اقتصاد

له ستریس او خپګانه د وتلو څو لارې

د نړئ مشهور ارواپوه ډاکټر اليکس کارل وينا ده:

(( که ځينو خلکو خپګانونه نه ول زغملي، نو هغوی به په ځوانۍ کې د مرګ خولې ته لويدلي ول.))

ليدل کېږي چې ډېر کله سوداګر خلک له خپګانونو سره مخ کېږي،که لږ فکر وکړو، نو معلومېږي چې په دې خپګانونو کې ډېرې خواشينۍ داسې وي، چې زموږ د لږې پاملرنې له امله په اسانۍ سره له منځه تلای شي، ځکه چې دا يو ډول مصنوعي خپګانونه وي، کوم قوي بنسټ نه لري، زموږ سوداګر ورونه دا مصنوعي خپګانونه د ځان لپاره يو عذر بولي، چې له دې سره ورته د معدې ناروغي هم پيدا کېږي.

زه اوس تاسې ته په امريکا کې د يوې خپرندويه ټولنې د مشر ليون شکن کيسه کوم، هغه دغه کيسه په خپله ژبه داسې بيان کړې ده:

(( پينځلس کاله زما د کار بڼه دا وه،چې د هر کار لپاره به مې نيمه ورځ په ناستو او بحثونو تېروله،چې موږ بايد څه وکړو او څه ونه کړو؟ په دې بحثونو به زموږ ډېر وخت ضايع کېده او پر خپلو څوکيو له ناستې پرته مو هېڅ پايله نه شوه تر لاسه کولای، ماښام به همداسې خپلو کورونو ته ستنېدو،ما داسې فکر کاوه، چې ټول عمر به مو همداسې روان وي، ما داسې نه انګېرله ،چې پر دې سربېره نورې لارې چارې هم شته، ډېره موده وروسته د خپل نيمګړي فکر د رغونې په لټه کې شوم، څو کاله وروسته باالاخره په دې وتوانېدم، چې خپله لار بدله کړم، اته کاله کېږي، چې اوس په خپلو نويو فکرونو باندې عمل کوم او ډېر خوشاله يم، روغتيايي حالت مې تر پخوا ډېر ښه شوی دی، له دې لارو چارو ما ډېره ګټه ترلاسه کړه، زه اوس تاسې ته د خپل کار جوړښت مخته ږدم، ما د ناستو او بحثونو لړۍ پای ته ورسوله، ددې پايله دا شوه،چې د ناستې ګډونوالو او زما ملګرو به دا پوښتنه ډېره کوله، چې اخر زموږ ددې ناستو غلطي څه وه ؟ هر يو به له بل نه همدا پوښتنه کوله،په پای کې مو ناسته په دې خبره پايته ورسوله، چې په راتلونکي کې بايد څه وکړو؟ ))
کله چې زه له کومې موضوع سره مخ شم، ما دځان لپاره دغه اصول جوړ کړي، لاندې څلورو پوښتنو ته په ليکلې بڼه ځوابونه ورکړل شوي،چې هغه ستاسې مخې ته ږدم.

۱: لومړۍ پوښتنه داده چې راپېښه شوې موضوع څه ده؟

موږ په تېر کې هېڅکله په دې خبره د پوهېدو هڅه نه وه کړې، چې د موضوع بڼه څه ډول ده؟

اوس چې زه د تېر وخت خبرې يادوم، نو زما اروا خپه کېږي، چې ولې مې خپل قيمتي وخت په دومره بې ځايه خبرو تېر کړی.

۲: دويمه پوښتنه دا وه چې د موضوع لامل څه دی؟

په تېر کې به مو هره ورځ دوه ساعته وخت په دې ضايع کاوه، چې موضوع څه ده؟ بيا به مو وروسته د حل لارې چارې په ليکلې بڼه وړاندې کولې.

۳: درېيمه پوښتنه به دا وه، چې د موضوع د حل لارې څه دي؟

تر دې مخکې به يوازې يو تن د موضوع د حل لپاره وړانديز کاوه او نورو ګډونوالو به پرې بحث کاوه، هر چا به بېلابېل نظرونه لرل، ډېر کله به داسې وشول،چې اصلي موضوع به پاتې شوه او موږ به په نورو لارو سر شو.

۴: څلورمه پوښتنه به دا وه،چې ستاسې په اند د حل مناسبه لار يې کومه ده ؟

مخکې به موږ ټولو د موضوع د سمې حل لارې په اړه د غور او فکر پر ځای په خپلو کې بحثونه کول، يو تن به څو ساعته وخت ايله په بحثونو تېراوه او د موضوع د حل لپاره به يې هېڅ وړانديز نه درلو او نه به يې ددې کار ښېګڼې او بدګڼې په ګوته کولې،نظرونه مو ضد او نقيض ول او د نورو خبرې به مو نه منلې.

نن سبا چې زما ملګري زما په خبرو عمل کوي، نو په ورپېښه موضوع بری مومي، ځکه هغوی په دې پوهېږي، چې که له کومې موضوع سره مخ شي،نو دې څلورو پوښتنو ته که ځوابونه پيدا کړي،خامخا به پرتې موضوع ته د حل لار پيدا کړي.

اوس مهال چې زه له کومې کشالې موضوع سره مخ شم، نو هڅه کوم، چې له همدې اصولو کار واخلم، چې له دې کار سره زما ډېر وخت سپما کېږي.

ارواپوهانو له خپګانونو څخه د خلاصون لپاره ځيني وړانديزونه کړي، چې تاسې ته يې په لاندې ډول بيانوو.

۱: تر ټولو لومړی بايد تاسې د موضوع حقيقت معلوم کړئ او د هغې پر ټولو خواو ښه غور وکړئ.

د حقايقو تر معلومولو وروسته تاسې بايد خامخا خپله پرېکړه وکړئ.

۳: کله مو چې پرېکړه وکړه،نو له څه ځنډ پرته پرې عمل کول پيل کړئ،د پايلې په اړه يې فکر کولو ته چندان اړتيا نشته.

يو مشهور متل دی چې: (( خالي ذهن د شيطان کور دی.)) تاسې ټولو به دامتل اورېدلی وي،تاسې به د خپل ذهن له طبيعي جوړښت نه ښه خبر ياست، لنډه داچې په ذهن کې مو تل د يوه څيز په اړه فکر پروت وي، که موږ په خپل ذهن کې د ګټورو کارونو په اړه فکر کول بند کړل،نو په ذهن کې به مو خامخا څه ناڅه عجيب او غريب فکرونه وي،چې له امله به يې د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ شئ، دغه ډول بې کاره فکرونه مو د خپګانونو لامل ګرځي،که تاسې لږ فکر وکړئ، نو نوي سلنه اندېښنې به درته د همدې نا اشنا فکرونو له امله پيدا شوي وي، چې دې ته بيا موږ په خپل لاس د جوړو شويو خپګانونو نوم ورکولای شو، دغه خپګانونه په سترګو نه ښکاري،خو په ډېرو سوچونو سوچونو به مو ځان خراب کړی وي.

تر ټولو مهمه خبره داده، چې که تاسې په کوم کار بوخت ياست،نو هېڅ ډول خپګان به احساس نه کړئ، کله چې له خپلو کارونو اوزګارېږئ،نو د بې ځايه فکرونو په دام کې به ونښلئ، ددې نه د خلاصون لپاره ښه لار داده،چې تل په ناڅه کارونو باندې ځان بوخت وساتئ، دلته د کار نه موخه دا نه ده، چې تاسې پر يوه فضول او بې ځايه کار خپل وخت ضايع کړئ، بلکې د خپلې روغتيا د ښه والي او نورو رغوونکو کارونو ته وخت ورکړئ او بې ځايه سوچونو ته په خپل ذهن کې ځای مه ورکوئ.

له خپګانه د ژغورنې لپاره يوه اسانه او غوره لار داده،چې تاسې بايد خپل خپګانونه له خپل يوه باوري ملګري سره شريک کړئ، که داسې کوم تن مو پيدا نه کړ، نو خپلې خواشينۍ له خپلې مېرمنې سره شريکې کړئ او له همدې لارې د خپل ذهن بوج سپک کړئ، که داسې مو ونه کړل، نو ماغزه به مو د خپګانونو ځاله شي، دماغي صلاحيتونه به مو لږ او خپګانونه به مو بيخي ډېر شي،چې دا کار به ستاسې د برياليتوب په لار کې يو لوی خنډ وګرځي.

ژباړه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */