سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ډېوېډ وارنر او راشدخان یوځای کېږي

دا چې د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ یا آې پي ایل ته یواځې پنځه ورځې پاتې دي، راشدخان تیار په هندوستان کې دی او له هغه ځای به د آې پي ایل سیالیو ته ځان رسوي.

تازه د حېدراباد لوبډلې په خپله انسټګرام پاڼه ډېوېډ وارنر ته ښه راغلاست ویلی، دوی لیکلي چې وارنر په حېدراباد کې له الوتکې ښکته شو او راورسېد.

ډېوېډ وارنر چې سږ کال به د حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر وي، ډېره تکیه یې په راشدخان ده، راشدخان او ډېوېډ وارنر به د مارچ له ۱۹ مې نېټې وروسته کله، چې د افغانستان یواځېنۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېږي سره روغبړ وکړي.

ډېوېډ وارنر تېر کال د بندیز له امله حېدراباد لوبډلې سره نه و، دې لوبډلې د وارنر په لوبډلمشرۍ کې یو ځل اتلولي هم ګټلې ده، ۲۰۱۹ کال کې کېن ویلیمسن د اوږې په برخه کې درد حِس کوي او نه شي کولای چې د آې پي ایل په لومړیو لوبو کې ولوبېږي.

ډېوېډ وارنر باندې د ۲۰۱۸ کال په سرکې د افریقا خلاف ټېسټ لوبه کې بندیز ولګېد.

اسټرالیایي کیڼ لاسی وارنر خورا مناسب اوپنر او لوبډلمشر دی او کولای شي لوبډله تر اتلولۍ ورسوي.

هغه په ۲۰۱۶ م کال کې په ۱۷ لوبو کې د حېدراباد لوبډلې لپاره ۸۴۸ منډې کړې وې، اورېج یا اوسط یې ۶۱ و، او په ۱۵۱ سټرایک باندې لوبېدلی و.

بل پلو راشدخان په دوو تېرو پړاوونوکې د حېدراباد لوبډلې لپاره د ملا د تیر حیثیت غوره کړی دی، چې ډېره تکیه یې پر همده ده، تېر کال یې ۲۱ وېکټې اخېستې وې.

که وګورو د وارنر په لوبډلمشرۍ کې کله چې حېدراباد لوبډله مشکلاتو کې ګېره شي نو وارنر بیا راشدخان راغواړي او لوبډله پرې له ستونزو رابهر کوي.

وارنر په ۲۰۱۷ م کال کې اورېنج کېپ یا د ډېرو منډو جوړولو خولۍ په سر کړې وه او تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی و.

ډېوېډ وارنر په ټول اې پي ایل کې ۱۱۴ لوبو کې توپ وهنه کړې او ۴۰۱۴ منډې یې پکې جوړې کړي دي.

سږ کال بیا هم وارنر ته په توپ وهنه کې او راشدخان ته په توپ اچونه کې ډېرې هیلې شته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي