سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د راشدخان غوسه او د واټسن ځواب

د حېدراباد او چینای سوپرکېنګز لوبډلو ترمنځ د آې پي ایل ۴۱ مه لوبه وشوه، دا لوبه په چینای ښارکې ترسره شوه.

راشدخان ارمان د آې پي ایل اتم اوور لپاره راغی، دا مهال واټسن په سټرایک ولاړ و، واټسن د راشدخان په لومړي توپ مخامخ څلوریزه ووهله، د واټسن د څلوریزې سره سم راشدخان، واټسن ته په قهر ور وکتل، راشدخان د دې ترڅنګ چې واټسن ته یې برګ، برګ ور وکتل، هغه یې لفظي وګواښه.

راشدخان، واټسن په دې وننګاوه، ترڅو هغه د شاټونو هڅه وکړي او اوټ شي.

خو واټسن د راشد خان د دغه جنګ امېز انداز پر وړاندې عکس العمل ونه ښود؛ د خپل بېټ په وسیله یې هغه ته ځواب ورکړ، د راشد د دې عمل ځواب یې په څلوریزو او شپږیزو ورکړ.

راشدخان یې ښه وټکاوه او په څلورو اورونو کې یې ترې ۴۴ منډې واخېستې.

راروان اوور کې یې په راشدخان څلوریزه او شپږیزه ووهله او په دې ډول یې د راشدخان د خبرو ځواب ورکړ.

واټسن ویلي دي، چې راشدخان غوښتل ما غوسه کړي او زما وېکټ په دې هنر واخلي؛ خو ماته ډوني او د چینای روزونکي سټیف فلیمېنګ وویل، چې حوصلې نه کار واخلم او یواځې ګټونکی اننګز ولوبوم.
ما هم د هغوی خبره ومنله او زه بریالی شوم.

واټسن او د راشدخان صفت
واټسن سربېره پر دې د راشدخان په اړه ویلي، چې هغه د نړۍ یو غوره لوبغاړی دی او خورا ښه توپ اچونه کوي.

ده دا هم ویلي:

«ما د راشدخان توپ ته ښه دقیق کتل او په کوم طرف، چې به توپ روان و؛ په همغه لوري ما هم لوباوه او همدا علت و، چې ما د هغه توپونه بونډریانې کړې.»

راشدخان او سږ کال آې پي ایل کې بې مزې ښکاري
راشدخان په روان آې پي ایل کې د تېر کال په پرتله ډېر موثر نه دی، تر دې دمه یې په لسو لوبو کې لس وېکټې اخېستي او د توپ اچوونکو منځ کې یوولسم مقام لري، تېر کال هغه ۲۴ وېکټې اخېستې وې او د بالرانو په منځ کې له انډریو ټای وروسته و.

په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې راشدخان د زیاتو مېس کوونکو بالرانو په لړ کې پنځم مقام لري، لسو لوبو کې یې ۱۰۸ توپونه پرته له منډو ورکولو ترسره کړي دي.

د ۲۰۱۹ کال په آې پي ایل کې محمدنبي عیسی خېل د غوره ایکانومي لرونکو توپ اچوونکو په منځ کې لومړی مقام لري، هغه په ۵ اعشاریه ۴۹ ایکانومي توپ اچونه کړې.

راشدخان بیا په هر اوور کې ۶ اعشاریه ۱۵ منډې ورکړي او څلورم مقام کې دی.

سږ کال واټسن یوه لوبه کې هم ښه نه و ځلېدلی؛ خو د حېدراباد لوبډلې پر وړاندې بلا شو او ۹۶ منډې یې وکړې.

واټسن ته د سندیپ شرما په اوور کې وېکټ ساتونکي جاني بېرسټو کېچ ډراپ کړ، دا مهال واټسن په ۲۶ منډو ولاړ و.

واټسن د حېدراباد خلاف د لوبې غوره لوبغاړی شو.

شېن واټسن سږ کال آې پي ایل کې تر دې دمه ۱۱ لوبې کړي، ۲۴۳ منډې یې کړي او دوه ویشتم مقام کې دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی