خامنه یي: موږ ولې د امریکا مننه وکړو؟ د داعش د رامینځ ته کولو لپاره؟!

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ترخې او سختې څرګندونې کړي دي.

خامنه يي وايي، چې ټرمپ د ایران په اړه خپلو څرګندونو سره د خپل هیواد اصلي څېره او نیت نړۍ ته وروښود. نوموړي زیاته کړه، چې ایران د ټرمپ له ګواښوونکو څرګندونه څخه ویره نه لري.

ښاغلي خامنه يي، چې نن سه شنبه يې د ایران پوځي او دفاعي هوايي پوځ ته خبرې کولې، وویل:

((موږ د اوباما د اداري منندوی نه یوو. هغه په تهران درانه بندیزونه ولګول. غوښتل يې د ایران ملت او اسلامي جمهوریت له پښو وغورځوي. اما هیڅ دښمن به دې موخې ته ونه رسیږي، چې دا ستر ملت تر پښو وغورځوي.))

هغه د ټرمپ په ځواب کې چې ایران دې د اوباما مننه وکړي، وویل:

((ولې موږ د مخکني ولسمشر د ادارې مننه وکړ؟ ددې لپاره چې په ایران يې بندیزونه ولګول؟ د داعش د رامینځ ته کولو لپاره؟ په سوریه او عراق کې د اور بلولو لپاره؟ او که د هایپروکریسي لپاره؟))

هغه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ایراني ملت د ډارولو لپاره وبللې؛ خو زیاته يې کړه، چې ایرانیان له هیڅ ګواښ څخه نه ویریږي.
ښاغلي خامنه يي ویلي، چې له ټرمپ څخه ددې له امله منندیو یو، چې نړۍ ته يې د ایران په اړه څرګندونو کې د واشنګټن اصلي نیت او څیره وروښوده.

له ښاغلي خامنه يي یوه ورځ مخکې، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري ویلي وه، چې ایران ته د امریکا ګواښ به امریکا ته خپله په زیان تمام شي.

ښاغلي جهانګیري وویل، چې د ایران او امریکا ترمینځ د بې باورۍ یو ستر دیوال جوړ شوی؛ امریکایانو د ایراني ملت په ضد خپل رول په ګڼو مسایلو کې ادا کړی، او دا د ایرانیانو له مغزو په اسانۍ نه وځي.

د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې راځي، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې ایران امریکا ته احترام نه لري.

د ټرمپ په وینا چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمینځ اټومي معاملې له ایران مغرور کړی دی.

بل پلو د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام معامله نشي زغملای.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */