د خلیلزاد د تازه مرکې شننه؛ امریکا سوله که ټاکنې غواړي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره په تازه مرکه کې پر ځینو مهمو تودو مسئلو خبرې اترې کړي.

په دې لیکنه کې به د دې مرکې مهم جزیات او شننه وړاندې شي:

مهم ټکي
په دې مرکه کې خلیلزاد دا مهم ټکي بیان کړي:
ـ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتو موضوع لنډ مهاله نه ده، کلونه وخت به نیسي.

ـ د موقت حکومت مسئله د افغانانو اړوند ده، دوی به خپلو کې پریکړه کوي، چې څنګه له پوځي تقابل پرته ښه او سوکاله راتلونکی ولري.

ـ د ولسمشریزو ټاکنو سرته رسول د ټاکنو د خپلواک کمیسون کار دی، خو ښه به وي چې دا ټاکنې له طالبانو سره د سولې تر توافق وروسته وشي.

ـ د سولې توافق لا یقیني نه دی، غوره به وي چې ټاکنو کمیسون ټاکنو ته خپل چمتووالی ونیسي.

ـ په افغانستان کې د سولې لپاره امریکایي مامور یم، کومه شخصي اجنډا نه لرم.

افغانانو ته ډاډ ګیرنه
په دې مرکه کې خلیلزاد له یوه لوري افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې طالبانو سره د امریکا مذاکرات به په دې مانا نه وي، چې سمدستي به دا هېواد طالبانو ته پریښودل کیږي.
له دې مسئلې سره د امریکا ګټې هم تړلې دي، ځکه امریکا په سیمه کې پراخ هدفونه لري او په اسانه به دلته خپل پوځي او سیاسي حضور پای ته ونه رسوي.

د موقت حکومت کنایوي ملاتړ
هغه دغه راز د موقت حکومت په اړه د پردې لاندې یو پيغام درلود او هغه دا چې دی یا د امریکا حکومت داسې حکومت جوړیدل په افغانستان کې نه غواړي، خو که افغانان د داسې حکومت غوښتونکي وي، نو دوی به ورسره موافق وي.
په دې توګه خلیلزاد د دغسې حکومت جوړیدل رد نه کړل.

ولسمشریزې ټاکنې که سوله؟
امریکایي استازي همدا شان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه له کړې تبصرې دوه ډوله خبرې وړاندې کړې:
یوه خبره دا ده چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره امریکا لېواله نه ده؛ برعکس دا غواړي چې طالبانو سره تر دغو ټاکنو مخکې سوله وشي او ټاکنې سیاسي بهیر ته د هغوی له راتلو څخه وروسته ترسره شي.

د دې ترڅنګ بل پيغام یې دا و، چې افغان حکومت دې دغو ټاکنو ته تیاری ونیسي، ځکه امکان شته چې د سولې لپاره هوکړه ونه شي او خبره ټاکنو ته لاړه شي.

له دې خبرو داسې وړاندوینه کیدای شي، چې امریکا ولسمشر غني پر ټاکنو بوخت ساتي او د سولې احتمالي توافق، چې په ډېرګومان پایله به یې د ټاکنو پر ځای د موقت حکومت جوړیدل وي، زمینه ورته برابرول غواړي.

دا چې دا وړاندوینې به څومره سمه خیژي، له راتلونکو تازه سیاسي بدلونونو سره به روښانه شي!

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي