بریا او پرمختګ زده کړې

د کتاب په اړه د پوهانو ارزښتمنې ویناوې

لیکنه: مریم محمدي

راټولونه: مریم محمدي

۱- ښه کتاب بهترین ملګری دی، هم نن او هم د تل لپاره.
(مارټین ټپر)

۲- کتابونه څومره ډېر او وخت څومره کم دی.
( فرانک زپا)

۳- ما هر ځای کې آرام لټولای دی خو نه مې دی موندلای، غیر له دې چې په یوه ګوښه کې له کتاب سره یوازې و اوسم.
(توماس کمپس)

۴- که یوازې هماغه کتابونه ولولې چې نور یې لولي، یوازې به هماغسې فکر وکړې چې نور یې کوي.
(هاروکي)

۵- ښه کتاب هغه دی چې ګڼې تجربې در زده کوي او په پای کې یې لږ ستړی کیږې. کله چې کتاب لولې څو واره ژوند کوې.
(ویلیام سټيرون)

۶- که یو باغ او یو کتابتون ولرې، هر هغه څه لرې چې ورته اړتیا وي.
( سیسرو)

۷- یوه ورځ مې یو کتاب ولوست خو ټول ژوند مې ورسره بدل شو. اورهان پوماک (د نوبل جایزې ګټونکی ترکي لیکوال)

۸- ښار بې له کتابپلورنځي ښار نه وي.
(نیل ګیمن)

۹- کتابونه هیندارې دي: ته به یوازې هغه څه په کې ووینې چې ستا په د ننه کې دي.
(کارلوس رویز)

۱۰- بې کتابه کور لکه بې کړکیو کوټه وي.
(هورېس من)

۱۱- کتاب باید هغه تبر اوسي چې زموږ د ننه کنګل پرې مات شي.
(فرانز کافکا)

۱۲- ځینې کتابونه دي چې باید یوازې وڅکل شي، ځینې یې باید له ستوني تیر شي او لږ کتابونه دي چې باید وژول شي او هضم شي.
(فرانسیس بیکن)

۱۳- د کتاب اخیستل به هله ښه کار وي چې د لوستلو لپاره یې وخت هم واخیستل شي.
(شوپنهاور)

۱۴- د کتاب تر سوځولو خراب جرمونه هم شته، یو یې دا دی چې کتاب ونه لولې.
(جوزف براډسکي)

۱۵- کتابونه هغه مچۍ دي چې له یوه ماغزه نورو ماغزو ته د ژوند زړي لیږدوي.
( جیمز رسل)

۱۶- ښه کتاب واخله او ویې لوله، بهترین کتابونه هغه دي چې ډېر عام دي، د هر کتاب وروستی چاپ غوره وي خو که د کتاب د لیکوال ماغزه بند شوي نه وي.
( لارډ چسټرفیلډ)

۱۷- ښه ملګري، ښه کتابونه او آرام وجدان: همدا د ژوند ایډیال دی.
( مارک ټوین)

۱۸- نکلونه تر حقیقت زیات دي: دا په دې خاطر نه چې د ښامارانو د موجودیت خبره راته کوي بلکې په دې چې راته وايي: ښامار ته ماتې ورکولای شو.
(نیل ګیمن)

۱۹- تلویزیون راته د زده کړې شی ښکاري. هرکله چې څوک تلویزیون چالانوي، زه بلې کوټې ته ځم او کتاب لولم.
( ګروچو مارکس)

۲۰- که د یوه کتاب په بیا بیا لوستو خوند وانه خلې، لوستل یې هیڅ ګټه نه لري.
(اوسکار وایلډ)

۲۱- که غواړې یو کتاب ولولې خو هغه لا لیکل شوی نه وي نو ته یې پخپله ولیکه.
( ټوني موریسن)

۲۲- کله کله داسې کتاب لولې چې تا له دې جادوګرې روحاني جذبې ډکوي چې ووایې: دا سره پاشلې دنیا به تر هغې پورې ونه رغیږي چې ټول ژوندي بني آدمان دا کتاب لوستی نه وي.
(جان ګرین)

۲۳- هغه کتابونه چې دنیا یې غیر اخلاقي ګڼي، هماغه کتابونه دي چې د همدې دنیا د شرم کارونه ښيي.
( اوسکار وایلډ)

۲۴- ښه کتاب هغه دی چې ګڼې تجربې در زده کوي او په پای کې یې لږ ستړی کیږې. کله چې کتاب لولې څو واره ژوند کوې.
(ویلیام سټيرون)

۲۵- کتاب تر ټولو آرام او ثابت ملګری دی، خورا په اسانۍ سره موندل کیږي، تر ټولو عاقل مشاور او تر ټولو استادانو با حوصلې دی.
(چارلز ویلیام)

۲۶- هماغسې چې توره تیرولو ته اړتیا لري، ماغزه هم کتاب ته اړتیا لري.
(جورج مارټین)

۲۷- د کتابونو په ښه کوټه کې یو مرموز احساس درته پیدا کیږي چې په دې ټولو کتابونو کې نغښتی معرفت د خپل پوستکي له لارې جذبوې، ان بې له دې چې کتابونه پرانیزې.
(مارک ټواین)

۲۸- زیاتره یو کتاب د سړي د خپلې ماڼۍ د نالیدلو خونو کونجي وي.
(فرانز کافکا)

یادونه: که د کتاب په اړه تاسو څه ویل لرئ، نو په کمنت کې یې لیکلی یې شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي