو.د ښاري ګلتور تر ټولو لویه ستونزه د خلکو د کلتور د سطحې ټيټوالي دی، له بده مرغه زموږ په هیواد کې د جګړې شرایطو او ګډوډییو د خلکو احساسات داسې بدل کړي چې یوازي ديوې مړۍ د ډوډۍ د پيدا کولو په فکر کې دي او بس، حال دا چې په ټولنه کې زیاتره ناروغۍ او اوسنۍ ستونزې د ښاري ژوند په پام کې نه نیولو له امله دي چې دو عمده علت یې فقر او بې سوادي ده ؛ یعنې د اوسنۍ نظام د بدبختیو دو عمده سکتوره همدا دي،همداسې پسې بې خبرې او د وطن دوستۍ حس نه درلودل یې نور ضیمني دلایل دي.

نو دولت ته پکار دی چې ښآرخلکو ته د ژوند د اسانتا لپاره د مهذب ژوند لپاره برابر شي او مهذب ژوند په لومړي سر کې امن او سوله غواړي باید تر ټولو د مخه ولس ته امنیت ټينګ شي تر څو خلک مهزبانه ژوند ته خود بخود چمتو شي او تر څنک یې ولس هم خپله دندې وپیږني مانا دا چې که هیواد کې امنیت وي کار اوډوډی وي ښاري فرهنګ پکې خامخا خپله رامنځته کیږي مثال د امریکا په ځيڼو تورپوستو ایلاتو کې دولت نه دی توانیدلی چې امنیت خلکو ته ټینک کړي د کار او د دندې زمینه یې نسبت نورو ښارونو ته کمه برابره کړې نو همدا علت دي چې هلته جنایتونه غلاوې او ظلم ډیر تر سره کیږي ځکه دوي په همدغو کارونو د ژوند بقا کوي او د ښاري فرهنک په نوم خو اصلا څه نه پيږني نو اړینه ده چې تر ټولو د مخه امنیت وسي تر څو ولس په خپله ښاري کیدو ته چمتو شي، یو لویه ستونزه چې زموږ په ټولنې کې د موجوده ده هغه دا چې دولت تل د ملامتیا پړی په ولس او ولس يې تل په دولت اچوي نو همغه ده چې موږ ښه ورځه نه وینو او د ورانیو اوبربادیو سره مخ کیږو حال دا چې ښاري فرهنګ رامنځته کول د یو کس یا یوې ډلې دنده او مسولیت نه بلکې؛ دا یو ټولنیز عمل دی چې په ټولنه کې د ټولنې دې دورغنده اجزاوې؛ ولس او د حکومت ګډ کار دی چې دواړه پکې پنځوس په پنځوس مسولیت لري هیڅکله باید حکومت د ملامتیا ټول پړی په ولس او نه هم ولس په حکومت واچوي حال دا چې ده دې دروند پیټي مسولیت به دواړه په ګډه په اوږو اخلي او په ګډه به ټولنه د سمون سره مخ په بری بیايي برعکس که په یوې ټولنې کې موجود حکوکت دا مسولیت ټول په خلکو واچوي او علت یې هم د هغوی ډیروالی وګني او یا هم ولس دا پیټی په دولت واچوي علت یې ځواک او قدرت وکڼي نو د ټولنی بربادي د همدغې ځایه راپيلیږي او د ورانیو شایدان به وي حال دا چې ښاري فرهنک د ټولنې د دووه اساسو سټو حکومت او د ولس د ګډ کار نتیجه ده چې یو بل ته به قرباني ورکولو د یو بل مسولیتونو څخه را تیریدلو په وسیله لاس ته راتلونکی عمل دی، نو په هغې ټولنې که به د یوې متمدنې او پرمختللي ټولنې نښې وینو او بریا او د پرمختګ لورې ته به يې روانه ټولنه وینو،

د ښاري فرهنګ دې له مینځه تلو بل عمده علت په ښار کې د وګړو ډیریدل څنګه چې په ښارکې ژوند کول دې پخوا راهیسې د انسانانو د پاملرنې وړ ګرځیدلی او په ښار کې شته د یو شمیرامتیازاتو او نسبي امکاناتو او اسانتیاوه دې ته اړیستلي تر څو نسبت کلي ته په ښار کې ژوند کولو ته ترجیع ورکړي نو داسې څوک به نه وي چېپه ښار کې د ښه، ارامه او اسوده ژوند هیله ونه لري اونه به غواړي چې ښار کې ژوند وکړي ځکه چې ښاري ژوند کولای شي دغه هیلو ته د رسیدو په برخه کې لږ مرستې وکړي نو مدلته دی کله چې دې کلي نه کلیوال خلک د خپلې کلیوالي فرهنګ سره راځي هلته ده چې ښاري فرهنګ له مینځه وړي، که څه هم د ښار او کلي ژوند ښایي سره ډیر مشترک ټکي هم ولري؛ خو سره سره ډیر توپيرونه هم لري او په ځینو فرهنکونواو توپيرونو کې خوهم د ابتدا او د انتها په اندازه توپیر لري یعنې که په ګلي کې ژوند کول ابتدا وګڼو نو په ښار کې ژوند کول به انتها ګڼو مثال د ښار ملا د کلي د ملا سره، د ښار ښوونکی د کلي د ښوونکي سره، د ښار ذده کونکی د کلي د ذده کونکي سره، د ښار سوداکر د کلي د سوداکر سره، د ښار سرمایه دار د کلي د سرمایه دار سره د ځمکې او د اسمان توپير لري نو خامخا کله چې دې کلی خلک ښار ته راځي له ځانه سره کلیوالي فرهنک راوړي چې په ښار کې د ګډوديو باعث ګرځي.

بل دا چې کلیوالي فرهنک د ډیرو قیوداتو سره مخ دی نو کله چې کلیوال خلک دفعتا د یوې قیدې ټولنې څخه اذادې ټولنې ته دننه کیږی هم ځینې ستونزې راولاړوي؛ کلیوالي قیودات په ښار کې بیخي بې مانا ګڼل کیږي او ښار کې یوازي هغه قیودات وي چې انسان ورباندې غیر متمدن ښکاریږي یعنې ښار کې د کلي ارزښتونه ډیر معمولي دي مثال په کلي کې سړی خولی په سر نه کړي هغلته جرم ګنل کیږي خو په ښار کې ښځه ټیکری هم په سر نه ګړي هم فرق نه کوي ځکه ښار کې د نظر دایره ډيره ارته ده،هر سړی د خپل ژوند مسول دی او هر عمل چې تر سره کوي که هغه قانون کې نه وي راغلي هغه جرم نه ګڼل کیږي او خلک هم هیڅ کار نه درسره لري خو که کلي کې وړوچکۍ جنایت هم وشي ټول کلی د هغه پسې نیسي او ډبوي یې مګر ښارونو کې د جنایتونو مقابل کې حوزه او ناحیه وي قانون وي او د هر چا چې هره ګناه وي هغه جزا دولت ورکوي نه خلک خلاصه ده چې ښار ځانته فرهنګ لري او کلی ځانته؛ښار کې ښاریان د یوې خځلې مقابل کې هم مسول ګڼل کیږي د سګرټ څکولو او د نصوار د اچولو مقابل کې هم مسولیت لری ښار کې هغه څه ممنوع ګنل کیږي چې د ټولې اجتماع د ګډوډیو باعث وګرځي اما کلي کې معمولي شی هم د غونډ کلي د نظم د ګډوډیو باعث ګرځي. دې بیلګې په توګه په کلي کې ډرایوري یا ترافیکي قانون په پام کې نیولو ته اړتیا نلري؛خو په ښار کې قانون په پام کې نه نیول ډیرې ستونزې رامنځته کوي.

یا د خپل کور ښاوخوا کثافت غورځول ښایي په کلي کې کمه ستونزه رامنځته نه کړي، ځکه چې د کم حجم له امله کثافت په کمه موده کې په طبیعت کې حل کیږي او دې چا د ازار او د ازیت لامل نه ګرځي؛خو که په ښار کې دې ټکي ته پام ونشي او هر څوک هر چیرته کثافت وغورځوي نو ښاریانو ته به دې چاپيریال ساتنې په برخه کې ډيرې ستونزې راولاړې شي،ځکه د ښار پاک نه ساتل باعث د ډیرو ناروغیانو ګرځي او د انسان صحت له کواښ سره مخامخ کوي، په هغه ښارونو کې چې د وګړو شمیر ډیر وي حفظ الصحه په سمه توګه پام کې نه نیول کیږي چې نو د ژوند کولو چاپيریال له ستونزو سره مخ کوي او حتی د همدغو ناروغیو سرحد تر مرګه پورې هم رسیږي،یوه ډیره لویه ستونزه چې په کابل ښار کې عامه ده او د هر چا د ازار او د اذیت لامل ګرځي (رفع حاجت ) دی چې له بده مرغه چې ډیری وګړي عامه لارو کې دا کار کوی نو دا هغه کسان دي چې په کابل ښار کې ژوند کوي؛ خو د ښاري کلتور سره يې بلد نه دی او یا نه غواړي چې ځان د ښاري ژوند ادابوسره برابر کړي، چې دا بالکل یو غیر اخلاقي کار دی او دا موضوع نه د دیني اخلاقو سره برابره ده او نه هم په انساني کلتور کې ځای لري، له همدې امله دا اړینه ده چې هر هغه څوک چې غواړي په ښار کې ژوند وکړي د ښاري ژوند ټول قوانین باید په پام کې ونیول شي. نو لازمه ده چې دا ټکي په جدي توګه باید حکومت او ولس په پام کې ونیسي او په ښار کې په ځکه دا قوانین ډیر په پام کې نیول کیږي ځکه چې ښاریان په ښار کې د اوسیدو په مقابل کې دولت ته ټیکس یا مالیه ورکوي نو دولت ډير مسول ګنل کیږي.

ښاریانو ته هم اړینه ده چې دولت ته لاس ورکړي خپل کور کلی شاوخوا پاک وساتي او یو خځلي هم بې ځایه ونه غورځوي او شاوخوا ښار او بازار هم ځانته هغه کوټه وګڼي چې دی کې ورځې او شپې ناسته ولاړه لري یعنې ټول ښار ځانته خپل کور وګني بل دادچې که په ښار کې ښاران او ښاروال په اونۍ کې یو ځل د ښار د پاک ساتلو لپاره په حشر ګډ کار وکړي نو هم به په ښار کې د نظم او دې ډیسپلین باعث وګرځي او هم به ښار پاک وساتل شي او هم په خلک د ګډ کار کولو په ګټه پوه شي نو ده دې ګټه به دا و ي چې د خلکو به دې خواته پام اوړي او د ښارپه پاکولو که به ټول ونډه اخلي،نو هاله به ښاري فرهنګ په کلي توګه مراعات شوی وي.

ځکه ښار د مدنیت، پراختیا او د ملتونه د تاریخ، فرهنګ او د تمدن نمونه ده نو دې ښاري فرهنګ د دودیدو لپاره اړینه ده حکومت دې ښه ښاري تر عنوان لاندې کمپاینونه جوړ کړي ده عامه پوهاوی بستر اوار کړي او خلکو ته عامه پوهاوي ورکړي ویډیو کڅوړې او پوسترونه جوړ شي، مجلو کې باید دې برخې ته خاصه پام واړول شي، ترافیکي نښې باید خلکو ته وروښودل شي، د سرک او دې پلي د تګ اصول او مقرراتو په اړه باید خلکو ته پوهه ورکړل شي ځکه چې ښاری فرهنګ د لوړ شعوري ذهنیت پنځونکی دی او دې ټولنې په اصلاع او سمون کې خورا ارزښتناک رول لوبوي اوپه هغه ټولنه کې چې ښاری فرهنګ دود شوی وي نو هغه یو روغه او جوړه ټولنه ګنل کیږي چې د ډیرو پرمختګونو سره مخ وي یعنې ښاري فرهنګ په ټوله مانا ده یوې ټولنې د تکامل مسولیت په غاړه اخلي او په نتیجه کې یې یو باشعوره او با احساسه ټولنه موږ ته راکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران