افغانستان سیاست

طالبان د اسدالله خالد له نظره؛ نوې څرګندونې یې دلته ولولئ

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له مخکښو طالب ضدو څېرو څخه دی.

هغه کلونه مخکې د حامد کرزي د حکومت پر وخت د ملي امنیت ریس و او د طالبانو له یوه وراستولي ځانمرګي بریدګر څخه په لږ چانس کې له مرګه وژغورل شو.

خالد په دغه برید کې سخت ټپي او له کبله یې اوږده موده په امریکا کې بستر و.

دی څو میاشتې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست شو، چې د معرفۍ پر ورځ یې د (سر یې وهو، سنګر یې نیسو) له شعار سره د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې توند دریځ غوره کړ.

خالد دا دومره موده په دومره صراحت د طالبانو په اړه نه و غږیدلی، لکه اوس چې غږیدلی.

دلته به یې په دې اړه نوې څرګندونې درسره شریکې کړو:

د طالبانو ډلبندي
اسدالله خالد د افغان او ناټو امنیتي چارواکو په ملتیا بلخ ته د وروستي سفر پر مهال پخپلو خبرو کې د طالبانو ډلبندي کړې او په اړه یې داسې ویلي: له هغه وخته، چې والي وم، زما تجربه ښيي چې طالبان په هر ولایت کې یوه کوچنۍ هسته لري او په دې کټګوریو وېشل کیږي:

ـ یوه ډله طالبان هغه خلک دي، چې لومړني خدمات ورته نه دي برابر شوي او له فعلي وضعیت څخه ناراضه دي.

ـ دویمه ډله هغه طالبان دي، چې په ناقانونه لارو لکه: د نیشه یي توکیو قاچاق، چورچپاول او باج اخیستو ژوند کوي.

ـ درېیمه ‌ډله هغه طالبان دي، چې په بشري ضدو جنایتونو کې لاس لري او د سیستم او قانون له واکمنۍ ډاریږي.

له جنایت کارۍ ترجلادۍ
د خالد په وینا ملت له طالبانو تښتي او ګوزاره یې نه ورسره کیږي.

هغه وایي طالبان هم جنایت کاران دي، هم قاضیان، هم محکمې او هم د خپلو پریکړو تطبیقونکي (جلادان).

د ده په وینا افغانان د نورې نړۍ په شان سوکاله ژوند غواړي. دوی غواړي چې پاخه سړکونه، ښوونځي او کلینیکونه او نورې اسانتیاوې ولري، خو طالبان د ټولو ارزښتونو خلاف له دوی څخه د داسې ژوند لرلو حق اخلي.

د ښوونځي ته تګ د اعلان پر وړاندې غبرګون
خالد د طالبانو هغه اعلان ته په اشارې سره چې له خلکو یې ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو استول غوښتي، وایي چې دا اعلان یې خلکو ته نه؛ بلکې خپلو کورنیو ته کړی.

د ده په وینا طالبان اوس د معارف په قدر پوه شوي او غواړي خپل اولادونه پرې سمبال او راتلونکی یې ښه کړي.

نوي ګواښونه او چمتووالی

اسدالله خالد په دغه سفر کې خبرداری ورکړی، چې طالبان د سولې په روانو مذاکراتو کې د زیات امتیاز اخیستو لپاره د جګړې د توندولو پلان لري.

هغه د دوی د مقابلې لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نوو امادګیو خبر هم ورکوي او وایي زر به په بلخ کې د ۲۱۷ قول اردو فعاله او پرانیزي.

هم مهاله سوله او جګړه
د خالد خبرې څرګندوي، چې افغان حکومت د سولې د روانو مذاکراتو سره هم مهاله د خونړي موسم (پسرلي) د احتمالي شدیدو جګړو لپاره هم د تیاري په حال کې دی.

دا موسم هرکال د نورې نړۍ برعکس افغانانو ته خوابدونکی ځکه وي، چې جګړه پکې پياوړې کیږي او خلک د پسرلي ښایستونو ته د خوشالۍ پرځای په شنو درو کې د خپلو بهیدلو وینو ویر ته ناست وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي