ټولنیز ژوند مخکښان

د ژوند په اړه د نړۍ نوموتو پوهانو الهام بښونکې ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د عمر په پای کې دا دومره ارزښت نلري چې څو کاله عمر مو وکړ. هغه څه چې مهم دي، د دغو کلونو په ترڅ کې جاري عمر دی.
آبراهام لینکلن

زموږ په ژوند کې ترټولو لویه او ښه ورځ هغه ده چې د خپلو ټولو چلندونو او کړنو مسوليت په ټول کمال سره په غاړه واخلو.
جان. سی. مکسول

ژوند د حلو کولو لپاره کومه مسئله نه ده، بلکې هغه واقعيت دی چې بايد تجربه يې کړو.
سورن ک کګارد

د هغه څه په اړه چې فکر کوو، هغه سره به مخ شو؛ نو که غواړو بدلون رامنځ ته کړو بايد خپل ذهن پرانېستی پرېږدو.
وین دایر

په ژوندانه کې يوازينۍ ناتواني، بد او منفي چلند دی.
اسکات هامیلتون

ژوند د خپل ځان کشفول نه، بلکې د خپل ځان جوړول دي.
جرج برناردشاو

ژوند واقعا ساده دی، موږ هڅه کوو چې پېچلی يې کړو.
کنفسیوس

په ژوند کې زموږ اصلي موخه د نورو سره مرسته کول دي. که نشئ کولی چې نورو سره مرسته وکړئ، حداقل هڅه وکړئ چې زيان ونه رسوئ.
دالایی لاما

د ژوند ترټولو مهمه او همېشنۍ پوښتنه دا ده: د نورو لپاره څه کوې؟
مارتین لوتر کینګ

بدلون، د ژوند قانون دی او هر هغه څوک چې راتلونکې پورې سترګې وتړي، نو حال به له لاسه ورکړي.
جان. اف. کندی

ما ډېر ځلې په ژوندانه کې ماتې خوړلې او همدا ماتې مې د برياليتوب سبب دي.
مایکل جوردن

صادقانه هڅه او د تجربو په رڼا کې هڅه کول د انسان د پرمختګ سبب کېږي. په دې مسير کې د انسان شخصيت ځانګړې بڼه ځان ته غوره کوي.
النور روزولت

له ژوندانه څخه مې چې څه زده کړي، په درې کليمو کې يې خلاصه کوم: ژوند دوام لري.
رابرت فراست

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی