ټولنیز ژوند زده کړې

خبرې او ملغلرې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

۱- ژوند د هيندارې په څير دى، که ورته خاندې درته خاندي به، هڅه وکړئ په مثبت فکر سره داسې کړنې ترسره کړئ، چې د ژوند هره برخه کې د خوښۍ احساس وکړئ. برعکس په منفي کړنو او فکرونو مو ځان مه خپه کوئ.

۲- هڅکله داسې فکر مه کوئ، تر ټولو غوره انسان یې، ځکه غوره انسانان له خپلواعمالو څخه معلوميږي، کنه ښايسته خبرې پر ديوال هم ليکل شوي وي.

۳- بخښنه تر ټولو ښه عمل دی، خو دوه کسان هيڅلکه مه بخښئ، يو هغه چې ستا په نشتون منفي خبرې درپسې کوي او دوهم هغه چې د ده پر خبرو باور کوي.

۳- دا حدیث شریف به مو اوریدلی وي؛ دومره مه خوږېږه چې نور دې وخوري، خو دومره هم ترخیږه چې د نورو له ستونې تیر نشې. په دې نړۍ کې ډېر مه ريښتيني کيږئ، ځکه هر وخت لومړۍ مستقيمې ونې د وهلو لپاره انتخابېږي.

۴- هڅه وکړه چې قوي اوسې، ځکه کمزوري خلک کېنه کښ وي، قوي خلک بخښونکي وي.

۵- که مو په يو وخت د دوو نفرو سره مينه کوله نو د انتخاب وخت کې يې دوهم نفر انتخاب کړئ دا پدې که مو لومړني سره واقعي مينه وای؛ بيا مو د دوهمې مینې په اړه فکر نه کاوه.

۶- تل په دې ټینګار کېږي چې ژبه مو په واک کې وساتئ، د ژبې وزن ‌‌‌‌‌‌ډیر کم، خو د کنټرول توان یې ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ دی. پوهان وايي ژبه له هډوکو نه ده جوړه، خو زړونه ماتولی شي.

۷- که خوشحاله وۍ، په ارامه وخاندئ، تر څو غم مو را وېښ نشي او که غمجن ياست په ارامه وژاړئ، تر څو خوشحالي مو ناهېلي نشي.

۸- په شونډو مسکا خوره لرئ، ځکه يوه ساده مسکا ډېره ښکلې ده له قيمتې کاليو څخه.

۹- مهربانه اوسئ، مینه او مهرباني هغه وخت پيژندل کیږي، کله چې انسان خپل خواړه له حيوان سره نيمايې کړي.

۱۰- په یاد ولرئ، کم اصله انسان هغه شخص دی، چې د بدلې د اخيستلو لپاره د مقابل لوري رازونه په ډاګه کوي.

۱۱- هر چا ته په زړه که دومره ځای ورکړئ، څومره چې یې تاته درکړى وي، کنه یا به خپله ژاړې یا به دې هغه ژړوې.

۱۲- له هغو انسانانو څخه چې په ژوند کې اهميت نه درکوي، يواځې اوسېدل غوره دي.

۱۳- هغه ملګرتیا به تلپاتې وي چې بنسټ یې له مینې جوړ وي، نه له اړتیا.

۱۴- يو رېښتينى زړه له ميليونو ښکلو څهرو څخه غوره دى، د خپلو ریښتینو ملګر قدر وکړئ.

۱۵- دا مو هیر نشي، ډېر زر مه مئين کېږئ، ډېر زر مه باوري کېږئ، ډېر زر مه خاموشه کېږئ، ډېره لوړه توقع مکوئ او ډېرې خبرې هم مکوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي