کلتور او هنر

د رنګین ماښام هنرمند خالد ملک: څوک چې مئېن نه وي خوشې سنډا به وي

لیکنه: بشر درویش

د پښتو موسیقۍ مشهور نوم خالد ملک باوري دی، چې هر انسان باید مېن شي او که مېن نه شي نو انسان به نه وي، خوشې سنډا به وي.

د ریښتینې مېن ارمانجن
خالد ملک، چې له ۲۰۰۴ راهیسې یې د «لیلا لیلا لیلا- ځار شم له تا لیلا» سندرې په ویلو سره موسیقۍ ته مخه کړې، وایي ریښتینې مینه یې خوښیږي.

ملک په یوه تلویزوني مرکه کې وویل: د ډوډۍ والا مینه مې نه خوښیږي.

مېرمنه او اوسنۍ مینه
ملک د خپلې مینې سم حال نه وایي، خو زیاتوي چې اوس له خپلې یوې کوچنۍ لور سره ډېره مینه لري.

خالد د خپلې مېرمنې په اړه د نورو ډېرو سندرغاړو په توپیر زیات غږیدلی او ورسره یې ډېر اخلاص ښودلی.

ملک وایي، ښځه تر ټولو ښه ملګرې ده، ژوند پرې اباد وي، خو په دې شرط چې ورسره اړیکه په سمه توګه مخته یوړل شي.

خالد ملک ټینګار کوي، چې هر سړی باید خپلې مېرمنې ته کافي حقونه او لازم وخت ورکړي.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

د ځان په اړه وایي، چې له ټولو بوختیاوو سره مېرمنې ته یې زیات وخت ورکوي.

هغه نه یوازې په انساني لحاظ؛ بلکې په اسلامي لحاظ ښځې محترمې ګڼي او ورته د حقونو په ورکولو کې اجر ویني.

خالد ملک له مېرمنې پرته د مور و پلار دعا او لاسنیوی د خپل بریالیتوب لوی لاملونه ګڼي.

د خوښې هنرمندان
خالد ملک په موسیقۍ جوړونکو کې ماسټرعلي حیدر، نذیرګل، نظرمحمد ذرو، شاکر زېب او ګلالی خوښوي. وایي دوی معیاري او غوره کمپوزونه جوړوي.

په شاعرانو کې هغه د غني خان، رحمت شاه سایل، رحیم غمزده او ممتاز اورکزي شعرونه ویلي.

مشهورې سندرې
خالد ملک د رحیم غمزده په «لیلا لیلا» سندره موسیقۍ ته راغلی او په همدې سندرې ډېرمشهور شوی دی.

هغه د غني خان « یو رنګین غوندې ماښام» شعر هم په ښایسته موسیقۍ سندره کړی. د ممتاز اورکزي« زه داسې یمه» شعر یې هم په ښایسته انداز ویلی، چې ډېرو خلکو خوښه کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي