سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په یو اوور چلینجي لوبه کې راشد خان د انګلستاني ټرېس کوتېک پر وړاندې

سکای سپورټس یوه لس دقیقه یزه ویډیو خپره کړې، چې پکې له راشدخان څخه د انګلستان د کیڼ لاسي توپ وهونکي ټرېس کوتېک په اړه پوښتنه شوې ده، ایا تا د ده په اړه مخکې اورېدلي یا مو لوبه ورسره کړې ده؟

راشدخان ورته وایي ده د انګلستان لپاره ډېرې ښې لوبې کړي دي او ډېرې منډې یې جوړې کړي دي.

له راشدخان پوښتنه کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې ډېر پرمختګ وکړ، ایا د دې توقع یې درلوده، چې دومره وځلېږې؟ راشد ځواب کې وايي؛ دا زما لپاره یو خوب و، زما لپاره تېر دوه کلونه ځانګړي وو، زه مې په خپل هېواد او کورنۍ ویاړم.

له دې وروسته خبریال د دواړو ترمنځ یو اور لوبه برابروي داسې چې راشد خان به یو اور کوي او انګلینډی بیټسمن ټرېس به توپوهنه کوي.

خبریال بیا ټرېس کوتېک ته وایي، چې د راشدخان پر وړاندې لوبې ته راځه، ښایي دا به ستا لپاره ښه یا بد خبر وي.

خبریال: ته د چلېنجي اوور په سر کې ویل کیږي، ته د اوور لومړی بال کوې، څه پلان لري او څه احساس کوې؟
راشد خان: زه ساده پيل کوم، ساده توپ اچونه پیلوم او ګوډ لاین برخه کې بال پېچ کوم.

خبریال: که شپږیزه درباندې ووهي بیا؟
خان: زه هغه یوې شپږیزې ته هم نه پرېږدم او ټول اوور کې له شپږو منډو زیاتې نه ورکوم.

ورپسې لوبه پيل شوه، لومړی توپ یې ترسره کړ، څلور منډې یې ورکړې، خبریال پوښتنه کوي، چې په لومړي توپ څلوریزه شوه څه وایې؟
راشدخان ځواب ورکوي دا د توپ وهونکي بخت و، چې څلوریزه شوه.

دوهم توپ راشدخان مېس کړ، دریم توپ یې هم مېس کړ، توپ وهونکی وایي ما ویل بال به قرار وي؛ خو دا تېز و او ما غوښتل ایکسټرا کور ته یې ولوبوم؛ ناکام شوم.

په څلورم توپ یې یوه منډه ورکړه، په پنځم توپ هم توپ وهونکي د غټ شاټ هڅه وکړه، خو توپ یې بونډري څخه بهر نشو کړای، دا چې لوبغالي کې ډګر ساتونکي نه وو، نو ځکه لوبغاړی کېچ نه شو او یواځې یوه منډه یې ورکړه.

په یو توپ دوه منډې پاتې وې، چې راشدخان په وروستي توپ، توپ وهونکی بولډ کړ او چلېنج یې له انګلستاني توپ وهونکي وګاټه.

راشدخان له دې وروسته د خپلې توپ اچونې په اړه معلومات ورکړي، وایي زه ګوتې ډېرې کارووم.

خان وایي زه توپ د ګوتو په څوکو کې نیسم او دا د توپ سرعت سره ډېره مرسته کوي، هغه وایي که زه ورغوي کې توپ ونیسم بیا توپ چټک نه ترسره کېږي.

راشدخان معلومات ورکوي، کله چې تمریناتو پر مهال جال کې لوبه کوم، مختلفو ګرېپونو باندې توپ اچونه کوم او مختلفو ځایونو کې توپ پېچ کوم.

توپ وهونکی چې د راشدخان توپ ته ولاړ و، وایي توپ یې چټک و.

له راشدخان څخه پوښتنه کېږي، چې ته توپ وهنه هم کوې؟ خان ځواب ورکوي، چې هو زه غواړم چې توپ اچونه او ښه توپ وهنه وکړم، هغه وایي بالېنګ برخه مې ښه ده، خو زه اوس ډېر کار په توپ وهنه کوم، د ډګر ساتنې په اړه وایي، چې ډګر ساتنه زما په فطري ډول ښه ده او زه په فطري ډول ډګر ساتنه کوم.

له راشدخان پوښتنه کوي؛ ته نورو بالرانو ته څه پېغام لرې؟
هغه وایي هر بالر باید په خپله طبیعي او فطري وړتیا کار وکړي، د نورو تقلید باید ونه شي، د نورو ویډیوګانې دې وکتل شي، تر څو تجربه واخلي خو کټ مټ دې د یو بل بالر سټایل او توپ اچونه نه کاپي کوي، بلکې خپله فطري وړتیا دې په کار واچوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی