ټولنیز ژوند روغه سټه

د پیاوړي ذهن لرلو لپاره دا ۵ عادتونه پرېږدئ

لیکنه: ياران

ژباړن: عطا محمد میاخېل

په هر کار کې د بریا لپاره د پیاوړي او ځواکمن ذهن لرل اړین دي، هر څوک کولای شي په کار او ژوند کې له خپل ذهني ځواک څخه په غوره توګه ګټه واخلي.

کله چې تاسو د وزن د کمښت، کار کولو او د یوه مسلک د زده کړې په حال کې یاست، نو باید ذهن مو چمتو وي، ترڅو وکولای شئ، له هغه څخه په ښه توګه ګټه واخلئ. له مناسب ذهنیت پرته په ډېرې آسانۍ خپل تمرکز له لاسه ورکوئ او هغه کارونه، چې باید ترسره یې کړئ، په ښه توګه نه شئ ترسره کولای.
په دې لیکنه کې موږ تاسو پنځه نامناسب عادتونه در پېژنو، چې پرېښودل یې له تاسو سره د پیاوړي ذهن په لرلو کې مرسته کوي:

۱ ـــ د هغو څیزونو په اړه چې مهم نه دي فکر مه کوئ
ستونزه داده، چې تاسو خپل ذهن په هغو څیزونو ډک کړئ، چې مهم نه دي، دا کار به په تاسو کې د اروایي فشار د ډېرښت، وېرې او تېروتنې سبب شي او په راتلونکې کې به له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ.

کلمې او له هغو څخه ګټه اخیستنه ډېره مهمه ده، د دې لپاره، چې بریالي شئ او ښه حافظه ولرئ، نو باید له ساده او عادي څیزونو څخه تېر شئ، ترڅو وکولای شئ، بریالي شئ. خپل پام ډېر هغو څیزونو ته ور واړوئ، کوم چې ستاسو د ودې او پرمختګ لامل ګرځي.

۲ ـــ پرتله کړئ
که غواړئ، چې ذهن مو چمتو واوسي، نو وړاندیز کوم، چې پرتله وکړئ، دا د هغه وخت له پاره ده، چې تاسو خپلې شاوخوا ته ګورئ او فکر کوئ، چې نور له تاسو څخه شتمن، ډنګر، د ښه استعداد لرونکي او بریالي دي، چې له موضوع څخه کولای شئ، د موخې په توګه کار واخلئ، چې په پای کې نه یوازې بریالي کېږئ، بلکې ذهن به مو هم فعال شي.

۳ ـــ د هر چا خبرو ته غوږ مه نیسئ
سره له دې چې هرڅوک کولای شي، خپل نظر وړاندې کړي، خو دا په دې مانا نه ده، چې تاسو د هر چا خبرو ته غوږ ونیسئ. ځینې کسان ښایي په خپلو خبرو سره تاسو له خپلې موخې څخه را وګرځوي، اړینه نه ده، چې د دې ډول اشخاصو په وړاندې بې ادبي وکړئ، بلکې تاسو کولای شئ له هغو کسانو څخه، چې کولای شي تاسو ته په غوره توګه لارښوونه وکړي، لارښوونه ترلاسه کړئ.

۴ ـــ باور وکړئ، چې تاسو هر کار په یوازې توګه ترسره کولای شئ
احتمالاً تاسو هوښیار یاست او د ښه او لوړ سند لرونکي یاست او دغه راز تاسو کولای شئ، چې په خپل ژوند کې ډېرې لاسته راوړنې ولرئ، که چېرې باور ولرئ، چې په یوازې توګه هر کار ترسره کولای شئ، نو ډېر ژر بریالي کېږئ، خپله به هېچا ته اړتیا ونه لرئ، ستاسو په بریا کې یوازینی مهم لامل دا دی، چې په ځان باندې باور ولرئ، چې هر کار ترسره کولای شئ.

۵ ـــ په خپلو سفرونو کې ډېر وخت ولګوئ
معمولاً هر څوک په مسافرۍ ځي، خو مسافري داسې څه نه ده، چې زموږ د ذهن د ښه والي سبب شي، د اوږدې مسافرۍ پرځای خپلې موخې ته د رسېدو لپاره اړین کارونه ترسره کړئ، چې په حقیقت کې لنډه مهالې مسافري د ذهن په پیاوړتیا کې له تاسو ډېره زیاته مرسته کولای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران